صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د افغان کډوالو کړکېچ مهار شوى

د افغان کډوالو کړکېچ مهار شوى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان کډوالو کړکېچ مهار شوى

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي اوسمهال د نړۍ په پنځو حوزو کې ۵ مېليونه افغان مهاجر استوګن دي چې د دوى په مديريت کې کومه جدي ستونزه وجود نه لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د دوشنبې په ورځ د کډوالۍ نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وويل دا وزارت له کوربه هېوادونو سره د کډوالو د چارو ګډ مديريت کوي.ښاغلي بلخي په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ډيپورټ مسئلې ته په اشارې وويل: ((  په ۲۰۱۶ کال کې وړاندوينه شوې وه، چې ۸۰ زره افغان مهاجر به له جرمني او يو شمېر هم له نورو اروپايي هېوادونو افغانستان ته را واړول شي، چې د تفاهم او ګډ مديريت له امله يوازې ۵۸۰ کډوال ډيپورت شوي ،نو ځکه موږ هم وتوانېدو چې د ګډ مديريت له امله اروپا ته د مهاجرت لړۍ کمه کړو، چې د ۲۰۱۵ کال کړکېچن وضعيت رامنځ ته نه شي او دغه راز په ګډه د ډيپورټيانو مديريت په واک کې ولرو.))ښاغلي بلخي وويل، حکومت په تېرو درېـيو کلونو کې دوه مېليونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي ، چې په کې ۷۰ سلنه يې د مهاجرت قانوني اسناد نه درلودل.د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې په وروستيو مياشتو کې ۵۰۰ زرو افغان مهاجرو په پاکستان کې او ۷۰۰ زرو نورو په ايران کې د استوګنې قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو درېـيو کلونو کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو لپاره ۷۰۰ مېليونه ډالر مصرف شوي دي.ښاغلي بلخي په کور دننه د بې ځايه شوو کورنيو په اړه وويل، چې په تېرو درېـيو کلونو کې يو مېليون او ۵۰۰ زره افغانان له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي دي.د هغه پر وينا تېر کال دغه وزارت وکولى شول، چې ۵۰۰ زره بې ځايه شوي بېرته خپلو مېنو ته وګرځوي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha