صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يوه جامع پلان جوړولو هوډ لري

جمهور رييس د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يوه جامع پلان جوړولو هوډ لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يوه جامع پلان جوړولو هوډ لري

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د کډ‌والو چارو عالي کمېسيون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.په پيل کې د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي او د ياد وزارت معيينانو ډاکترې عالمې او احمدولي حکمي د کډوالو او راستنېدونکو د عمومي وضعيت، د شويو پرمختګونو او شته ننګونو، د راستنېدونکو په اړه د نيول شويو عملي تدابيرو او د بې ځايه شويو او راستنېدونکو د اجرائيو کمېټې د پېشنهادي بودجې د تصويب

 او راستنېدونکو ته د بېړنۍ رسيدګۍ لپاره د عملياتي پلان په اړه غونډې ته راپور او معلومات ورکړل.اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معيين حکمت خليل کرزي،  د ښارجوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري ، د پوهنې وزارت سرپرست وزير ډاکترمحمدابراهيم شينواري ، د کرنې  او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني او د مځکو خپلواکې ادارې رييس جواد پيکار  پر اړوندو موضوعاتو د بحث پرمهال خپل ليدلوري بيان کړل.جمهوررييس غني د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د جامع او عملي پلان پر جوړولو، مستحقو کورنيو ته د مځکې د وېش ، د مځکې د بانک پر جوړولو او د نورو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ.د هېواد جمهوررييس د راستنېدونکو مستحقو کورنيو ته دمځکې  د وېش په اړه عدليې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په دې اړه مقرره چمتو او د استعجاليت پر مهال پر تقنيني فرمان هم  غور وکړي. دغه راز يې د مځکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، ټول دولتي او نادولتي املاک دې د مځکو بانک کې  ثبت او د وېش لپاره واضح معيارونه رامنځته شي.جمهوررييس غني ټينګار وکړ: راستنېدونکوکډوالو ته دې د سرپناه ترڅنګ د زده کړې او لومړنيو اړتياو آسانتياووې هم برابرې شي.  هغه ټينګار وکړ: د کډوالو ستونزو ته رسيدګي د يوې کمېټې يا وزارت کار نه دى، د دې لپاره  دې ټولې اړوندې ادارې دې په همغږۍ او همکاري کار وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha