صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس غني د هېواد د ځوانو مخترعانو کار او هڅې وستاىلې

جمهور رييس غني د هېواد د ځوانو مخترعانو کار او هڅې وستاىلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د هېواد د ځوانو مخترعانو کار او هڅې وستاىلې

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غني پرون سهار د ځوانو مخترعانو له ډلې سره وکتل.په دغې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه ، د هېواد لومړۍ مېرمنې هم حضور درلود، لومړى مخترع الهې د ىادې ډلې د موخو او فعالىتونو په اړه معلومات ورکړل وې وىل:

دا ډله د جوړېدو له وخته د خلاقو ځوانانو د دفاع او ملاتړ، د تعلىمي فرصتونو د رامنځته کولو او د ځوانانو لپاره د کنفرانسونو، ورکشاپونو او نندارتونونو د جوړولو په برخو کې فعالىت کوي.دې زىاته کړه: موږ هڅه کړې په روان کال کې د نوښت د پېر لوى جشن جوړ کړو او دغه راز د ۱۳۹۶ کال د غوره ځوانانو رول په نوم پروګرام هم تر کار لاندې دى.آغلې الهې له جمهوررييس څخه وغوښتل چې حکومت دې ځوانو مخترعانو ته د اکاډمىک مرکز په جوړولو کې همکاري وکړي.وروسته عبدالخالق مىرزاىي وويل: (( زموږ موخه د هېواد د مخترعانو لپاره د واحد چتر جوړول دي. ده له جمهوررييس څخه وغوښتل چې دمخترعانو مالي ملاتړ وشي او حکومت دې هغوى ته د لوړو زده کړو د زمىنې په  برابرولو کې همکاري وکړي او د ځوانانو اختراع ګانې دې تجارتي شي.په دې کتنه کې د ځوانو مخترعىنو د فعالىتونو تصوىري کلىپ هم نندارې ته وړاندې شو. د هېواد جمهوررييس د دوى د خبرو له اورېدو وروسته وويل:موږ به له د تحصىل په برخه کې ستاسو لازم ملاتړ وکړو او ستاسې د اختراع ګانو د تجارتي کولو په اړه به له خصوصي سکتور سره خبرې وشي.جمهوررييس وويل:د ځوانو مخترعانو له ډلې ىو تن کولاى شي د بشري قوادعالي شورا په غونډو کې ګډون وکړي.د هېواد جمهوررييس د ځوانو مخترعانو د کار او هڅو د ستاىنې ترڅنګ وويل:حکومت په کابل  کې ستاسې د اختراع ګانو د نندارتون په جوړولوکې همکاري کوي او په کابل پوهنتون ىا پولىتخنىک پوهنتونکې به اکاډمىک مرکز جوړ شي، چې له ځوانو متشبثىنو سره ګډ کار وکړئ.د دې کتنې په پاى کې مخترعا نو د افغانستان د اسلامي جمهوررىت د جمهوررييس د نقاشي شوى تصوىر تابلو، جمهوررييس غني ته ډالۍ کړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha