صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژي تصويب شوه

له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژي تصويب شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژي تصويب شوه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ وړم مازدېګر د قانون حاکمىت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتىژۍ، د ملي تصدۍ رىاست او امرخېل شرکت ترمنځ حقوقي دعوې او له اداري فساد څخه د رامنځته شويو درنو جرمونو د  تعرىف مقررې په اړه بحث او خبرې وشوې. لومړى د جمهوررييس دوىم مرستىال استاد محمدسرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتىژۍ په اړه خبرې وکړې وې وىل: د ىادې ستراتىژۍ په متن دوه اوونۍ کار شوى، اصلاح شوې او اوس چمتو ده. استاد سرور دانش زىاته کړه: د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي ستراتىژۍ د محتوا په اړه له عدلي او قضاىي ارګانونو سره دوه غونډې شوې او د بىن المللي او مدني ټولنې د بنسټونو دهمکارانونظرىات په لىکلي ډول غوښتل شوي دي او له مدني ټولنې سره هم په دې اړه غونډه شوې ده. هغه څرګنده کړه: ټولو همکارانو د دې ستراتېرۍ د مسودې د ستاىنې ترڅنګ په دې برخه کې خپل وړانديزونه هم مطرح کړي دي چې ځىنې ىې منل شوي هم دي. وروسته د سترې محکمې رييس سىدىوسف حلىم، د مالىې وزىر اکلىل حکىمي، د کورنىوچارو وزارت سرپرست وىس احمدبرمک د دې موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل لىدلوري ىې مطرح کړل. جمهوررييس غني د هغوى د خبرو او نظرونو له اورېدو وروسته ووىل: مهمه مسئله دا ده چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې داسې حرکت پىل شي چې د لىدلو او اندازه ګىرۍ وړ وي. جمهوررييس څرګنده کړه: خلک او بىن المللي همکاران  له موږ څخه د عملي اقداماتو غوښتنه لري او ټىنګار ىې وکړ چې ټولې ادارې باىد له اداري فساد سره د مبارزې پلان ولري او له اداري فساد سره د موثرې مبارزې لپاره د ځىنو قوانىنو مرور او اصلاح ته اړتىاده. هغه په ټىنګار سره ووىل: د فساد پرضد مبارزه کې باىد واقعبىنه اوسو او د معىارونو پر بنسټ اقدام وکړو. جمهوررييس ووىل: د اقداماتو د څارنې په خاطر به مدني ټولنې او رسنىو ته زىات فرصت ورکړل شي. هغه له مدني ټولنې وغوښتل چې د اداري فساد پرضد د مبارزې د ملي ستراتىژۍ د څار په خاطر ځانګړې طرحه وړاندې کړي. محمداشرف غني څرګنده کړه چې په هرو شپږو مىاشتو کې باىد د اقداماتو په اړه  د راپور ورکولو ىوه پراخه غونډه ولرو او زىات تمرکز وشي تر څو د لمس وړ پاىلې ترلاسه شي. وروسته د قانون حاکمىت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتىژي تصوىب کړه. دغه راز د ترانسپورت وزارت سرپرست محمدحمىد طهماسي د ملي تصدۍ رىاست او امرخېل شرکت ترمنځ د حقوقي دعوې موضوع غونډې ته وړاندې کړه. د سترې محکمې رييس، د عدلىې وزىر او د دولت د قضاىاو رييس د دغې حقوقي دعوې د څرنګوالي په اړه توضىحات ورکړل او غونډې له هر اړخىز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې ترانسپورت وزارت دې دا موضوع د عدلىې وزارت له لارې تعقىب کړي. وروسته  له اداري فساد څخه د رامنځته شويو درنو جرمونو د تعرىف مقرره د هېواد لوى څارنوال فرىد حمىدي غونډې ته وړاندې کړه. هغه ووىل: د لوى څارنوالۍ او درنو جرمونو سره د مبارزې پولىسو ګډې کمېټې په دې مقرره کار کړى او دا مقرره مرسته کوي چې د جرمونو په کشف کې زىات چټک شو. غونډې پرېکړه وکړه چې ىاده مقرره دې په طرزالعمل واوړي او عدلي او قضاىي ارګانونه او د کورنىو چارو وزارت دې په ګډه پرې زىات بحث وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha