صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ځوانانو د لومړني او ډېر ښه ملاتړي جمهور رييس تنديس محمد اشرف غني ته ورکړى شو

د ځوانانو د لومړني او ډېر ښه ملاتړي جمهور رييس تنديس محمد اشرف غني ته ورکړى شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ځوانانو د لومړني او ډېر ښه ملاتړي جمهور رييس تنديس محمد اشرف غني ته ورکړى شو

د ( سولې لپاره د ځوانانو ) په نړيوال کنفرانس کې چې تېره اوونۍ په ډيلي کې جوړ شو، د ځوانانو د لومړي او ډير ښه ملاتړي جمهور رييس تنديس د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني ته ورکړى شو.په دې کنفرانس کې د نړۍ د٧٠ هېوادونو د ځوانانو استازو ګډون کړى و.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: محمد اشرف غني تېره اوونۍ د سولې لپاره د ځوانانو په هغه نړيوال کنفرانس کې چې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د سولې د تامينولو د لارو چارو د ټاکنې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت، د ملګرو ملتو د سازمان  د ځوانانو د برخې او د ځوانانو د بنسټ له خواپه نوي ډيلي کې  جوړ شو، د ځوانانو د لومړي او ډير ښه ملاتړي جمهور رييس تنديس د نړۍ د ٧٠هېوادونو د ځوانانو له خوا ترلاسه کړ.په دې کنفرانس کې د جګړې د ناوړو پايلو او بدو نتيجو او په افغانستان، سيمه  او نړۍ کې د سولې د تامينولو د لارو چارو د څرنګوالي په باب خبرې وشوې او د خبرو له لارې د اختلافونو په حل کولو باندې ټينګار وشو.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان ملت په تېره بيا ځوانان په هېوادکې د سولې د تامينولو په خاطر هڅه او هاند کوي او د نړيوالې سولې د تامينولو  غوښتنه کوي او په دې لاره کې په پرله پسې توګه کار او هلې ځلې کوي.ده زياته کړه چې د افغانستان خلک د نورو هېوادونو هغو ځوانانو ته  تود هرکلى وايي چې د دغه هېواد د تاريخي ځايونو د کتنې ليوال وي.د ده د څرګندونوله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت په پام کې لري چې د دغه شان غونډو په جوړولو سره د افغانستان د سولې د تامينولو په برخه کې د خبرو په مرکزکې ځاى ولري.په دې کنفرانس کې چې د دريو ورځو لپاره جوړ شوى و؛ دغه راز يو شمېر هغو فعالو ځوانانو ته چې د نړيوالې سولې د تامينولو په بېلابېلوبرخوکې کار کوي، د ستاينې لوحې ورکړى شوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha