صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د جمهوررييس غني وروستي سفرونه له سترو لاسته راوړنو ډك وو

د جمهوررييس غني وروستي سفرونه له سترو لاسته راوړنو ډك وو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهوررييس غني وروستي سفرونه له سترو لاسته راوړنو ډك وو

د افغانستان د اسلامي جمهورريت جمهوررييس محمداشرف غني وړم ماښام د ملي شورا (د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رييسانو)، اداري پلاوي او غړو سره په ارګ کې وکتل او د وروستيو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل.د هېواد جمهوررييس د ملي شورا غړو ته د ښه راغلاست پرمهال، د ملي شورا له استازو څخه د ملي ګټو او ملي يووالي د پياوړتيا او ارزښت ورکولو له امله مننه کړه.

هغه زياته کړه، ۴۰ کاله وروسته نړيوال چاپېريال بدلون کړى او زموږ د خلکو غوښتنې چې زياتې قربانۍ يې ورکړې ، د عملي کېدو په حال کې دي او اوس واحد اقدام پکار دى، چې خپلو موخو ته ورسېږو.جمهوررييس وويل: زموږ تر ټولو ستر دښمن بې وزلي او بې اتفاقي ده، هغه هيله څرګنده کړه چې  په ګډو هڅو دې داسې فضا رامنځته شي چې د اجماع له لارې د هېواد اقتصاد وده وکړي او بې وزلي په اساسي ډول راکمه شي.جمهوررييس غني زياته کړه:فرصتونه رامنځته شوي چې موږ به د خوندېتوب لور ته سوق کړي او دا ټول زموږ دملت او امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو له برکته دي. هغه په لا زيات پېوستون کې  د ملي شورا رول اساسي وباله.  د هېواد جمهوررييس د درى ګونو قواوو ترمنځ د همکارۍ د ارادې پياوړتيا او اعتماد مهم وباله او له ملي شورا څخه يې د تقنيني بهير د چټکتيا له امله مننه وکړه وې ويل: ځينې قوانين د نشر لپاره عدليې وزارت ته استول شوي او ځينې نور قوانين به هم توشېح شي.جمهوررييس هغوى ته په خطاب کې وويل: د قانون له اساساتو پرته به په جوړښت کې اصلاحات سخت وي، تاسې ته ثابته شوې چې زه د قانون پلوى يم او د قانون په اساس چلند کوم.جمهوررييس محمداشرف غني د امريکا متحدو ايالتونو، هند، متحدو عربي اماراتو او اذربايجان ته د خپلو وروستيو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او د دغو سفرونو لاسته راوړنې يې له هغوى سره شريکې کړې.هغه زياته کړه، د دغو سفرونو په لړ کې مو د کمانډو ځواکونو او هوايي ځواک د پياوړتيا، اقتصادي، ترانزيټي او سواګريزو همکاريو په اړه د يادو هېوادونو مقاماتو سره خبرې کړې او دغه راز د اذربايجان په سفر کې د ګډو همکاريو توافقتنامې هم لاسليک شوې.جمهوررييس څرګنده کړه، د لومړي ځل لپاره د اقتصادي مسايلو په اړه ځانګړي ټيم جوړېږي چې د بازار موندنې، کرنيزې پراختيا او مختلفو ابعادو په خاطر به سترې اقتصادي طرحې ترتيب او تنظيم کړي. هغه زياته کړه،  بهرنۍ پانګونه به بيمه او خپلو کورنيو پانګونو ته به  پام وړ انکشاف ورکړو.جمهوررييس هند د افغانستان ښه همکار وباله او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د زېربنايي پروژو په تطبيق کې يې د دغه هېواد د مرستو او همکاريو قدرداني وکړه او دغه راز يې د دواړو دولتونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.جمهوررييس غني په ټينګار سره وويل، موږ له هېڅ هېواد سره هېڅ پټه معامله نه لرو او هېڅ هېواد ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې د ګاونډيانو پر ضد استفاده وکړي، موږ شريکې ګټې لرو او هڅه کوو چې د هند اقتصادي اړيکو څخه د افغانستان د اقتصادي انکشاف په ګټه استفاده وکړو.جمهوررييس  وويل، عربي متحد امارات د لومړي عربي هېواد په توګه زموږ له هوايي قواوو سره مرستې ته چمتو دى او د افغانستان د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر به دغه هېواد له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.هغه زياته کړه: متحد عربي امارات به ډېر ژر  له افغانستان سره د مرستې  په اړه د ستر کنفرانس کوربه شي او موږ په ګډه د چمتووالي لپاره کار کوو. جمهوررييس زياته کړه د څلورو محورونو له مخې د اماراتو انکشافي صندوق له لارې د افغانستان د پروژو د ملاتړ، د پانګونې، بازارموندنې او کارموندنې په اړه به بحث وشي.جمهوررييس محمداشرف غني وويل، د اذربايجان په سفر کې د لاجوردو لارې پر پرانېستلو له هغه هېواد سره تفصيلي بحث وشو او د راتلونکو دوو کلونو په لړ کې به باکو د افغانستان د صادراتو د ستر مرکز په توګه لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.جمهوررييس غني وويل: سترې ترانزيټي پروژې د بشپړېدو په حال کې دي، هغه د ترکمنستان-تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ کار د بشپړېدو په اړه وويل او هغه يې د مرکزي آسيا او قفقاز هېوادونو ته د رسېدو په خاطر د پانګونې په برخه کې مهمه وبلله.جمهوررييس د ټاپي پروژې ارزښت ته په اشارې وويل: تر راتلونکو درى مياشتو پورې دا پروژه د افغانستان خاورې ته را رسېږي او په دې اړه د منفي ليدلورو برخلاف به پرانيستل شي. هغه د ولس په ځانګړي ډول د ټاپي مسير ولايتونو له استازو څخه وغوښتل چې د يادې پروژې د امنيت د تامين په برخه کې همکاري وکړي او د ګاز د انتقال طرحه دې له حکومت سره شريکه کړي.جمهور رييس غني څرګنده کړه، د عمده ملي مسايلو په اړه بايد ګډې غونډې وشي او د ستونزو حل ته د مناسبو لارو د لټولو برخه کې يې د ملي شورا ونډه ارزښتناکه وبلله.د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي د خبرو پرمهال د هېواد جمهور رييس څخه د عمده او ملي مسايلو په اړه د مشورو له امله مننه وکړه او دغسې غونډې يې د حکومت او ملي شورا تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره موثرې وبللې. هغه له حکومت څخه د نوماند وزيرانو د ورپېژندلو، د کابينې د بشپړېدو او د قوانينو د توشيح له امله مننه وکړه.د ولسي جرګې رييس د ملي ګټو ارزښت ته په اشارې وويل: ملي ګټې په ټولو هېوادونو کې اصل ګڼل کېږي او د باثباته او سوکاله افغانستان لپاره  د خلکو او نړيوالې ټولنې همکاريو ته اړتيا ده. هغه وويل: د ملي ګټو دفاع زموږ ټولومسووليت دى. نور خپل ځان ته برائت نشي ورکولى، دا يوازې د حکومت مسووليت نه دى، بلکې د ګډې همکارۍ له لارې د موجود نظام ملاتړ کولاى شو، ځکه ملي ګټې د افغانستان د ملت دي.ښاغلي ابراهيمي د جمهور رييس غني بهرني سفرونه د هېواد د ملي ګټو پر مبنا ارزښتناک او د سيمې او نړۍ په کچه د افغانستان د ګټو ممثل وبلل. هغه زياته کړه، د دغو سفرونو مثبتې پايلې ټول ملت په ښه توګه درک کړې او ملاتړ يې کوي.نوموړي وويل: لکه څنګه چې جمهور رييس په مينه او لېوالتيا د افغانستان د اقتصادي وضعيت د ښه والي او خودکفايي لپاره کوښښ کوي. موږ هم د ملت د استازو په توګه د حکومت ترڅنګ يوو او د زيربنايي او بنيادي برنامو ملاتړ کوو.د ولسي جرګې رييس څرګنده کړه، ملي شورا په بېلابېلو برخو کې د حکومت د برنامو د ملاتړ لپاره د همکارۍ په طرحه کار کوي او له حکومت سره به يې شريکه کړي. د ولسي جرګې رييس د حکومت پر مبصرينو په نيوکه وويل، له طرحې پرته پر دولت د نيوکې پرځاى غوره ده چې په موثرو طرحو کار وکړي او له حکومت سره يې شريکې کړي.د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له جمهور رييس څخه له بلنې او د ملي شورا استازو سره د مشورې مننه او قدرداني وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې ملي شورا په پوره همغږۍ کار کوي او نظريات يې له حکومت سره شريکوي.د مشرانو جرګې رييس د خلکو يووالي او پيوستون ته په اشارې وويل: زموږ خير زموږ په يووالي او ورورۍ کې دى او موږ به د نظام په ملاتړ کې د حکومت تر څنګ يوو او د رغنده برنامو ملاتړ يې کوو.نوموړي په ټينګار وويل: افغانستان زياتې ستونزې لري او موږ مسوول يوو چې د ملي ګټو او د هېواد د ثبات په اساس د خپل نظام  هر اړخيز ملاتړ وکړو، ځکه د نظام کمزوري د هيچا په ګټه نه ده. مسلميار زياته کړه، موږ د حکومت د څارنې تر څنګ لا زياتې پياوړتياته متعهد يوو.د مشرانو جرګې رييس د جمهور رييس غني بهرني سفرونه د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګټور وبلل او دسيمې په کچه يې د هغو پايلې د زيربناو د پياوړتيا، اقتصادي ، ترانزيتي او سوداګريزې ودې لپاره بې ساري وبللې.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha