صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د عامه ساختماني پروژو د کيفيت پر لوړولو او معياري کولو ټينګار وشو

د عامه ساختماني پروژو د کيفيت پر لوړولو او معياري کولو ټينګار وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عامه ساختماني پروژو د کيفيت پر لوړولو او معياري کولو ټينګار وشو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه وړم مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د عامه ساختماني پروژو د تخنيکي، تدارکاتي، څارنې او کنټرول برخو، د عامه ساختماني پروژو د مديريتي طرزالعمل او د عربي متحده اماراتو پروژې د اسعارو د توپير په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پيل کې د ښار جوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري د عامه ساختماني پروژو د تخنيکي،  تدارکاتي، څارنې او کنټرول د برخو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ويل: په تېرو درېيو کلونو کې د ښار جوړولو وزارت په بېلابېلو په ځانګړي ډول په يادو برخو کې بنيادي بدلونونه رامنځته شوي دي.وروسته د ښار جوړولو وزارت د پاليسۍ او پلان رييس همايون فيض د عامه ساختماني پروژو د تخنيکي مديريت په اړه له هغې ډلې د ۱۳۹۶ کال د انتقالي   پروژو د تطبيق، د عامه ساختمانونو د ملي برنامې د اساس ګذارۍ، د ساختماني پروژو د اصلاحاتو او سټنډرډ جوړولو، د عامه ساختماني پلان جوړونې، د نويو عامه ساختماني  پروژو د تخنيکي مطالعاتو د سروې، په راتلونکي کال کې د نويو ساختماني پروژو د ډيزاين او پروسې د طرحې او  خصوصي سکتور سره د کار کولو د طرحې او ډيزاين په برخه کې غونډې ته معلومات ورکړل.وروسته د ښار جوړولو وزارت د تدارکاتو کارپوه شهريار فهيم د عامه ساختماني پروژو د څارنې او کيفيت کنټرول له هغې ډلې د ۱۳۹۶ مالي کال د لاسته راوړنو، د راتلونکي کال پروسو، د معيارونو او ارزونې د تعيينولو، د تدارکاتي مديريت د معلوماتو سيستم او قراردادونو د اسانتياوو په اړه مفصل معلومات ورکړل.د ښار جوړولو وزارت د څارنې او مراقبت رييس سيدنسيم خليق د عامه ساختماني پروژو د څارنې او کيفيت کنترول په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ويل، د دې برخې موخه د ودانيو د جوړولو کيفيت لوړول، د چارو ښه والى، په پروژو کې د وروسته والي مخنيوى، په دوامداره توګه د پروژې کيفيت او د کاري بهير څارنه او مراقبت، دپروژې ستونزو ته پر وخت رسيدګي او د ساختماني پروژو سالم، تخصصي، چټک او الکترونيکي مديريت دى.په زېربنايي چارو کې د جمهوررييس سترسلاکار ډاکټر محمدهمايون قيومي، د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، د ملي تدارکاتو رييس الهام عمر هوتکي، د جمهوررييس سترې سلاکارې شهرزاد اکبر، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالطيف روښان، د ماليې وزارت معيين خالد پاينده، د مرکزي احصائيې ادارې لوى رييس احمدجاويد رسولي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معيين مسجدي، د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبيب زي، د اوبو رسولو شرکت لوى رييس انجنير يلاني، جامي زاده، کاکړ، او شېرباز کمين زاده له داخلي توليداتو څخه د استفادې، ساختماني پروژو، حفظ و مراقبت، فاضلاب شبکې، انټرنيټي شبکې او په يادو پروژو کې د ښځو د ونډې په اړه تفصيلي خبرې وکړې.وروسته جمهوررييس غني د يادې برنامې د وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ وويل: په ښار جوړولو وزارت کې ښه تغيير رامنځ ته شوى او هغه همکاران ،چې د دې پلان په جوړولو کې يې ونډه اخيستې، تقدير دې شي.جمهوررييس د ساختمان په برخه کې پر سيستم جوړولو ټينګار وکړ وې ويل: د ډيزاين ظرفيت دې لوړ شي او د ښار جوړولو وزارت دې د يو موډل په برخه کې پايلې ته ورسېږي ،چې د کوم هېواد تجربې په دې برخه کې موثرې دي، ترڅو له دې موډل څخه استفاده وشي.د هېواد جمهوررييس په ساختماني چارو کې پر معياري کولو ټينګار وکړ وې ويل: خصوصي شرکتونه دې په دې برخه کې د پانګونې لپاره معياري توب چمتو او د خپل ګډون لپاره دې واضح طرحې وړاندې کړي.هغه وويل: تدارکات دې د اقليمي شرايطو متناسب وي او د عمده ساختماني اقلامو په برابرولو کې دې انسجام رامنځ ته شي، ترڅو وتوانېږو مواد په سم ډول برابر کړو.محمداشرف غني څرګنده کړه: د ادارو تشکيل بايد انعطاف پذيره وي. هغه پر ظرفيت جوړونې ټينګار وکړ وې ويل: بايد د لوړو او تخنيکي زده کړو د سويې پر لوړولو کار وشي، ترڅو په ساختماني برخو کې زموږ کدرونه ښه وروزل شي.وروسته د ښار جوړولو وزارت د څارنې او مراقبت رييس سيدنسيم خليق د عامه ساختماني پروژو مديريتي طرزالعمل چې په څلورو څپرکو او ديارلسو مادو کې ترتيب شوي وو، غونډې ته وړاندې کړ.د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته ياد طرزالعمل تصويب کړ.د غونډې په پاى کې د کابل په خواجه رواش کې د متحده عربي اماراتو د استوګنې کومکي پروژې اپارتمانونو د وېش د اسعارو د توپير موضوع د ښار جوړولو وزارت د پاليسۍ او پلان رييس همايون فيض غونډې ته وړاندې کړه.غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د يادې پروژې د اپارتمانونو د قسطونو ورکړه دې په افغانۍ پولي واحد ترسره شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha