صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | عبدالله: جمعيت ګوند د عطامحمد نور له ګوښه کولو سره موافقه کړې وه

عبدالله: جمعيت ګوند د عطامحمد نور له ګوښه کولو سره موافقه کړې وه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
عبدالله: جمعيت ګوند د عطامحمد نور له ګوښه کولو سره موافقه کړې وه

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي: هيله لري چې د بلخ ولايت څخه د عطامحمد نور د لرې کولو ستونزه به په سوله ييز ډول حل شي.

ښاغلي عبدالله پرون دوشنبه د وزيرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وويل: «۱۵ ورځې مخکې لومړى ځل ما موافقه وکړه چې دا کار دې وشي.‌ په پام کې وه چې د استعفا قبولي يوه اوونۍ وروسته اعلام شي.» عبدالله زياته کړه «د جمعيت رهبري له موږ سره يوځاى وو. عطامحمد نور په خپله استعفا وړاندې کړې وه، دا چې په دې برخه کې څه شرايط مطرح شوي که نه هغه زما کار نه دى. زه اجرائيه رييس او د ټولو خدمتګار يم.‌هرې خبرې او وعدې چې شوې هغه په هغوى پورې تعلق لري چې د تېر وخت خبرې دي.»‌ عبدالله وويل، په پام کې وو چې د جمعيت مشران بلخ ته د سفر په ترڅ کې دا ستونزه په يوه اوونۍ کې حل کړي ،خو چې بېرته راستانه شول نظر يې بدل شوى و.‌ د جمهوري رياست ماڼۍ تېره دوشنبه  اعلام وکړ چې ولسمشرغني له بلخ ولايته د پخواني والي عطامحمد نور استعفا منلې او انجنير داود د نور پرځاى د بلخ والي ټاکل شوى، خو عطامحمد نور په غبرګون کې وويل چې هغه ته خپله استعفا د منلو وړ نه ده او د ولسمشرغني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله په شمول هېڅوک نه شي کولى چې نوموړى له بلخه لرې کړي.‌

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha