صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | اجرائىه رييس پانګوال او سوداګر د کرنې په برخه کې پانګونې ته وهڅول

اجرائىه رييس پانګوال او سوداګر د کرنې په برخه کې پانګونې ته وهڅول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائىه رييس پانګوال او سوداګر د کرنې په برخه کې پانګونې ته وهڅول

د افغانستان اجرائىه رييس عبدالله عبدالله د کرنې سکتور د هېواد د اقتصاد لپاره مهم بولي او ډاډ ورکوي چې افغان حکومت به په دې برخه کې له پانګه‎والو ملاتړ وکړي. ډاكتر عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ ىې د افغانستان د کرنې په برخه کې د پانګونې تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له‎خوا جوړ شوى و؛ ووىل:

 حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې کورنىو او نړىوالو پانګهوالو ته آسانتىاوې رامنځ ته کړي.ښاغلي عبدالله زىاته کړه: (( غواړم د حکومت لهخوا تاسې ته ډاډ درکړم، ښاغلي پانګهوال او سوداګر پانګهونې ته د لومړىتوب په حىث موږ تشوىقوو او ملاتړ ىې کوو، د محصولاتو ىوې برخې ته ترجىح ورکړل شوې ده او ښاغلو پانګهوالو ته ډاډ ورکوم چې په پاتې برخو کې به هم ورته پام وشي.))ښاغلى عبدالله له کورنىو تولىدوونکو او پانګهوالو غوښتنه کوي چې د خپلو تولىداتو کىفىت ته لازمه توجه وکړي.د ده په خبره په دې توګه به د دوى محصولات د سىمې او نړۍ په کچه اعتبار خپل کړي.په دغه کنفرانس کې له حکومتي چارواکو سربېره، د ولسي جرګې ىو شمېر غړو او د خصوصي سکتور استازو او پانګهوالو هم ګډون کړى وو.په همدې کنفرانس کې د کرنې او مالدارۍ وزىر اسدالله ضمىر ووىل: کرنىز محصولات د افغانستان د ناخالصو تولىداتو ۳۱ سلنه جوړوي او د دغه هېواد ۷۵ سلنه  خلک په مستقىم او غىر مستقىم ډول په کرنه مصروف دي.ښاغلي ضمىر په تېرو دوه نىمو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرمختګونو ته په اشارې ووىل:اوس په دې برخه کې پانګهونې ته زمېنې برابرې شوي دي.دى وايي: (( د خصوصي سکتور لپاره د پانګهونې ښه زمينه برابره شوې ده، له  خصوصي سکتوره زما غوښتنه دا ده  ، چې راځئ سره کېنو او هغه فرصتونه چې موجود دي ځان ورنه خبر کړو، د افغانستان مارکېټ د کورنىو تولىداتو لپاره ىو لوى مارکېټ دى.))د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزىر ووىل:  په تېرو دوه نىمو کلونو کې ىې د کرنې په برخه کې د نړىوالې ټولنې ۵۱۰ مىلىونه ډالره منظور شوې او ۶۵۰ مىلىونه ډالره ىې ژمنه شوې مرسته ترلاسه او د کرنې د پراختىا لپاره ىې ځىنې پالىسۍ طرحه او عملي کړي دي. په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او صناىعو خونې رييس شىرباز کمىنزاده  ، چې پهدغه کنفرانس کې د خصوصي سکتور په استازىتوب خبرې کولې ووىل:اوس هم په هېواد کې د پانګهونې پر وړاندې عمده ستونزې موجودې دي.دى وايي: (( زموږ ټولې ستونزې نهدي حل شوي، د مځکې په برخه کې تر اوسه ستونزې لرو، د برېښنا او کرىډيټ په برخه کې هم ستونزې شته، که خداى مه کړه زموږ فابرىکې وسوځي ىو څوک نه شته چې کرىډيټ ورکړي هىله لرو چې حکومت موږ ته دا کار وکړي.))دا په داسې حال کې ده چې ىو شمېر پانګهوالو چې خپل کرنىز محصولات ىې د پنجشنبې په ورځ په هغه نندارتون کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت لهخوا په کابل کې جوړ شوى و، نندارې ته اېښي وو، په خپلو کارونو کې د جدي ستونزو له موجودىته شکاىت درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha