صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ټاپي پـــــروژې په فرهنګي اوونۍکې د درېيو نورو پروژو کار هم پيلېږي

د ټاپي پـــــروژې په فرهنګي اوونۍکې د درېيو نورو پروژو کار هم پيلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاپي  پـــــروژې په فرهنګي  اوونۍکې د درېيو نورو پروژو کار هم پيلېږي

دټاپي پروژې د فرهنګي کمېټې غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حقوقي سلاکار ډاکتر طارق رشاد په مشرۍ جوړه شوه.

د کمېټې غړو په دې غونډه کې ، چې د جمهوري رياست  او د اطلاعاتو او فرهنګ ، بهرنيو چارو او دکانونو اوپتروليم د وزارتونو استازي او دټاپي پروژې  مسوولان په کې شامل وو، دټاپي پروژې د فرهنګي اوونۍ د نمانځنې د څرنګوالي  او د وسپنې پټلۍ ، د برېښنا د مزو او د فايبر نوري په ګډون د درېيو پروژو دکار په باب خبرې وشوې . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري دغه مراسم، چې ټاکل شوې، په ډېر لنډممکن وخت کې  دافغانستان د هرات  او دازبکستان دسليم چشمه په ولايتونو کې  پرځاى شي او د دواړو هېوادونو  جمهوررييسان په کې ګډون وکړي د فرهنګي پروګرامونو په اجرا کولو سره  په هېواد کې دټاپي پروژې  دکار د پيل  هرکلى  وکړي. په پاى کې دغه راز  موافقه وشوه ، چې د دغو پروژو د پرانيستلو ځينې تشريفاتي مراسم او د فرهنګي اوونۍ نمانځنه د هرات ولايت د مولانا په تالار او داختيارالدين  په کلا کې ترسره شي. د ټاپي پروژه  د هرات ، فراه   او نيمروز له ولايتونو څخه تېرېږي او وروسته  پاکستان او هندوستان ته  غځول کيږي .        باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha