صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د پوهنې وزارت بنىادي اصلاحاتو ته اړتىا لري

د پوهنې وزارت بنىادي اصلاحاتو ته اړتىا لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پوهنې وزارت بنىادي اصلاحاتو ته اړتىا لري

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د بشري قوا عالي شورا غونډه د پنجشنبې په مازدىګر په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست او د عمومي زده کړو معىين ډاکتر محمد ابراهىم شىنواري د پوهنې وزارت د اساسي دندو او حماىتونو په اړه د دې وزارت پېشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي د باکىفىته تعلىمي خدمتونو د اساسي عناصرو، د تعلىمي خدمتونو د پړاوونو او وړاندې کولو د لارو، د زده کړې د نتىجې او مسلکي پرمختګ، د پوهنې وزارت د رهبرۍ او ولاىتي سطحو د دندو، د ولاىتونو، ولسواليو او ښوونځىو په کچه د اصلي کاري محورونو او د صلاحىتونو د تفکىک په اړه معلومات ورکړل.دغه راز ډاکټر محمدابراهىم شىنواري د بشري سرچينو د انکشاف، د ښوونځىو د جوړولو، تهىه او تدارکاتو، د معلوماتي او ارتباطي تکنالوژۍ د زېربنا و د جوړولو، مالي مدىرىت، معاشاتو، خدمتونو او امنىت، املاکو، د معلمۍ له خدمت څخه  د مخه روزنې، د پوهنې ادارې د معلوماتي سىستم، د ښوونځىو د زده کوونکو لپاره دروغتىاىي خدمتونو، د درسي کتابونو دچاپ او د برنامو د  څارنې او ارزونې په اړه تفصىلي خبرې وکړې او د دې طرحې د بېلابېلو اړخونو د ارزونې په موخه ىې د مسلکي ټىم د ټاکلو په اړه خپل وړانديزونه جمهوررييس ته وړاندې کړل.وروسته عبدالطىف روشان، عبدالسلام رحىمي، رحىل فرملي، اصىلا وردګ، عبدالمتىن بىګ، محمد محق، اسدالله غضنفر، حبىبي، مېرمن سرابي، عثماني او احمد جاوىد رسولي د تکنالوژۍ له لارې د څارنې، د پوهنې د کىفىت د لوړولو، له پوهنې وزارت څخه د چارو د تمرکز کمولو، په استخدام کې د روڼتىا، د پوهنې او لوړو زده کړو د نصاب ترمنځ د منطقي اړىکو او د فارغانو د اسنادو د جعل د مخنىوي په اړه خپل نظرىات او وړانديزونه په مفصل ډول غونډې ته وړاندې کړل.وروسته جمهوررييس غني له ډاکټرمحمد ابراهىم شىنواري څخه د ىادې طرحې له امله مننه وکړه وې وىل: د پوهنې وزارت  هراړخىزه او بنىادي اصلاحاتو ته اړتىا لري او د بشري قوا عالي شورا په ډېرو غونډو کې به زىات بحثونه ورباندې وشي.جمهوررييس څرګنده کړه: د پوهنې وزارت د کار اساس باىد پر باکفىته او عامه زده کړو وي. هغه زىاته کړه:  تعلىمي نصاب هراړخيزې بىاکتنې ته اړتىا لري او متخصص ټىمونه دې پرې کار وکړي، دغه راز دې په دې اړه د مدني بنسټونو لىدلورى هم واخىستل شي.. جمهوررييس ووىل: د ولاىتونو د پوهنې رىاستونه دې غىرسىاسي او دپوهنې په خدمت کې وي او سىمه ىىز مسوولىن باىد د پوهنې په چارو کې مداخله ونه کړي.د افغانستان د اسلامي جمهوررىت جمهوررييس د خپلو خبرو په پاى کې ټىنګار وکړ چې د تعلىمي نصاب د بډاىنې په برخه کې دې  د ښځو لىدلورى هم واخىستل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha