صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس غني په کابل کې د وروستيو تروريستي پېښو له امله د ټپيانو پوښتنه وکړه

جمهور رييس غني په کابل کې د وروستيو تروريستي پېښو له امله د ټپيانو پوښتنه وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني په کابل کې د وروستيو تروريستي پېښو له امله د ټپيانو پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون ماسپښين په کابل کې د وروستيو تروريستي پېښو د يو شمېرټپيانو پوښتنه په غازي امان الله خان روغتون كې وكړه.

جمهوررييس غني د ټپيانو د پوښتنې پر مهال دوى ته وويل: زه ستاسې د هر يوه درد احساسوم او ډاډه اوسئ چې د خپلو هېوادوالو د وينې غچ اخلم.د هېواد جمهوررييس د ياد روغتون د معالجو ډاکترانو له ټيم څخه مننه وکړه وې ويل: ټپيانو ته د رسيدګۍ لپاره مې چې کوم پلاوى ټاکلى و، د مسوولينو اوډاکترانو له کړنو خوښ وو او خلک پر غازي امان الله خان روغتون د پانګونې پايله نن ويني.جمهوررييس غني د ياد روغتون مسوولينو ته وويل: هر ډول امکاناتو ته چې اړتيا ولرئ په واک کې به درکړل شي.معالجو ډاکترانو وويل: د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha