صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | کابىنې د تفتىش د عالي ادارې د ارزونې پلان تائىد كړ

کابىنې د تفتىش د عالي ادارې د ارزونې پلان تائىد كړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابىنې د تفتىش د عالي ادارې د ارزونې پلان تائىد كړ

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابىنې غونډه د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پىل کې د هېواد جمهوررييس پر انټرکاټىننټال هوټل ترورېستي برىد په سختو ټکو وغانده، د پېښې د ارزولو په موخه ىې د پلاوي د ټاکلو په اړه د کابىنې غونډې ته ډاډ ور کړ او زىاته ىې کړه: د ارزونو له بشپړېدو وروسته به د ىاد پلاوي راپور له خلکو سره شرىک شي، دغه راز به هغه افراد چې په دې برخه کې ىې بې پرواىي کړې، مجازات شي. د عدلىې وزارت د قضائىه قوې د تشکىل او صلاحىتونو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابىنې له هراړخىزو بحثونو وروسته عدلىې وزارت مؤظف کړ، د جمهوررييس د دوىم مرستىال، د سترې محکمې رييس، د عدلىې، ملي دفاع او کورنىو چارو وزىرانو، د ملي امنىت لوى رييس او لوى څارنوال په ګډون دې د جمهوري رىاست عالي مقام تر نظر لاندې غونډه کې پر ىاد قانون بحث وشي.وروسته، د ماليې وزىر اکلىل حکىمي او د تفتىش د عالي ادارې رييس، د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې د قطعىې او تطبىق راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده ىې کړه د ۱۳۹۵ مالي کال د بودجې په تطبىق کې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوى او د تفتىش دعالي ادارې پاىلې او ارزونې ښىي چې د ملي بودجې تطبىق  او د قطعىې حساب په ترتىب کې د نورو کلونو په پرتله پام وړ پرمختګ شوى دى.په همدې ترتىب د تفتىش د عالي ادارې د ارزونو له مخې د ۲۷/۶/۱۳۹۶ نېټې پورى د ۱۳۹۵ کال او تر هغه وړاندې (۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۵) کلونو ټولې بقاىاوې دې په بودجوي ادارو کې د عادي بودجې برخه کې مجموعي ( ۴۹۵۶۳۴۰۳۷) څلورسوه او پنځه نوي مىلىونه او شپږ سوه دري څلوېښت زره او اووه دېرش افغانۍ چې د مجموعي رقم په پرتله تر ۲۲سلنې زىات باقىات ښىي او د انکشافي بودجې په برخه کې په ټولىزه توګه (۹۲۵۸۹۴۰۵۰۱) نهه مىلىارده او دوه سوه اته پنځوس مىلىونه او نهه سوه او څلوېښت زره او پنځه سوه او ىوه افغانۍ چې د باقىاتو د مجموعي رقم په پرتله تر ۷۳ سلنې زىاته تصفىه ښىي، تصفىه شوې ده، دغه راز ىې د قطعىې د ښه والي په خاطر غونډې ته اصلاحي وړاندىزونه هم وکړل.کابىنې له هراړخىز بحث وروسته ىاد راپور په پرنسىپ کې تائىد کړ، د مالىې وزارت  د تفتىش عالي اداره ىې مؤظفه کړه چې په ىاد راپور کې شته نېمګړتىاوې اصلاح او ملي شورا ته د وړاندې کولو لپاره چمتو کړي، دغه راز ىې وزارتونه او دولتي ادارې مؤظفې کړې چې په ىوه مىاشت کې دې د تفتىش عالي ادارې د موندنو په اړه خپل راپور هغې ادارې ته واستوي او د پاىلې په اړه دې د جمهوري رىاست د چارو ادارې عمومي رىاست او مالىې وزارت ته ډاډ ورکړي.وروسته د تفتىش د عالي ادارې رييس د دې ادارې ۱۳۹۷ مالي کال د ارزونې پلان غونډې ته وړاندې او څرګنده ىې کړه: په عامه سکتور کې د ارزونې پلان جوړونې موخه له زىاتو بېلابېلو ادارو څخه د خطر ارزونې پر بنسټ د ادارې تشخىص دى.کابىنې له هراړخىز بحث وروسته د تفتىش عالي ادارې د ۱۳۹۷ مالي کال د ارزونې پلان په پرنسىپ کې تائىد او دا اداره ىې مؤظفه کړه چې ىاد پلان د جمهوررييس دوىم مرستىال تر نظر لاندې د مالىې او اقتصاد وزىرانو په غړىتوب کمېټه کې تصحىح او نهاىي کړي.په همدې ترتىب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رييس احمد نادر نادري د (CBR) برنامې اساسي استخدام اختصاصي طرزالعمل د تعدىدل طرحه غونډې ته وړاندې او زىاته ىې کړه: د دې تعدىل موخه د تحصىلي څانګې  اړوند او نااړوندو کاري تجربو او تخصصي دندو محاسبه ، د استخدام پروسې لپاره د واقعي ضرب الاجل ټاکل، د تحرىري پوښتنو او مرکې څرنګوالى او د استخدام پروسې شکاىتونو ته د رسېدو څرنګوالى دى.غونډې له هراړخىز بحث وروسته ىاده طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسىون ىې مؤظف کړ چې ىاده طرحه تصحىح او تطبىق کړي.وروسته د مځکو خپلواکې ادارې رييس جواد پىکار د بدخشان ولاىت په خمچان دښته کې روږدو ته د ۲۰ بسترىز روغتون جوړولو په خاطر د ۳ جرىبه مځکې موازي انتقال، د مىدان وردګو ولاىت مرکز کې د مىوو د سورت او درجه بندۍ د مرکز جوړولو په خاطر د ۲ جرىبه دولتي مځکې موازي، د هرات ولاىت انجىل ولسوالۍ کې د څارنوالۍ رىاست ودانۍ جوړولو په خاطر د (۵،۷۲۱) متره مربع مځکې موازي او د مزارشرىف د سرې او برېښنا (کود برق) فابرىکې ترڅنګ د ګازي حرارتي برېښنا دستګاه د جوړولو په خاطر مالىې وزارت ته د ۱۰۰ جرىبه مځکې موازي انتقال پىشنهاد غونډې ته وړاندې او د تائىد وړ وګرځېد.دغه راز د افغانستان د مځکو خپلواکې ادارې رييس په بىن المللي کچه د کرېکټ بىن المللي شورا په معىارونو سره حضوري چمن کې د کرېکټ د اوسني لوبغالي د انکشاف او معىاري کولو په اړه د ښارجوړولو وزارت، د مځکو ادارې او د افغانستان د کرېکټ بورډ ګډ وړاندىز غونډې ته وړاندې کړ.هغه وړاندىز وکړ: د مځکو خپلواکې ادارې په مشرۍ دې د استملاک اسنادو برابرولو  په موخه تخنىکي پلاوى او د ښارجوړولو وزىر په مشرۍ دې د اړوندو بنسټونو په ګډون د تخنىکي کمېټې د کارونو د څارنې په موخه ىوه څارونکې کمېټه وګومارل شي چې په دې اړه د اجرااتو راپور د جمهوري رىاست عالي مقام ته وړاندې کړي چې کابىنې تصوىب کړ.وروسته د افغانستان برېښنا شرکت رييس امان الله غالب د ۱۳۹۶ کال له وږي مىاشتې څخه د مرغومي تر ۱۵مې نېټې د دې شرکت مالي راپور او د دې شرکت د پوروړو په اړه د کاري کمېټې راپور غونډې ته وړاندې کړ.هغه د برېښنا شرکت د اجرااتو د ښه والي په اړه خبرې وکړې او ولاىتي شورا، وکىلانو او علماو شورا سره د طلباتو د حاصلولو ګروپونو د تشکىل ، د عواىدو راټولو بهىر چټکولو او د عواىدو زىاتولو په اړه د غونډو او تفاهمونو  ىادونه وکړه او وې وىل: د شرکت عواىد کابو ۹۰ سلنه زىاتوالى ښىي او دا شرکت توانىدلى دى چې د اقتصادى تقاطع (Breakeven) له حالت څخه ووځي.د برېښناشرکت رييس څرګنده کړه: په خصوصي او دولتي برخو د دې شرکت طلبات (۶،۱۰) مىلىارده افغانۍ دي چې (۴) مىلىارده په دولتي برخې او (۶،۶) مىلىارده افغانۍ پر خصوصي برخې دي، دغه راز ىې د شرکت د طلباتو د راټولو په خاطر خپلې پىشنهادي طرحې د کابىنې غونډې ته وړاندې کړې.کابىنې له هراړخىز بحث وروسته د افغانستان برېښناشرکت مؤظف کړ چې د عدلىې وزارت په همکارۍ د شرکت د اساسنامې پر تعدىل کار وکړي او د مشترکىنو له لوري دې د صرفىې د ورکړې د ځنډ په خاطر تقنىني سند ترتىب او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په همکارۍ دې د برېښناىي ورکړې سىستم جوړ کړي.دغه راز غونډې مالىې وزارت مؤظف کړ چې د برېښنا شرکت لپاره واحد حساب جوړ کړي، په همدې ترتىب وزارتونه او ادارې مؤظف شوې چې د اړتىا وړ ودانىو له استملاک د مخه دې د هغو د برېښنا او اوبو د حسابونو پر تصفىې اقدام وکړي.د غونډې په پاى کې د بهرنىو چارو وزارت سىاسي معىين د بىن المللي معاهدو څلور مورده مطرح کړل چې د تائىد وړ وګرځېدل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha