صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس غني د زابل د مشرانوستونزې واورېدې

جمهور رييس غني د زابل د مشرانوستونزې واورېدې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د زابل د مشرانوستونزې واورېدې

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون غرمه د زابل ولاىت له مشرانو، دىني علماو او استازو سره په ارګ کې وکتل.په پىل کې د زابل والي حاجي خىال محمد حسىني د وروستىو ترورېستي پېښو شهىدانو ته د دعا ترڅنګ په زابل ولاىت کې د معارف، روغتىاىي، امنىتي، د پولىسو د تشکىلاتو د کمبود او په ادارو کې د شته فساد ستونزې له جمهور رييس سره شرىکې کړې.

ورپسې په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکتر زلمي زابلي د زابل پوهنتون د ودانۍ د جوړولو، د هواىي ډګر د رغاولو، د ځوانو کدرونو د استخدام په اړه غوښتنې او وړاندىزونه مطرح کړل.جمهور رييس غني هغوى ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوى د غمشرىکي مننه وکړه او وې وىل: د ټولو افغانانو غم او درد سره شرىک دى. هغه زىاته کړه: د اړوندو وزارتونو له لوري به ستاسو ستونزو او غوښتنو ته رسىدګي وشي.جمهور رييس د زابل والي ته لارښوونه وکړه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسىون له لارې دې د زابل ولاىتونو د رىاستونو ارزونه وشي او د شفافې پروسې له لارې دې وړ کدرونه مقرر شي.جمهور رييس ووىل: د زابل د کارىزونو په اړه منظم پلان ترلاس لاندې دى او همدارنګه به په ىاد ولاىت کې د اوبولګولو سىستم او د بادامو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هم مرسته وشي.محمد اشرف غني په خاک افغان ولسوالۍ کې د ترورېستانو پر ضد د ولسونو اقدام د قدر وړ وباله او وې وىل: دا لړۍ باىد دوام وکړي. د زابل له مشرانو څخه ىې وغوښتل چې د سولې له ىو منظم پلان سره راشي. هغه زىاته کړه: د سولې په برخه کې د واقعي ګام له اخىستلو وروسته نورو برخو ته رسىدګي آسانه ده او د زابل انځور، امکانات او د خلکو ژوند باىد بدل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha