صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ډېر ژربه په شمالي ولايتونو كې امنيتي وضعيت بدلون ومومي

ډېر ژربه په شمالي ولايتونو كې امنيتي وضعيت بدلون ومومي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډېر ژربه په شمالي ولايتونو كې امنيتي وضعيت بدلون ومومي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د ازبک او ترکمن قومونو له يو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.

په پيل کې د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي د نورو په استازيتوب  خبرې وکړې او يادو قومونو ته يې د جمهوررييس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه وې ويل: اوسنيو شرايطو ته په کتو له بحران څخه د خلاصون يواځينۍ لاره د ملي يووالي د حکومت د برنامو ملاتړ دى او موږ هم د هېواد د نورو قومونو په څېر د خپل حکومت ملاتړ کوو.وروسته د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي، د ترکتبارانو د پيوستون شورا رييس سيدنعمت الله سادات او عزيزالله ارال د خبرو پرمهال د ازبيک او ترکمن قومونو سيمه ييزې ستونزې چې د دواړو قومونو ګډې کمېټې ترتيب کړې وې، په ليکلي ډول مطرح کړې.دوى د امنيت د ټينګښت، د پوهنې او روغتيايې اسانتياوو د برابرولو، په شمالي ولايتونو کې د انکشافي پروژو د عادلانه تطبيق، عادلانه مشارکت او په دولتي ادارو کې د دې قومونو د کدرونو د جذبولو په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې له جمهور رييس سره شريکې کړې او همدارنګه يې د يادو قومونو ستونزو او غوښتنو ته د رسيدګۍ په موخه د شپږ کسېزې کمېټې د جوړېدو وړاندېز هم وکړ.جمهوررييس غني د غونډې د ګډونوالو د خبرو او وړانديزونو له اورېدو وروسته  وويل، موږ او تاسې ټول مشترکه لار لرو چې دا لاره د يوې ورځې يا څو کلونو نه، بلکې د افغانستان د ملي يووالي څو سوه کلنه لاره ده.د هېواد جمهور رييس څرګنده کړه: په دولتي ادارو کې د افرادو مقررۍ د وړتيا او پوهې پر اساس شوې او يوه څوکۍ هم د کوم ځانګړي قوم په انحصار کې نه ده.جمهوررييس غني وويل، د خم آب او قرقين ولسواليو ته د برېښنا رسول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي. ده زياته کړه په تېرو درېيو کلونو کې مو له مرکزي آسيا او په ځانګړي ډول د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره پياوړې اړيکې  ايجاد کړي او په راتلونکي کې به د لا ډېرو تحولاتو شاهدان و اوسو.جمهوررييس  د افغانستان د وروڼو قومونو د يووالي او پيوستون هرکلى وکړ وې ويل: زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تېر شوي او ډېر ژر به تاسې د هېواد په شمال کې د امنيتي وضعيت د تغيير او لا ښه والي شاهدان اوسئ.د دې کتنې په پاى کې جمهوررييس د ازبيک او ترکمن قومونو له مشرانو وغوښتل خپلې واضح طرحې چې د دوى د اړتياوو ځواب ويونکې وي وړاندې کړي. ده ستونزو ته د رسېدګۍ لپاره د کمېټې د جوړولو هرکلى وکړ وې ويل، له يادې کمېټې سره به مياشتنۍ غونډې ولري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha