صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د مخدرو موادو د توليد مرکزونه له منځه ځي

د مخدرو موادو د توليد مرکزونه له منځه ځي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخدرو موادو د توليد مرکزونه له منځه ځي

افغان حکومت وايي، د قاطع ملاتړ ماموريت به ملتيا يې د لومړي ځل لپاره په افغانستان په د مخدرو موادو د توليد مرکزونو د له منځه وړلو عمليات پيل کړي دي.

 له ارګه په يو خپور شوي بيان کې راغلي، چې دغه عمليات وړمه شپه د افغانستان له جنوبي ولايت هلمند څخه پيل شوي، چې په ترڅ کې يې د هېروئينو د توليد اته عمده مرکزونه په نښه او له منځه تللي دي. په دغو عملياتو کې زيات پام د هلمند په سنګين، موسى کلا، کجکي او نوزاد ولسواليو کې د مخدراتو د توليد مرکزونو له منځه وړلو ته اړول شوى دى. په بيان کې راغلي : (( د افغانستان حکومت په ډاګه کوي، چې اوسنۍ جګړه د نېشه يي توکوجنګ او د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو د تمويل اساسي سرچينه بلل کېږي او ترورېستان له دې څخه په استفادې فعاليت کوي، خو د نېشه يي توکو د نابودۍ کمپاين د افغانستان حکومت له ستراتيژيکو اهدافو څخه دى. )) افغان حکومت ټينګار کړى، چې د مخدره موادو د پروسس سرچينو په نښه کولو لپاره جدي تصميم او تدابير نيول شوي، چې په افغانستان کې د مخدراتو د پروسس او سوداګرۍ ټول مرکزونه او سرچينې له منځه يوړل شي. افغان حکومت مخدر مواد د جګړې او ترورېزم د تمويل له عمده سرچينو څخه بللي او ټينګار يې کړى، چې په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د مخدراتو توليد، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتيا لري. دغه راز د ارګ په بيان کې ويل شوي، چې مخدرو موادو په مېليونونه انسانان زيانمن کړي او زيات شمېر کورنۍ او افغان ځوانان د دغې پديدې له امله د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha