صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د کابل په ځانمرګي بريد کې۹۵کسان وژل شوي او ۱۵۸تنه ټپيان شوي دي

د کابل په ځانمرګي بريد کې۹۵کسان وژل شوي او ۱۵۸تنه ټپيان شوي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کابل په ځانمرګي بريد کې۹۵کسان وژل شوي او ۱۵۸تنه ټپيان شوي دي

د افغانستان عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي: د کابل ښار صدرات څلور لارې پرونې ځانمرګي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر لږ ترلږه ۹۵ کسانو ته رسېدلي او ۱۵۸نور کسان ټپيان دي. ويل کېږي پېښه کې ډېر وژل شوي کسان ملکي خلک دي.د پوليسو پر وينا دغه بريد د کورنيو چارو وزارت له زړې ودانۍ سره نږدې رامنځ ته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح بي بي سي ته ويلي: تر اوسه پېښه کې ۹۵ وژل شوي او ۱۵۸ ټپي شوي کسان د ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي: (( ځانمرګي بريدګر امبولاس کې د صدارت څلورلاري ته ځان رسولي، د تلاشۍ له لومړۍ پوستۍ په دې پلمه تېرشوي چې په امبولانس کې ناروغ لېږدوي.))  دی زياتوي: (( د تلاشۍ په دويمه پوسته کې، بريدګر پېژندل شوي، خو له دې مخکې چې پوليس ډزې پرې وکړي ځانمرګي له چاودېدونکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.)) وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلي دي.د افغانستان کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي: د دغې چاودنې په تړاو ۴ کسان نيول شوي دي.بل لور ته د کابل ايمرجنسۍ روغتون مسوولين وايي:  تر دې مهاله د دوی مرکز ته ۵۰ ټپيان وروړل شوي دي.د صدارت څلورلارې د کابل ښار د ګڼې ګوڼې له ځايونو څخه ده. په دې سيمه کې د جمهوريت روغتون، د سولې عالي شورا دفتر او د کابل پوليسو د قوماندانۍ ودانۍ هم شته.په دې وروستيو څو مياشتو کې په کابل کې يو شمېر خونړي بريدونه شوي دی. يوه اوونۍ وړاندې، د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد کې ۲۴ تنه وژل شوي وو. وسله والو طالبانو د هغه بريد مسووليت منلي و.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha