صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې د ۱۰۰۰کورونو د پروژې طرحه تصويب کړه

د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې د ۱۰۰۰کورونو د پروژې طرحه تصويب کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې د ۱۰۰۰کورونو د پروژې طرحه تصويب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې داستوګنې د يو زر کورونو د پروژې پر جزئياتو او د ترافيکي وضعيت د ښه والي په خاطر د کابل ښاروالۍ د لومړي کال داجرااتو پر پلان بحث وکړ.

په پيل کې د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبيب زي د وضعيت او ترافيکي خدمتونو د ښه والي په موخه د کابل ښاروالۍ د لومړي کال د اجرااتو د پلان، د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنو، د راتلونکي کال د کاري پلانونو او په کابل کې  د زېربنايي پلانونو په اړه خبرې وکړې. هغه د سازماني ظرفيت ټيټوالى، ساختاري ستونزې او ذاتي چارې، غير معياري او ځنډنۍ کاري پروسې، اداري فساد او جعلي اسناد د کابل ښار د ترافيکو مديريت ستونزې اوننګونې وبللې. د کابل ښاروالۍ سرپرست د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنو په اړه وويل: د زرغون ترانسپورټ ملي پاليسي، د دست فروشانو د مديريت طرزالعمل، د ښاري تبليغاتو د ښه والي طرزالعمل، د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کموالي لپاره تطبيقي پلان، د ترافيکو د ايمني ستراتيژيک پلان، په الکترونيکي ډول د موټر چلولود جواز وېش د دې ادارې لاسته راوړنې دي.

ده دغه راز ده په دې اړه وويل: د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ۳۰ څلور لاروترافيکي مطالعات، د ښار د اطرافو دخولي کمربند ترافيکي مطالعات او د۹۶ کيلو متره واټونو لپاره ترافيکي ډيزاين د روان کال لاسته راوړنې ګڼل کېږي. حبيب زي د کابل ښار په کچه په ځانګړي ډول د ګڼې ګوڼې په سيمو کې د شته ترافيکي ستونزو د حل په خاطر د بيړنيو پلانونو او دغه راز په ۱۳۹۷ ل کال کې د کابل ښاروالۍ د زېربنايي  پلانونو په اړه مفصل معلومات ورکړل. وروسته د ښارجوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري، د مرکزي احصائيې رييس جاويد رسولي، د ولسي جرګې غړي قيس حسن، د ماليې وزارت معيين خالد پاينده، د مځکو دخپلواکې ادارې رييس جواد پيکار، د کابل والي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال، د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال او د صنعتکارانو د اتحاديې رييس د يادې موضوع په اړه خپل ليدلوري او نظريات مطرح کړل. د ښارجوړولو وزير وويل: په کابل او هرات کې له ښارواليو سره د ترافيکو د مديريتونو ادغام  به يوه بريالۍ بېلګه وي او وړاندېز يې وکړ ،چې په نورو ولايتونو کې دې هم دغه طرحه تعقيب او تطبيق شي. وروسته جمهوررييس غني په کابل ښاروالۍ کې رامنځته شوى کاري خوځښت وستايه وې ويل: موږ اساسي پلانونو ته اړتيا لرو چې په ښارونو کې شته ستونزې او خنډونه له منځه يووړل شي. ده ټينګار وکړ: ستونزې بايد په وضاحت سره بيان  شي، ترڅو د ښاري خدمتونو په برخه کې لازمې آستانتياوې پيدا او حل لارې وموندل شي. جمهوررييس د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنو ته په اشارې وويل: په ټولو برخو کې زموږ لاسته راوړنې بايد په کاري سيستم بدلې شي، ترڅو په راتلونکي کې هم ترې استفاده وشي. هغه د عوايدو په قانوني راغونډولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: واضح طرحه بايد شتون ولري او د هغې د عايداتو سرچينې دې هم تشخيص شي. وروسته الغرافه خيريه بنسټ د استوګنې د يو زر کورونو پروژې طرحه غونډې ته وړاندې کړه. د ښارجوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري وويل: د الغرافه خيريه بنسټ او ښارجوړولو وزارت ترمنځ د لاسليک شوې توافقنامې له مخې : ياد بنسټ د اړمنو او د شهيدانوکورنيو ته په بلاعوضه ډول د استوګنې (۱۰۰۰) کورونه جوړوي. هغه زياته کړه: په دې پروژه کې د استوګنې بلاکونه، سوداګريز مرکزونه، جومات، ښوونځي، يتم خانه، تفريحي پارک، تم ځای او خدماتي ودانۍ په پام کې نيول شوي او هڅه کېږي چې دا د دولت لپاره په عايداتي ښارګوټي بدل کړو. د ښارجوړولو وزير د ښارګوټي پر ځان بسياينه، د سالم چاپېريال رامنځته کول، په ودانيوجوړولو کې د سيمه ييزو ودانيو او موثرې ټکنالوژۍ څخه استفاده، کار پيدا کول، د سوداګريزو مرکزونو جوړول، د منظم ښاري بافت او د ټولنې د اقتصادي سطحې لوړول د يادې پروژې عمده موخې وبللې.

وروسته جمهوررييس د يادې پروژې د طرحې هرکلى وکړ وې ويل:  بايد په ستنډرډو موډلونو فکر او کار وشي چې جوړې شوې سيمې او ښارګوټې خپل ځانته سوداګريز موډل غوره او د ځان بسياينې پر لور رهبري شي.جمهوررييس محمداشرف غني د ودانيو په معياريتوب کې د لازم دقت او دغه راز د افغانستان له سنتي معمارۍ سره د هغو په ورته والي ټينګار وکړ. ياده طرحه له هراړخيزو بحثونو وروسته تصويب شوه.

حکومت د خپل ځان لپاره بريا ګڼي؛ خو په دې تګلاره کې پر جګړې ټينګار او د سولې له پامه غورځول هغه څه دي، چې له کبله يې له حکومته د باندې پر دغې تګلارې نيوکې کېږي او دا د افغان جګړې د اوږدولو په معنا بلل کېږي.سره له دې چې افغانستان دا مهال د امريکا مرستو ته اړ دی او داسې انګېري چې د امريکا له نظامي او مالي مرستو پرته يې بقا ناشونې ده؛ خو په ورته وخت کې د دغو مرستو لوړه بيه پرې کوي او ورو ورو د زبرځواکونو د نيابتي جګړو په ډګر بدلېږي.د افغانستان بهرني سياست په ځانګړې توګه د امريکا، چين او روسيې په برخه کې متوازن نه دي او په داسې حال کې چې ځينې تحليلونه ښيي، چې امريکا په سيمه کې جګړه غواړي او دغه وضعيت د سيمې د هېوادونو په تېره بيا د چين او روسيې اندېښنې  را پارولى، ښايي دا ستونزه  به نوره هم اوږده او ژوره شي.افغانستان ته په‌کار ده، چې د خپل متوازن بهرني سياست له لارې د سيمه‌ييزو او نړيوالو سياليو له منفي اغېزو ځان وژغوري؛ ځکه نو اوس افغانستان ته په کار ده، چې دا وضعيت له خپلو ګټو سره سم مديريت کړي او يوه روښانه او متوازنه بهرنۍ تګلاره غوره کړي.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha