صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ولسمشر غني راستنېدونکو ته د مځکو د وېش پر روښانه طرحه ټينګار وكړ

ولسمشر غني راستنېدونکو ته د مځکو د وېش پر روښانه طرحه ټينګار وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني راستنېدونکو ته د مځکو د وېش پر روښانه طرحه ټينګار وكړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو په اړه غونډه جوړه شوه.په دغه غونډه کې چې پرون سهار په ارګ کې وشوه،

د کډوالو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفى مستور او د کډوالو په چارو کې د جمهوررييس ستر سلاکار خيبر فراهي راستنېدونکو ته د مځکې د وېش د څرنګوالي او د کډوالو د ښارګوټو د جوړولو او د معيارونو او موډلونو په اړه خبرې وکړې.جمهوررييس د هغوى د خبرو له اورېدو وروسته، د کډوالو او راستنېدونکو اړوندو بنسټونو پر موثريت او شفافيت ټينګار وکړ وې ويل، پخوا د ښارګوټو د مځکو د وېش په برخه کې ستونزې وې او موږ بايد راستنېدونکو ته د مځکو د وېش لپاره روښانه طرحه ولرو.جمهوررييس د مځکې او د راستنېدونکو بانکونو پر جوړېدو د ټينګار ترڅنګ وويل: د دغو معلوماتي بانکونو په جوړېدو سره کولاى شو د مشخصو معيارونو اودرجه بندۍ پر بنسټ مستحق اشخاص تشخيص او مځکې ور ووېشو.د هېواد جمهوررييس مستحقينو ته د مځکې په وېش کې د شفافيت په اړه خبرې وکړې وې ويل، په اړوندو بنسټونو کې بايد د فساد مخنيوى وشي.ټاکل شوې د کډوالو عالي شورا په راتلونکې غونډه کې په دې اړه تفصيلي خبرې وكړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha