صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ۲ ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور شول

د ۲ ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۲ ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور شول

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وړم، ماښام په ارګ کې جوړه شوه او د شاوخوا (۲) ميليارد افغانيو په ارزښت يې۱۰ تړونونه منظور کړل. په منظور شويو تړونونو کې لاندې پروژې شاملې دي:

د بادغېس ولايت له قلعه نو څخه تر آب کمري ولسوالۍ پورې د ۱۵ کيلومتره اوږد سړک بيا رغونه  او قير ؛ د فراه ولايت د جوى غلامان او د باغ پل سړک جوړول؛د ميدان وردګو ولايت د دهنه آبدرې د ۱۰ کيلو متره سړک جوړول؛ د نورستان ولايت له دو اب نه تر دهنه پيار تر منډول پورې د سړک د دويمې برخې بيا رغونه؛ له دوشي څخه تر باميان پورې د ۲۱ کيلومتره اوږد سړک د لومړۍ برخې جوړول چې دمخه په مشروط ډول منظور شوى و او په دې غونډه کې په نهايي توګه د تړون قېمت کې د ۵سوه زره ډالرو په تخفيف سره  تصويب شو؛د شمال اتصالي لويې لارې (ترانس هندوکش) د تطبيق لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه؛ د کابل ښاروالۍ د پروژو لپاره د ۱۰۰ ميليونه افغانيو په سپما د لس زره ټنه قير اخيستل؛ د بنايي ساختماني تصدۍ له لارې په کابل ولايت کې د زرقي محلولاتو فابريکې جوړونه؛ د امنيتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکت امنيتي پرسونل د بايومتريک په شرط د انټرکانټينينټل هوټل  د امنيتي خدماتو تړون؛ دکورنيو چارو وزارت اړوند د محابسو او توقيف خونو لپاره د ۲۳ قلمه البسوي توکو تړون؛ د ملي دفاع وزارت په ۱۲ مالي واحدونو کې د بودجې ترتيب او د لګښتونو (BPET) د تعقيب د ډيتابيس تړون سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسيون د ۳۶ قلمه مفروشاتي اجناسو قراداد مهالنى تمديد تائيد کړ او دغه راز يې  د کابل د شنې ساحې (Green Zone) لپاره د تمويلوونکي (د غوڅ ملاتړ سيستيکا اداره) د تائيدۍ په شرط د ځانګړو امنيتي کمرو د پېرلو، نصب او فعالولو د تدارکاتي پړاوونو د پيلولو وړانديز هم تصويب کړ.  کورنيو چارو وزارت د يادې سيمې د ځانګړو امنيتي تدابيرو په موخه د درېو نورو تړونونو د تدارکاتي پروسې د پيل يادونه هم وکړه. په غونډه کې همداراز، د کندهار د ۱۱۰ کيلو ولټ برېښنا د مزي ډيزاين، برابرولو، نصب او بشپړولو پروژه چې د افغانستان برېښنا شرکت وړانديز کړې وه، کمېسيون د لا زياتو ارزونو په موخه ور وګرځوله. جمهوررييس غني په دې اړه ټينګار وکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت بايد د خدماتو د وړاندې کولو پر لومړۍ درجه موسسه بدل شي نو اړتيا ده، چې د بشري منابعو مطلوب ظرفيت او د خدمتونو وړاندې کول په کې  ايجاد شي. همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس لارښوونه وکړه، چې د افغانستان په برېښنا شرکت کې دې سراسري تفتيش وشي، چې تشې په ګوته او د يادې ادارې د اصلاحاتو پروسه موثره شي. د ملي تدارکاتو کمېسيون همداراز د پروژو په تطبيق کې د معتبرو بين المللي شرکتونو ګډون مهم وباله او د بين المللي شرکتونو په ځانګړي ډول د چيني، ترکي او هندي شرکتونو او د هغوى د اسنادو د تائيد لپاره يې د معتبره مرجع په جوړېدو ټينګار وکړ او پلاوى وګومارل شو، چې په افغانستان کې د يادو هېوادونو سفارتونواو په يادو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو سره دغه موضوع تقيب کړي. په دې غونډه کې  د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې او عدليې وزيرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو، د سيګار، د غوڅ ملاتړ سيستيکا او د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون او د افغانستان د شفافيت د څار بنسټ څارونکو هم برخه اخيستې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha