صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د عاشورا د نمانځلو لپاره ديني علما جدي اراده لري

د عاشورا د نمانځلو لپاره ديني علما جدي اراده لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عاشورا د نمانځلو لپاره ديني علما جدي اراده لري

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د عاشورا مراسمو د نمانځلو په مناسبت پرون له غرمې مخکې له يو شمېر اهل تشيع او تسنن علماوو سره په ارګ کې وکتل.

په پيل کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف د امام حسين (رض) او د هغه د ملګرو د شهادت له امله ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د هغه عزادارو پيروانو ته تسليت ووايه او زياته يې کړه، د افغانستان دښمنان چې هېڅ دين،  جوماتونو، تکاياو او نورو سپېڅلو ځايونو او عزادارانو ته په ارزښت قايل نه دى، نو په هرځاى کې فتنه او وحشيانه اعمال ترسره کويهغه زياته کړه، افغانستان په نړۍ کې د مذهبونو د وحدت غوره بېلګه دي، ځکه د شعيه او سني ترمنځ نه يوازې هېڅ ډول توپير نه شته، بلکې موږ د واحد ملت په څېر د ژوند په ټولو برخو کې يو بل ته لاس او اوږه ورکړې او د يو او بل په غم غمجن يوو.مولوي قيام الدين کشاف څرګنده کړه، د افغانستان دښمنانو د تاريخ په اوږدو کې هر ډول ظلمونه کړي، خو نه دي بريالي شوي او د هغوى دغه وحشت د نړۍ په تاريخ کې ثبت شوي دي.هغه وويل، د عاشورا مراسم دې داسې ترسره شي چې دښمن ته يې د اخلالولو فرصت برابر نه شي او ښه به وي چې د وير مراسم په ځانګړو ځايونو کې پرځاى شي. هغه په دې برخه کې د ديني علماو ونډه مهم وبلله ورپسې د اهل تشيع علماو شورا منشي سيد محمد حسين محقق زاده خبرې وکړې او امام حسين (رض) او د هغه د ملګرو د شهادت له امله يې ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د امام حسين (رض) د شهادت په اړه ويرجنو ته تسليت ووايه او له جمهوررييس څخه يې له دې امله مننه وکړه، چې د عاشورا د ورځې د رارسېدو په مناسبت يې له هغوى سره وکتل.ښاغلي محقق زاده وويل، د افغانستان ټول شيعه او سني علما له يو بل سره د ورورولۍ چلند کوي او ترمنځ يې توپير نه شته. نوموړي له جمهوررييس څخه د جوماتونو او مذهبي ځايونو د امنيت ساتلو له طرحې مننه وکړه او وې ويل، د افغانستان ټولو خلکو د يووالي او اسلامي اخوت په ساتلو کې زحمت ايستلى او دغه يووالي او اخوت بايد تلپاتې او لا غښتلى شي.د اهل تشيع علماو د شورا منشي جمهوررييس ته ډاډ ورکړ، چې د عاشورا په ورځو کې به خلکو ته د هر ډول مزاحمت مخنيوى کېږي او دغه ورځ به د خلکو له ګڼه ګوڼې لرې ځايونو کې ترسره شي.نوموړي د حضرت ابوحنيفه (رح) او امام صادق (ع) د نېکو کړنو په اړه د دوه جلا کنفرانسونو او  د قراني علومو پوهنځني د جوړولو او په تکاياو، جوماتونو او عزادارانو شويو بريدونو د څېړلو وړانديزونه او په دې اړه ټينګار وکړ.په دغه کتنه کې، جمهوررييس د خبرو پر مهال د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د افغانستان خلکو ته د حضرت امام حسين (رض) د شهادت تسليت ووايه او زياته يې کړه: د حضرت حسين (رض) مقام نمانځل له هغه سره د عهد تجديد دى.هغه زياته کړه، د حضرت حسين (رض) د کړنو يادونه او د مقام نمانځنه دې وشي او د هغه چلند دې په سمه توګه درک شي، همداراز د حضرت امام حسين (رض) او د هغه د وفادارو ملګرو د قربانۍ پيغام موږ ته ميراث پاتې دى، چې نورو ته بايد انتقال شي.جمهوررييس غني زياته کړه،د افغانستان دښمنان چې هېڅ ارزښت ته درناوى نه لري، زموږ د خلکو پر مذهبي وحدت بريد کوي. هغه په ټينګار وويل، د افغانستان دښمنان بايد پوه شي چې زموږ د خلکو يووالى نه شي زيانمنولى او نه هم  د مذهبي فعاليتونو مخنيوى کولى شي.

جمهوررييس څرګنده کړه، د عاشورا د نمانځلو لپاره جعفري او حنفي علما جدي اراده لري. هغه وويل، د دغو مراسمو د امنيت او خونديتوب په موخه ګډ امنيتي کمېسيون جوړ شوى او د عاشورا مراسمو نمانځلو لپاره په سراسري توګه جدي تدابير نيول شوي دي.جمهوررييس غني د عاشورا مراسمو ښه نمانځلو کې د ديني علماو رول مهم وباله او وې ويل، د  علماو په څارنه به د عاشورا د وير مراسم په ښه توګه ترسره او د دښمن د نفوذ مخه به ونيول شي.جمهوررييس غني عاشورا مراسم هغه فرصت وباله چې د افغانستان خلک په کې نړيوالو ته خپل يووالي او پيوستون ثابتوي او دا يې د ملي او مذهبي روحيې د لا ټينګښت لپاره مهم وباله.جمهوررييس د تسنن او تشيع علماو څخه وغوښتل، چې له خلکو سره د همغږۍ ګډې غونډې جوړې کړي، چې خلکو ته د سولې، همدلۍ او پيوستون پيغام ورسېږي.جمهوررييس لارښونه وکړه، چې د حضرت ابوحنيفه (رح) او امام صادق (ع) مقامونو د نمانځلو لپاره دې په راتلونکي کې دوه جلا کنفرانسونه جوړ شي. هغه وويل: په هېواد کې رامنځته شوې وروستۍ پېښې تر تعقيب او ارزونې لاندې دي. همداراز د امام باقر او امام زمان جوماتونو د ترميم کار هم دوام لري.جمهوررييس محمداشرف غني دې ته په اشارې چې د قراني علومو پوهنځى به جوړ شي وويل، زموږ اکثره خلک د اسلام د تاريخ په اړه لازم معلومات نه لري، خو پياوړې عقيده او کمزورې پوهه لرو او د اسلام  دتمدن لوى پيغام بايد نورو ته ورسوو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha