صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جهادي او سىاسي مشرانو د بىت المقدس په اړه د افغان حکومت له درىځه ملاتړ وکړ

جهادي او سىاسي مشرانو د بىت المقدس په اړه د افغان حکومت له درىځه ملاتړ وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جهادي او سىاسي مشرانو د بىت المقدس په اړه د افغان حکومت له درىځه  ملاتړ وکړ

له سىاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره د مشورتي غنډو په لړ کې، د مهمو ملي او نړيوالو مساىلو په اړه وړم ماښام په ارګ کې غونډه وشوه.

په دې غونډه کې چې ىو شمېر سىاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو حضور درلود، جمهور رييس غني د ګډون کوونکو له حضور څخه په مننې هغوى ته ښه راغلاست وواىه او د حکومت له درىځ څخه د ملاتړ د اعلان او په مهمو ملي او نړيوالو مساىلو کې د غږ لوړولو په خاطر له هغوى څخه مننه وکړه.وروسته سىاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو خبرې وکړې او د دې ترڅنګ يې د دغه راز غونډو جوړول ىې ګټور وبلل، د بىت المقدس د په رسىمت پېژندلو او دې ښار ته د امرىکا متحدو اىالتونو د سفارت د انتقال  په اړه ىې د افغانستان حکومت د واضح او پر وخت درىځ نىولو هرکلى وکړ، وې وىل: د ملي ىووالي حکومت درىځ د افغانستان د خلکو او اسلامي نړۍ د لىدلوري انعکاس کوونکى دى.هغوى څرګنده کړه:دا چې د افغانستان حکومت په ملي او نړيواله کچه د مسلمانانو د حقونو د ملاتړ په موخه د ملي او اسلامي وجىبې په توګه خپلو کوښښونو ته ادامه ورکوي او د افغانستان د خلکو ښه استازىتوب کوي، قدرداني ىې کوو. د ملي ىووالي حکومت اجرائىه ريىس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې اړه ووىل: د ملګرو  ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د ټولو نړيوالو بنسټونو په غونډو کې د افغانستان حکومت درىځ په دې اړه واضح دى او موږ د خپلو خلکو لىدلوري ته انعکاس ورکوو.جمهور ريىس غني د دې غونډې په پاى کې ىو ځل بىا د سىاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو له ګډون څخه د مننې په څرګندولو ووىل: نن د نړۍ مسلمانانو ته سخته ورځ ده او موږ باىد د دې هېواد د مسوولىنو او رهبرانو په توګه له پوره تدبىر څخه کار واخلو او پرې نږدو چې د افغانستان دښمنان له دې وضعىت څخه ناوړه ګټه واخلي.جمهور ريىس غني ووىل: زموږ د خلکو ترمنځ پوره سىاسي او اجتماعي اجماع وجود لري او حکومت په ټولو نړيوالو غونډو کې د افغانستان د خلکو د ملي او اسلامي هوىت استازىتوب او دفاع کوي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha