صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | کابىنې د ښاري غىررسمي ملکىتونو د تنظىم مقررې طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه

کابىنې د ښاري غىررسمي ملکىتونو د تنظىم مقررې طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابىنې د ښاري غىررسمي ملکىتونو د تنظىم مقررې طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابىنې غونډه د مرغومي په شپږمه په ارګ کې جوړه شوه.

 د اجندا مطابق د  چارو ادارې عمومي رىاست د دولت چارو د انسجام مرستىال د کابىنې د ۱۳۹۵ کال او ۱۳۹۶ کال اوو مىاشتو د مصوبو د تحقق مقاىسوي راپور غونډې ته وړاندې کړ. زىاته ىې کړه:  د ترسره شوې ارزونې مطابق په روان کال کې د تېر کال په پرتله په ورته وخت کې زىاتې دندې ترسره شوي چې د کابىنې مصوبو دندو پر وړاندې د وزارتونو او دولتي ادارو جدي پاملرنه ښىي.کابىنې د مننې ترڅنګ ىاد راپور تائىد کړ، دولتې ادارې او وزارتونه ىې مؤظف کړل چې د کابىنې د مصوبو په اړه د خپلو کړنو د څرنګوالي راپور د جمهوري رىاست د چارو د ادارې عمومي رىاست ته وړاندې کړي.وروسته د چارو ادارې عمومي رىاست د دولت چارو د انسجام مرستىال Tasks Management طرحه شوى سىستم د برېښناىي حکومتولۍ د پىل سىستم په توګه د کابىنې غونډې ته معرفي کړ.هغه زىاته کړه: د سىستم کلي موخه د کابىنې د غونډو برېښناىي کول، توحىد، دولتي ادارو او وزارتونو ته د ټولو ورسپارل شويو  چارو د انسجام او دولتي ادارو او وزارتونو ته د اجرااتو په خاطر وړاندې کول او د دولتي ارګانونو له لوري د جمهوري رىاست عالي مقام ته د دې سىستم مطابق د هغې د پاىلو وړاندې کول دي؛ د کابىنې د مصوبو په اړه د جمهوررييس لارښوونې منسجموي او د اجرا په خاطر وزارتونو ته وړاندې کېږي.د چارو ادارې عمومي رىاست د دولت د انسجام چارو مرستىال زىاته کړه: د ىادو دندو په اړه د وزارتونو اجراات پر وخت جمهوررييس ته وړاندې کېږي، دغه راز دا سىستم د وخت له ضىاع پرته اجراات په چټک ډول ترسره کولاى او د چارو د اجرا په برخه کې د همغږۍ له امله د اضافي لګښتونو او زىات وخت لګولو مخنىوى کوي.کابىنې له هراړخىز بحث وروسته د جمهوري رىاست د چارو ادارې عمومي رىاست ابتکار او زحمتونو څخه د مننې ترڅنګ ىاد سىستم تائىد کړ او دا اداره ىې مؤظفه کړه چې دا سىستم دې له وزارتونو او دولتي ادارو سره په همغږۍ تعقىب او د کابىنې د مصوبو له دندو سره سم دې د جمهوري رىاست عالي مقام د لارښوونو مطابق عىار کړي.دغه راز د جمهور رييس په مشرۍ ټولو شوراګانو ته دنده وسپارل شوه ، چې د  جمهوري رىاست د چارو عمومي ادارې سره په همکارۍ Tasks Management سىستم څخه د دغو شوراګانو  د دندو تعقىب کې استفاده وکړي. دغه راز د جمهوري رىاست د چارو ادارې عمومي رىاست د دولت د انسجام چارو مرستىال د کابىنې د ۱/۶/۱۳۹۶نىټې د (۸) ګڼې مصوبې د ۱۳ فقرې په اساس په ننګرهار ولاىت کې د غازي خېلو قوم ۶۶ کورنىو ته د مځکې د وېش د څرنګوالي په اړه د مؤظف پلاوي راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده ىې کړه: ىاد پلاوي د کابىنې د مصوبې لارښوونې سره سم غونډې جوړې کړي او ننګرهار ولاىت ته ىې سفر کړى ،سىمه ىې له نږدې ليدلې او نظر ىې ورکړى چې د جمهوري رىاست د احکامو او محاکمو د وثىقو او ابرا خط په اساس ىادې ۶۶ کورنۍ د مځکې مستحقې پېژندل شوي او له هغه ځاىه چې دا کورنۍ اوس د داخلي بې ځاىه شوىو په ډله کې دي او هغوى ته مشخصه شوې مځکه د استوګنې پروژه کې شامله ده، نو د غىر پلاني ښارګوټو د مخنىوي او د مځکو خپلواکې ادارې او ښارجوړولو وزارت ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په خاطر دا اىجابيږي، تر څو ۱۶۸۳ جرىبه موازي چې د افغانستان د مځکو خپلواکې ادارې ورته تعىىن کړې وه ښاري پلان ته شامله او د ښاري خدمتونو په خاطر د مځکې د کسر له رفع وروسته دې د استوګنې نمرې د معادلې بىې مطابق ورته توزىع شي.کابىنې له هر اړخىزو بحثونو وروسته د ىاد پلاوي د راپور د تائىدولو ترڅنګ د ښارجوړولو وزارت مؤ ظف کړ ۱۶۸۳ جرىبه موازي  مځکه چې د افغانستان دمځکو خپلواکې ادارې د غازي خېلو قوم ۶۶ کورنىو ته ورکړې وه، د استوګنې پروژو کې شامله او په وړىا ډول دې ورته ووېشل شي.وروسته د عدلىې وزىر د پستي خدمتونو د تنظىم قانون غونډې ته وړاندې کړ وې وىل: دا طرحه په ۸ څپرکو او ۳۸ مادو کې تسوىد او د قوانىنو کمېټې غونډې تائىد کړې چې موخه ىې د پستي خدمتونو وده او انکشاف، تنظىم او د بازار څارنه او وړاندې کوونکو فعالىت او له هغې ملاتړ، د پستي خدمتونو د وړاندې کولو د کمىت او کىفىت ښه والى، له معلوماتي تکنالوژۍ څخه په استفادې د پستي خدمتونو سىستم معىاري کول، د وړاندې کوونکو ترمنځ د سىالۍ زمىنه برابرول، د مشترىانو او وړاندې کوونکو د ګټو خوندىتوب، د پستي خدمتونو د وړاندې کولو ادارې او وړاندې کوونکو، پىرودونکو او ټولو اړوندو ادارو ترمنځ د اړىکو ټىنګښت تشکىلوي.کابىنې د پستي خدمتونو د تنظىم قانون طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه او د عدلىې او مخابراتو وزارتونه ىې د جمهوري رىاست دوىم مرستىال تر څارنې لاندې مؤظف کړل چې ىاد قانون د غونډې د تذکر مطابق تصحىح او نهاىي کړي.وروسته د عدلې وزىر د مالىاتو ادارې قانون د ځينو مادو د تعدىل طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې وىل: د تعدىل دا طرحه د قوانىنو کمېټې په غونډه کې تائىد شوې او موخه ىې د مالىاتي جرمونو کموالى او د افغانستان د ملي پانګې مسوولانه حفاظت، د مالي شخړو تعرىف، د مالىاتو کتمان او د مالىاتي سرغړونو د جرمونو واضح تعرىف دى چې کابىنې تائىد کړه.په همدې ترتىب د مالي چارو او عامه لګښتونو ادارې قانون ۲۲ مادې ۳ فقرې د تعدىل طرحه د عدلىې وزىر غونډې ته وړاندې او څرګنده ىې کړه دا طرحه د قوانىنو کمېټې په غونډه کې تائىد شوې چې د ىاد تعدىل موخه د مباىلونو له لارې د دولتي کارکوونکو د تنخواو په اجرا کې د آسانتىاوو رامنځ ته کول دي، چې د کابىنې له لوري تائىد شوه.دغه راز د عدلىې وزىر د خطي امتدادي پروژو د استملاک مقررې طرحه غونډې ته وړاندې او زىاته ىې کړه: دا طرحه په ۵ څپرکو، او ۳۴ مادو کې جوړه شوې او د قوانىنو کمېټې په غونډه کې تائىد شوې ده چې موخه ىې د خطي- امتدادي پروژو په مسىر کې د ملکىتونو د مالکىت د استملاک حق تثبىت، د خطي- امتدادي پروژو په مسىر کې د ملکىتونو د مالکىت د استملاک زمىنې برابرول او د هغې له تطبىق نه زىانمن شوىو ته د خسارې د جبران ورکړه ده.کابىنې د خطي- امتدادي پروژو د استملاک مقررې طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه، عدلىې وزارت او د مځکو خپلواکه اداره ىې مؤظف کړل چې ىاده طرحه د غونډې د تذکر مطابق تصحىح او نهاىي کړي.ورپسې د عدلىې وزىر د ښاري غىررسمي ملکىتونو د تنظىم مقررې طرحه چې په ۴ څپرکو او ۲۶ مادو کې د قوانىنو کمېټې تائىد کړې وه غونډې ته وړاندې کړه او د ىادې طرحې د تسوىد موخه ىې په سىستماتىک ډول د ښاري غىررسمي ملکىتونو د سروې او ثبت چارو د تنظىم، د ښاري غىررسمي ملکىتونو خاوندانو ته د مالکىتونو د خوندي حق تامىن، په ښاري غىررسمي ملکىتونو د پانګونې لپاره د زمىنې برابرول او د دې مقررې د احکامو مطابق د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او همکاري وبلله.کابىنې د ښاري غىررسمي ملکىتونو د تنظىم مقررې طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه، عدلىې او مالىې وزارتونه او د مځکو خپلواکه اداره ىې مؤظف کړل چې ىاده طرحه د غونډې د تذکر مطابق تصحىح او نهاىي کړي.وروسته د عدلىې وزىر د کابىنې د ۲۳/۱/۱۳۹۶نىټې د ۲ ګڼې مصوبې د لارښوونو په رڼا کې د خصوصي ټولىزو رسنىو د تاسىس او فعالىت مقررې د ځىنو مادو د تعدىل او زىاتونې طرحه غونډې ته وړاندې او زىاته ىې کړه: دا طرحه د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت نشراتي معيىن، د عدلىې وزىر په مشرۍ د مالىې، مخابراتو او اقتصاد وزارتونو استازو  د کابىنې د مصوبې د لارښوونو مطابق ارزولې او پرىکړه شوې: له هغه ځاىه چې په ىاده طرحه کې د فعالىت د جواز پر وړاندې د امتىازۍ  حق اندازه ټاکل شوې ، چې د دولت وارداتي بانکي حساب ته داخلىږي، نو دا نه اىجابوي چې په دې طرحه کې دې د فرىکونسۍ د فىس ىادونه وشي، خو د جواز فىس چې د مخابراتي خدماتو قانون په ۴۳ ماده کې چې د ۱۳۸۹کال د (۱۰۳۱) رسمي جرىده کې خپور شوى تعىىن شوى چې د معىنې ادارې بانکي حساب ته تحوىلىږي.کابىنې له هر اړخىزو بحثونو وروسته ىاده طرحه تائىد کړه او عدلىې وزارت ىې مؤظف کړ چې ىاده طرحه د غونډې د تذکر مطابق اصلاح او طى مراحل کړي، دغه راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزىر او د مرکزي احصائىې ادارې رييس ىې مؤظف کړل چې د فرىکونسۍ او د تصوىري رسنىو د ډىجىټلي کولو طرحه ترتىب او د کابىنې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.وروسته د عدلىې وزىر د ۷/۴/۱۳۹۵ نىټې وزىرانو شورا د ۶ ګڼې مصوبې په اساس د دولتي کارکوونکو د ورځني ترانسپورت کراىې د (۱۲۰) افغانۍ د زىاتوالي په اړه د مؤظف کمېسىون نظر غونډې ته وړاندې کړ.کابىنې دا وزارت مؤظف کړ ، چې د ګمارل شوي کمېسىون پر نظر دې د بودجې کمېټې په غونډه کې بىا بحث وشي او پاىله دې د جمهورري رىاست عالي مقام ته وړاندې شي.د اجندا په بله برخه کې د مالىې وزىر د کابىنې د مخکېنىو غونډو په اساس د بروکسل کنفرانس تعهداتو د پرمختګ، د متقابل حساب ورکولو له لارې د خودکفاىي چوکاټ (SMAF) راپور غونډې ته وړاندې کړ چې د هغه مطابق له  (۲۴) ژمنو څخه (۱۱)  ژمنې پوره شوي او (۱۳) ژمنې تر کار لاندې دي.کابىنې هغه وزارتونه چې د ۲۰۱۷ م کال لپاره ژمنې لري مؤظف کړل چې د  خپلو کړنو راپور مالىې وزارت ته واستوي، همدارنګه ىې د جمهوري رىاست د چارو ادارې عمومي رىاست مؤظف کړ چې په درې اوونىو کې د وزارتونو د تعهداتو د اجراآتو څرنګوالى هراړخىز وارزوي او د پاىلې په اړه د جمهوري رىاست عالي مقام ته راپور ورکړي.ورپسې د مالىې وزىر د ۱۳۹۶ مالي کال بودجې اجراىوي راپورغونډې ته وړاندې او زىاته ىې کړه، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د انکشافي بودجې مصارف ۶۷ سلنې ته رسېږي حال دا چې دا رقم تېر کال ۵۴ سلنه ته رسېده چې په ۱۳۹۶ کال کې د انکشافي بودجې مصارف د تېر کال په پرتله زىات دي. هغه څرګنده کړه: د انکشافي پروژو د تحقق لپاره په اړوندو ادارو کې د لازم ظرفىت نه شتوالى، د پروژو تحقق کې د لازم جدىت او تعهد نه شتوالى، د لازمو مالي او تدارکاتي صلاحىتونو نه ورکول، ولاىتي ادارو سره د مرکزي ادارو د لازمې همغږي نه شتوالى، د ادارو د تخنىکي پرسونل تغيىر او تبدىل او امنىتي ستونزې او دمځکو استملاک د انکشافي بودجې د مصرف پر وړاندې عمده ننګونې دي. د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره ىې غونډې ته خپل وړاندىزونه وکړل.کابىنې د مالىې وزارت د تائىد ترڅنګ دولتي وزارتونه او ادارې مؤظفې کړې چې هر پنځلس ورځې د خپلې بودجې د مصرف د څرنګوالي راپور د جمهوري رىاست عالي مقام ته وړاندې کړي، همدارنګه مالىې او اقتصاد وزارتونه مؤظف شول،  چې د سکتوري وزارتونو په ګډون د انکشافي بودجې د مصرف پروسې د ښه والي په موخه غونډه تنظىم کړي. په همدې ترتىب د مالىې وزىر د ۱۳۹۶ مالي کال د عواىدو راټولولو راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده ىې کړه: په ۱۳۹۶ مالي کال کې (۱۹، ۱۶۹) مىلىارد افغانۍ عواىد راټول شوي چې د (IMF) د هدف په پرتله ۱۱ سلنه او تېر کال ته په پام ۱۸ سلنه زىاتوالى ښىي.کابىنې د مالىې وزارت کړنو څخه په مننې ىاد وزارت مؤظف کړ چې دولتي ادارو او وزارتونو سره په همغږۍ د هغوى د عواىدو کچې د لوړېدو په موخه واضح طرحه ترتىب او د کابىنې غونډې ته وړاندې کړي. ورپسې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست د ملي موزىم د زرکوبي شوي (طلاکوب ) منځپانګې کتاب د اصلىت او تارىخي قدامت د تثبىت په موخه د لرغون پېژندنې د ىو بهرني کارپوه د رابللو غوښتنه او د فرانسې، جاپان او ىا اېټالىا مشهورو موزىمونو ته د هغه د تارىخي قدامت د تثبىت په موخه د هغه د وړې ټوټې د استولو په اړه غونډې ته وړاندې کړه.هغه زىاته کړه: دا کتاب چې محتوا او تصاوىر ىې طلاکوب وو او په اوستاىي رسم الخط لىکل شوى او د پوست اولس مخونو کې ترتىب شوى دى امنىتي ځواکونو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه کړى او د لرغون پېژندنې کمېټې د نظر په اساس د اوستاىي رسم الخط کشفىاتو پروسه کې ىې تراوسه سارى نه دى لىدل شوى او فرد پورې منحصر د تارىخي او لرغوني ارزښت لرونکى دى، دارنګه اىجابوي چې د ىاد کتاب د تارىخي قدامت د تثبىت په موخه د هغه ىوه ټوټه د فرانسې، جاپان ىا اىټالىا مشهورو موزىمونو ته ولېږل شي، همدارنګه مشهورو انګلىسي ژبپوهان د هغه د تارىخي قدامت او اصلىت د تثبىت په موخه راوبولي.کابىنې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موظف کړ چې د امکان په صورت کې ىاد متخصص راوبولي، غىر له دې، دې د ىاد کتاب سکن د تارىخي قدامت د تثبىت په موخه هغه ته ور واستوي.وروسته د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت سرپرست د چىن شپږ موزىمونو کې د افغانستان خزانو د نندارې د تداوم په اړه د هغه وزارت وړاندىز غونډې ته وړاندې کړ وې وىل د چىن دوستۍ سازمان بهرنىو هېوادونو او د چىن هنري کمپنۍ ((اىست رىچ کوزان ))  چىن هېواد غوښتنه کړې چې دا آثار د دوه نورو کالو لپاره د چىن هېواد په  څو موزىمونو کې نندارې ته کېښودل شي.کابىنې چىن کې د افغانستان د خزانو د نندارې د تداوم په اړه د اطلاعاتواو  فرهنګ وزارت وړاندىز د ىو کال لپاره تائىد کړ او ىاد وزارت ىې مؤظف کړ چې ىو کال وروسته د ټولو هېوادونو د غوښتنې په صورت کې د هغوى وړاندىز د کابىنې غونډې ته وړاندې کړي.ورپسې د ښار جوړولو وزارت معيىن له شنې او ځنګل ساحې د مرحوم پوهاند محمد حسن کاکړ د تدفىن ساحې ته د لغمان ولاىت قرغه ىي ولسوالۍ سرخکان سىمه تفصىلي پلان کې د پنځه جرىبه ښاري دولتي مځکې  د موازي تعدىل غوښتنه  او د ارواښاد په نوم د ىو بنسټ د تاسىساتو جوړول غونډې ته وړاندې کړ چې کابىنې تائىد کړ.وروسته د مځکو ادارې رييس کانونو وزارت ته د ىوې لوړ منتاژ ترازو د نصب او مونتاژ په موخه هرات اسلام قلعه سرک شمال لورته د ىو جرىب دولتي مځکې موازي، د سوداګرۍ وزارت د کونړ ولاىت د سوداګرۍ آمرىت د  جوړولو په موخه د کرنې وزارت ملکىت ىو جرىب بکر دولتي مځکې موازي، د کندز ولاىت د ښوونکو د روزنې تاسىساتو د جوړولو په موخه ۱۵ جرىبه موازي دولتي مځکه او د  خوست  اسمعىل خېلو ولسوالۍ کې د لس مىګا واټه لمرىزې برېښنا د تولىد په موخه د ۷۰ جرىبه دولتي مځکې موازي انتقال وړاندىزونه غونډې ته وړاندې کړل. د کابىنې غونډې له هر اړخىزو بحثونو وروسته د پورته ىادې شوې مځکې انتقال د کابىنې د ۱۰/۶/۱۳۹۵ نېټې د ۱۵

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha