صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ولسمشر غني د پوليسو د ځانګړو ځواکونو برياوې وستايلې

ولسمشر غني د پوليسو د ځانګړو ځواکونو برياوې وستايلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د پوليسو د ځانګړو ځواکونو برياوې وستايلې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني وړم ماښام د کورنيو چارو وزارت د خاصو قطعاتو د عمومي قوماندانۍ منسوبينو سره په کتنه کې د افغانستان د دښمنانو په ځپلو کې د هغوى د هڅو، زړه‌ورتياوو او سرښندنو قدرداني وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د پوليسو د خاصو قطعاتو عمومي قوماندان پاسوال سيدمحمد روشندل د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پوليسو د ځانګړو ځواکونو څخه د جمهوررييس له هراړخيز ملاتړ او همدارنګه د دغه ځواکونو د شهيدانو کورنيو او ټپيانو ته له پاملرنې مننه وکړه.هغه د ځانګړو ځواکونو د قطعاتو د عملياتو، لاسته راوړنو او اجرااتو په اړه خبرې وکړې وې ويل، دغه ځواکونو په ټولو عملياتو کې دښمن ته سخت ګزارونه ورکړي دي او د دښمن د ځالو په له منځه وړلو کې به له ټول قوت څخه استفاده وکړي.روشندل وويل: د خاصو قطعاتو په چوکاټ کې وطن ته ژمن او صادق ځوانان له هېواد څخه د دفاع په سپېڅلې دنده بوخت دي او په سختو شرايطو کې د افغانستان لپاره خدمت او سرښندنې ته چمتو دي.هغه د هېواد جمهوررييس ته ډاډ ورکړ چې خاص قطعات به په دقيقو محاربوي پلان جوړونې سره په هره څنډه کې دښمن په نښه کړي او د افغانستان د دښمنانو تر بشپړې نابودۍ پورې به خپلې هڅې ونه سپموي.د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال ډګر جنرال  جانان بارکزي په خپلو خبرو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تشويق، هڅونې او مواظبت په خاطر له جمهور رييس څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: ډاډ درکوو چې په سختو شرايطو کې به شپه ورځ د خلکو د آرامتيا له لپاره د دښمن د ځپلو په خاطر هڅې کوو.جمهوررييس محمداشرف غني دځانګړو ځواکونو د قطعاتو منسوبينو ته په خطاب کې وويل: تاسې زما د سترګو تور ياست او د افغانستان عزت او ابرو مو په نړيواله کچه ساتلې ده، له هڅو، تحرک او زړه ورتيا مو قدر کوم.د هېواد جمهوررييس يادونه وکړه ، چې ځانګړي ځواکونه د افغانستان، نظام او قانون واقعي مدافعان دي او زياته يې کړه، تاسې د افغانستان راتلونکي استازي ياست، غښتلې روحيه لرئ او دا به راتلونکي نسل ته روحيه او اعتبار وروبښي.هغه څرګنده کړه: ځانګړي ځواکونه د دښمن د شومو پلانونو او ګواښونو په شنډولو کې بريالي شوي دي او په هر اړخيزو هڅو سره به يې دښمنان هېڅکله په خپلو پلانونو کې بريالي نه شي.جمهور رييس لارښوونه وکړه چې د خاصو قطعاتو ځواکونو وروستيو عملياتو کې د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د عراق په سفارت د بريد د مهارولو په خاطر به هر يو ته د يوې مياشتې فوق العاده معاش درکول شي.جمهور رييس غني له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ او په ځانګړي ډول د خاصو قطعاتو په تجهيز او روزنه کې له بين المللي شريکانو څخه مننه وکړه او په افغانستان کې يې د بين المللي ځواکونو قربانۍ هم وستايلې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha