صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د مرستو لپاره د (( سکوپ )) نوى سيستم پرانيست

د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د مرستو لپاره د (( سکوپ )) نوى سيستم پرانيست

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د مرستو لپاره د (( سکوپ )) نوى سيستم پرانيست

د افغانستان د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو وزارت د خوړو د نړيوال سازمان په مرسته، په روان ژمي کې د سکوپ يا «w,F P» د استفاده کوونکو د مديريت او پېژندنې د ډيجټلي سيستم له لارې، بې ځايه شويو او راستنو شويو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل کړه.

د افغانستان د کډوالو چارو وزير د سکوپ د استفاده کوونکو د مديريت او پېژندنې د ډيجټلي سيستم له لارې پر مستحقينو د مرستو وېشل ښه اقدام ګڼي او وايي، په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو کلونو د هېواد ۹ ميليونه مصيبت ځپلي په دغه سيستم کې ثبت شي. سيد حسين عالمي بلخي پرون په کابل کې د سکوپ سيستم له لارې د مرستو وېشلو په مراسمو کې وويل: د خوړو د نړيوال سازمان په مرسته پر ۹۶۰۰ مستحقو کورنيو ژمنۍ مرستې وېشل کېږي. ښاغلي بلخي زياته کړه: (( ځينې مستحقې کورنۍ له څو موسسو مرستې ترلاسه کوي، خو ځينې بيا له يوې موسسې هم مرسته نه شي ترلاسه کولى، د دې لپاره چې دغه مرستې په عادلانه او شفافه توګه پر اړو او مستحقو کورنيو ووېشل شي، د کډوالو چارو وزارت له « w,F P » سره هوکړه کړې چې دغه پروګرام د سکوپ سيستم له لارې تنظيم شي.)) د کډوالو چارو وزارت وايي: په پام کې ده د ۲۰۱۸ ميلادي کال د جون ترمياشتېدوه ميليونه مصيبت ځپلي په دغه سيستم کې شامل او کارتونه ورکړل شي. ښاغلى بلخي وايي، په مجموع کې د دغه سيستم له لارې د کابل، ننګرهار او کندهار ولايتونو پر ۱۱ زرو مصيبت ځپلو کورنيو د ژمنيو مرستو وېشل په پام کې نيول شوي دي. د کډوالو چارو وزارت مسوولين وايي: د سکوپ سيستم به د ارزونې لړۍ محدوده او مستحقې کورنۍ به د کارت په ذريعه وتوانېږي چې له مرستندويو موسسو مرستې ترلاسه کړي. د کابل والي محمد يعقوب حيدري د سکوپ سيستم له لارې بې ځايه شويو او اړو کورنيو ته د مرستو رسولو لړۍ ګټوره بولي او ټينګارکوي چې دغه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په ورته وخت کې په کابل کې د « w,F P » د موسسې استازي مک لورينتزين په دغه غونډه کې وويل، سکوپ د مستحقو د پېژندنې او پر دوى د مرستو د وېش عادلانه سيستم دى. بل خوا د کډوالو د راستنولو چارو وزير د کډوالو د بيا مېشت کېدو او د دوى د بې کارۍ د ختمولو لپاره، د يو لړ هلو ځلو خبرې هم کوي. د ده په خبره، د بې ځايه شويو او راستنېدونکو لپاره په راتلونکي کال کې ۴۳۰ ميليونه ډالره بودجه په پام کې نيول شوې چې د دوى ستونزې به پرې په خپل وخت هوارې شي. 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha