صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د سړک جوړولو، لوژستيکي موادو او بېلابېلو تجهيزاتو په ګډون د ۴،۲ ميليارده افغانيو په ارزښت د۱۰ نويو پروژو د قرارداد د ورکړې غوښتنه تائيد شوه چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

·د کندهار سپين بولدک د سړک د لومړۍ برخې جوړولو قرارداد ورکړه؛

·له زرغون ښار څخه د پکتيکا ولايت وازه خواه پورې د سړک د اول لاټ د دويمې برخې جوړولو د قرارداد ورکړه ؛

·دکابل ښاروالۍ د اړتيا وړ پنځه قلمه ساختماني موادو د تهيه او تدارک قرارداد ورکړه؛

·د ننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ له نواباد څخه تر سنګر سراى پورې د سړک د لومړۍ او دويمې برخې جوړولو قرارداد ورکړه؛

·د کندهار د برېښنا رياست لپاره د جنراتورونو د اړتيا وړ ۶۸ قلمه پرزه جاتود قرارداد ورکړه؛

·د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ لپاره د ۸۶ قلمه برقي تجهيزاتو د تدارک قرارداد ورکړه؛

·د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د قطعاتو او جزوتامونو د ۷قلمه لوژيستيکي عينياتو د قرارداد ورکړه؛

·د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو د جزوتامونو د درې قلمه مفروشاتي اجناسو د قرارداد ورکړه؛

·د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي جزوتامونو د اړتيا وړ کرېډيټ کارتونو الکترونيکي انتقال د قرارداد ورکړه؛

·د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ سيلاب او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو د قطعاتو او خاص مرکزي جزوتامونو د ۴۳ قلمه مفروشاتي موادو قرارداد ورکړه.

د يادو پروژو دقرارداد د ورکړې پر تائيد سربېره  د سروبي د (( لته بند)) سړک د جوړولو، د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د جمال اغه بولغين او پته دره د سړک جوړولو، د سمنګان ولايت د ايبک ښار د سړکونو د جوړولو د پروژو تعديل او د بيې له لوړېدو پرته د شپږو مياشتو لپاره  د قيصار ــ لامان حلقوي سړک د مشورتي او مراقبتي پروژې د مودې تمديد او د عامه ساتنې معيينيت او امنيتي تصدۍ د اعاشوي موادو قرارداد هم تصويب شو. ملي تدارکاتو کمېسيون د غونډې په اجنډا کې شاملې ځينې پروژې او وړانديزونه د هېواد د تدارکاتو د نافذه  طرزالعمل او د قانون د حکمونو د لارښوونې په اساس د معيارونو د نه بشپړولو له امله تائيد نه کړل او د معيارونو د بشپړولو  او ملاحظاتو د رفع کولو په موخه  بېرته ور وګرځول شول.  همدارازدملي تدارکاتو کمېسيون رييس او غړو د ملي پروژو په موثر تطبيق کې د خلکو او ټولنيزو سازمانونو پر څارونکي رول ټينګار وکړ. په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسيون پر رييس او غړو سربېره د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون په ګډون ملي او بين المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسيون، له اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، سيګار،  د غوڅ ملاتړ سيستيکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha