صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو

د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازديګر د وسله‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

 په دغه غونډه کې د سرپُل، فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته په دغو ولايتونو کې د امنيتي حالت د ښه‌والي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې. غونډې د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې وروستۍ پېښې او امنيتي حالت وارزاوه او د دښمن د ځپلو او د ميرزا اولنګ کلي د بيا نيولو په موخه يې امنيتي او دفاعي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه لارښوونه وشوه چې د ميرزا اولنګ کلي زيانمنو ته د ټاکل شوي پلاوي له مرستو سربېره دې اړوند ارګانونه هغوى ته بيړنۍ بشري مرستې ورسوي. همدارنګه د وسله‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډې د بدخشان، بغلان، پکتيا، پکتيکا، کندهار او هلمند ولايتونو امنيتي حالت هم و ارزاوه او په دغو ولايتونو کې يې د دښمن په ضد ترسره شوي عمليات او دښمن ته اوښتې درانه ګزارونه، وستايل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha