صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د بې ځايه شويو او بيا راستنېدونکو په اړه د تصميم نيولو هلې ځلې

د بې ځايه شويو او بيا راستنېدونکو په اړه د تصميم نيولو هلې ځلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بې ځايه شويو او بيا راستنېدونکو په اړه د تصميم نيولو هلې ځلې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا په چوکاټ‌کې د کورنيو بې ځايه شويو او بيا راستنېدونکو فرعي کمېټې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه غونډه وکړه.

دغه غونډه پرون ماسپښين په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټولو اړوندو کورنيو او بهرنيو مسؤلو ادارو او نهادونو په ګډون وشوه. د هېواد د کډوالو او بيا راستنېدونکو وزير سيد حسين عالمي بلخي غونډې ته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دې اړه يې په دوه اړخيزو او درې اړخيزو غونډو کې بحثونه کړي دي.

نوموړي زياته کړه،‌چې افغانستان، پاکستان او کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې د غير راجستر شويو افغان کډوالو په اړه بحث کړى و او توافقات هم شوي وو،‌چې متاسفانه پاکستاني لوري د تېرو ژمنو مطابق عمل نه دى کړى. هغه يادونه وکړه، چې د هېواد د کډوالو وزارت او اړوندو نړيوالو ادارو له پاکستاني مسؤلينو سره د افغان کډوالو د اخراج او نوي ضرب الاجل په اړه خبرې کړې او پر دې کار روان دى، چې د کډوالو بېرته راتګ په جبري توګه ونه اوسي.د هېواد اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل،‌چې هم افغاني ادارې او هم نړيوال همکاران کار وکړي څو، د کډوالو مسائل د سياسي بحثونو او تبليغاتي هڅو قرباني نه شي او په دې برخه کې شوي درې اړخيز توافقات عملي شي.

نوموړي زياته کړه، چې بايد په دې برخه کې لا نور مذاکرات وشي او په هېڅ صورت سره کډوال په زوره له پاکستان څخه ونه ايستل شي، خو په خبره يې‌چې له پاکستان سره د هڅو او تلاشونو ترڅنګ په کور دننه هم بايد لازمه امادګي ونيول شي.

هغه يادونه وکړه، چې دې ستونزې ته بايد د افغان دولت او نړيوالو مرستندويه نهادنو په سطحه لومړيتوب ورکړل شي او پر وخت و زمان اساسي مشکلاتو ته رسيدګي وشي. اجرائيه رييس همداراز وويل، چې په کور دننه بايد د بيا راستنېدونکو د سرپناه، لومړنيو خدماتو برابرولو او کار موندنې په برخو کې هم لازم فعاليتونه وشي او په عاجله توګه د اړمنو لاسنيوى وشي.      باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha