صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د افغانستان ملي ارشيف په سيمه کې بې سارى دى

د افغانستان ملي ارشيف په سيمه کې بې سارى دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان ملي ارشيف په سيمه کې بې سارى دى

اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دملي آرشيف بېلابېلې برخې وکتلې .

دافغانستان په ملي ارشيف کې نهه زره  کتابونه ، رسالې ، خطي نسخې او يو سلو پنځوس زره تاريخي سندونه ساتل شوي دي. ډاکتر عبدالله عبدالله  په داسې حال کې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست فاضل سانچارکي  له  خوا يې ملګرتيا کېده  دملي آرشيف  دکتنې په وخت کې  وويل ؛  دافغانستان ملي ارشيف  په سيمه کې ډېر بډاى ارشيف دى.

دده دڅرګندونوله مخې،  دافغانستان ملي ارشيف  په سيمه کې  بې سارى دى . ده دغه راز وويل: دوزيرانو شورا په غونډه کې به دولتي ادارو اومرکزونو  ته لارښوونه وشي او  هغه سندونه چې څه  ناڅه څلوېښت کلونه ورڅخه تېر شوي دي  اويا تاريخي سندونه ولري ټول ملي ارشيف ته وسپاري . ډاکتر عبدالله عبدالله  څرګنده کړه  يوشمېر سندونه چې له ماسره شته هغه به ملي ارشيف ته وسپارم. دغه کتنه په داسې حال کې  ترسره شوه  چې په هره برخه کې  دمسوولينو له خوا معلومات ورکول کېدل.     باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha