صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس غني د زابل د مشرانو سوله ييزې هڅې وستايلې

جمهور رييس غني د زابل د مشرانو سوله ييزې هڅې وستايلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د زابل د مشرانو سوله ييزې هڅې وستايلې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون سهار د زابل ولايت له هغو مشرانو او استازو سره چې د سولې په برخه کې له ځانګړې لاسته راوړنې او پيغام سره راغلي وو، وکتل.په پيل کې د زابل ولايت د جرګې رييس حاجي ملاخېل له خاک افغان ولسوالۍ څخه د وسله والو او داعشيانواېستلو ته په اشارې وويل،

 موږ غواړو چې دغه لړۍ ټول زابل او افغانستان ته وغځوو. هغه زياته کړه، زابليان ژمن دي او که ملاتړ يې وشي، نو د سولې دغه هڅې به ټول زابل او افغانستان ته پراخه کړي.نوموړي څرګنده کړه: د زابل د مشرانو د هڅو له برکته په خاک افغان ولسوالۍ کې د ناامنۍ ستونزه نشته، ډاکټران او واکسيناتوران له کوم تهديداو خطر پرته خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.ښاغلي ملاخېل جمهور رييس ته په خطاب کې وويل، موږ پوهېږو چې د اداري فساد، ناامنيو او د ګاونډيانو د مداخلې په ګډون تاسو ته ډېرې ستونزې په ميراث درپاتې دې، مګر تاسو په ډېره ښه توګه مديريت کړې او په دې برخه کې ستاسو هڅې، اقدامات او لاسته راوړنې د قدر وړ دي. ورپسې د زابل ولايت د قومونو مشر ښاغلي عبدالولي خبرې وكړې. جمهور رييس غني وويل، موږ غواړو د زابل د مشرانو سوله ييز اقدام او پيغام ټول افغانستان ته ورسېږي او هغوي ته په ډاګه شي، کوم کار چې  ولسونه او مشران کولي شي، هغه  موثر او عملي دي. هغه زياته کړه، ستاسو دغه سوله ييز پيغام او هڅې به ټول زابل او افغانستان ته ورسېږي.د هېواد جمهور رييس د ازادۍ په برخه کې د ميرويس نيکه او د هېواد د وحدت په برخه کې د احمدشاه بابا تدبير ته په اشارې وويل، دا دواړه تدبيره بايد سره يو ځاي او سوله د ولس په غږ او اساسي پيغام بدله کړو. هغه د زابل مشرانو ته په خطاب کې وويل: تاسو په عظيم قوت او اتفاق راغلي ياست او موږ مو هرکلي کوو. جمهور رييس وويل: له پاکستان سره بايد سولې ته ورسېږو او د دې لپاره مو کافي او لازم اقدامات کړي دي. موږ د پاکستان بربادي نه غواړو، خو نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې له موږ سره بد وکړي.غه زياته کړه: د دې لپاره وحدت په کار دي او په دې وخت کې دا خبرې کول چې زموږ لاره واضح نه ده، ناروا دي. جمهور رييس غني وويل: د اساسي قانون د حکم مطابق افغانان څوک له افغانيت نه شي اېستلي او نه هم د افغانيت حق ورڅخه اخيستلي شي، د دې لپاره يو غږ او يوه اراده پکار ده. هغه زياته کړه، افغانستان بايد هوسا شي، پخوا به يې د تورخم او بولدک لارو په بندولو پر موږ فشار راوړ، مګر اوس د دغو لارو بندول کوم اغېز او نتيجه نه لري.  محمد اشرف غني وويل:د زابل د کاريزونو اساسي ارزونه شوې، راتلونکي کال به زابليانو ته د حج لپاره ځانګړي سهم ورکړل شي، د کوچيانو ژوند او د څړځايونو خونديتوب ته به پام وشي. ستاسو د غوښتنې په اساس په محلي اداره کې د بدلون حکم لاسليک شوي او برېښنا هم له غزني څخه د زابل په لور غځېدونکې ده. هغه څرګنده کړه، د ميرويس نيکه کلا بايد ملي موزيم شي او په دې اړه مې لارښوونه کړې ده. جمهور رييس غني د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رييس عبدالمتين بېګ ته لارښوونه وکړه، چې ولسي تړون پروګرام کې د زابل ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه له مسوولينو سره وغږېږي او په ټينګار يې وويل: داسې ولسوالان دې تعين شي چې د ولس غوښتنې او ژبه درک او له دوي سره ګډ کار وکړاي شي.جمهور رييس وويل: د زابل علماو سره په کتنه کې به د دوي اساسي ستونزې حل کړي او همدارنګه يې پوهنې وزارت کې راغلي بدلون ته په اشارې وويل: په نږدې راتلونکي کې به په ياد وزارت کې اساسي اصلاحات او بدلونونه راشي. هغه زياته کړه: له دې وروسته پوهنې وزارت د ښوونکو او د پوهنې د رييسانو د تغير او تبديل صلاحيت نه لري، بلکې د شفافيت د تامين او د مستحقو کسانو د استخدام په خاطر دغه چارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له لارې ترسره کېږي. د هېواد جمهور رييس په پای کې يو ځل بيا د زابل د مشرانو سوله ييزې هڅې وستايلې او وې ويل: په دې برخه کې ستاسو لا ډېره مرسته غواړو. هغه زياته کړه: سوله زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده او د دغې غوښتنې له پوره کولو کې د ولس، قومي مشرانو او ديني علماو رول مهم او حياتي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha