صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د جمهور رييس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه وكړه

د جمهور رييس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د باريکآب دصنعتي او زراعتي پارک د نمرو د وېش د طرزالعمل، د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو، له ساختماني توکوڅخه د استفادې موافقه ليک او دغه راز د هرات ولايت د غوريانو ولسوالۍ د مالګې کان د بياځلي داوطلبۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.لومړي د باريکآب صنعتي او زراعتي پارک د نمرو د وېش طرزالعمل د پايتخت زون د انکشاف د خپلواکې ادارې يوه مسوول غونډې ته وړاندې کړ.نوموړي د ځمکې د وېش د مرحلو او شرايطو، حفظ و مراقبت او د پايتخت زون د انکشاف د ادارې د مکلفيتونو، په باريکآب صنعتي او زراعتي پارک کې د ځمکې او ادارو د ترلاسه کوونکو او دغه راز په ياد پارک کې د نمرو د وېش د سند او موافقتنامې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.اجرائيه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفى مستور، د ملي تدارکاتو د ادارې لوي رييس الهام عمر هوتکي، د افغانستان د برېښناشرکت رييس امان الله غالب، د ځمکو د خپلواکې ادارې لوى رييس جواد پيکار، د افغانستان بانک رييس خليل احمد صديقي، د ولسي جرګې استازي عبيدالله رامين او د صنعتکارانو د اتحاديې رييس شېرباز کمين زاده سوداګرو ته د ځمکې د وېش د پروسې د ساده کولو، د باريکآب د صنعتي پارک مديريت او د دې لپاره د برېښنا انرژۍ د تامين، په ياد پارک کې د کوچنيو متشبثينو لپاره د ځاى په نظر کې نيولو او له دې پارک څخه په موقع د استفادې په اړه مفصلې خبرې وکړې.وروسته جمهوررييس غني په دې اړه خبرې وکړې وې ويل، د صنعتي پارکونو مسووليت د سوداګرۍ په وزارت پورې اړه لري او دا وزارت بايد د صنعتي پارکونو لپاره پاليسي چمتو کړي، د ځمکو خپلواکه اداره او خصوصي سکتور دې په دې برخه کې د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت سره کار وکړي. ده وويل، د صنعتي پارکونو حقوقي مقام بايد تعريف شي، حقوقي ستونزې يې حل او د واکونو تفکيک يې بايد وشي.جمهوررييس څرګنده کړه، په دې طرزالعمل کې دې د انتقال د صلاحيت او څارنې مسئله د سوداګرۍ په وزارت کې ځاي کړاى شي او د خصوصي سکتور د معقول مديريت په اړه دې بحث وشي. ده د ځمکې د وېش د پړاوونو د بشپړولو پر ساده کولو ټينګار وکړ.په مالي او بانکدارۍ چاروکې دجمهوررييس سترسلاکار اجمل احمدي د خصوصي سکتور په اړه خبرې وکړې وې ويل، په هره غونډه کې د يوه سکتور ستونزې ارزول کېږي او روانه غونډه کې د کرنې د سکتور په اړه بحث کېږي.ده وويل، د هېواد ۶۰ سلنه وګړي د کرنې په سکتور کې فعاليت کوي او په اړوند وزارتونه بايد د کرنيزو محصولاتو واردات راکم کړي، ترڅو زموږ کروندګر له خپلو محصولاتو څخه زياته ګټه ترلاسه کړي.وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزارت استازي د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور ستونزې چې د کرنې سکتور د ودې لپاره د حمايوي پاليسۍ، د کرنيز بانک او پورونو، د اوبو د کموالي، د اصلاح شويو تخمونو، د ماشينرۍ، د سړو خونو، د لابراتوار، د بسته بندۍ د سيستم او د توليداتو لپاره د مارکېټ نشتوالى په کې شامل دي، غونډې ته وړاندې کړې.وروسته اجرائيه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله، د سوداګرۍ او صنايعو او د ماليې وزيرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، کمين زاده، ډاکټر نقيب الله فايق او قدرت الله ذکي په دې اړه خبرې وکړې او د مارکېټ د جوړېدو، د صادراتو د ملي ستراتيژۍ، د کرنيزو وارداتي مصرفي توکو د کموالي، د کرنيزو دقيقو سرچينو د ارزونې او د لابراتوار د واحد مرکز په اړه يې خپل  ليدلوري او نظرونه وړاندې کړل.جمهوررييس غني په دې اړه خبرې وکړې او له خصوصي سکتور څخه يې دستونزو د واضح تشخيص له امله مننه وکړه. ده زياته کړه د سيمې د هېوادونو بازارونه د افغانستان د صادراتو لپاره پرانيستي دي او د هېوادونو د ريل پټلۍ په تعرفو کې به کموالى راشي.جمهوررييس وويل، د سړو خونو پر جوړېدو بايد زيات کار وشي چې کرنيز محصولات ضايع نشي او د ځمکې بانکونه دې په هر ولايت کې جوړ شي، ترڅو د ځمکو اندازه مشخصه شي.وروسته د کانونو او پتروليم وزارت يوه مسوول د کانونو او پتروليم، فوايدعامې، دکليو پراختيا، انرژۍ او اوبو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ له ساختماني موادو څخه د استفادې موافقه ليک غونډې ته وړاندې کړ.ده وويل، د اقتصاد عالي شورا د مصوبې په اساس د کانونو او پتروليم وزارت موظف شوى چې له اړوند او وزارتونو سره په همکارۍ له ساختماني موادو څخه د مناسبې استفادې او د سړک جوړولو او د ساختماني تاسيساتو پر جوړولو د حق الامتياز اخيستلو د اغېزې طرحه جوړه کړي، ترڅو د هغې په اساس له ساختماني موادو څخه استفاده وشي.غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته د کانونو او پتروليم، فوايدعامې، دکليو دبيارغاونې او پراختيا، انرژۍ او اوبو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ له ساختماني موادو څخه د استفادې موافقه ليک تصويب کړ. دغه راز د کانونو او پتروليم وزارت ته لارښوونه وشوه چې د ساختماني موادو د موجوديت په اړه دې سرتاسري نقشه چمتو او د فوايدعامې او ښارجوړولو وزارتونو په واک کې دې ورکړي.د غونډې په پاي کې د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د مالګې کان د تجديد نظر په اړه راپور غونډې ته وړاندې او وړاندېز وشو چې د ياد کان قرارداد دې له ۲۵۰۰ ټنو څخه ۲۵۰۰۰ ټنو ته د کلني استخراج حجم په زياتولو سره وشي. غونډې له هراړخيز بحث وروسته ياد پېشنهاد تائيد کړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha