صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ولسمشر غني،د كانونواو پتروليم وزارت د شهيدانو له کورنىو سره غمشرىکي وکړه

ولسمشر غني،د كانونواو پتروليم وزارت د شهيدانو له کورنىو سره غمشرىکي وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني،د كانونواو پتروليم وزارت د شهيدانو له کورنىو سره غمشرىکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې په کابل ښار کې د کانونو او پترولىم وزارت د شهىدانو د درناوي په ىاد غونډه کې ګډون وکړ او د دې پىښې د قربانانىانو له کورنىو سره ىې غم شرىکي وکړه.

دغه مراسم چې د کانونو او پترولىم وزارت د جىولوجي سروې په رىاست کې جوړه شوي وو، په پىل کې د شهىدانو د کورنىو په استازىتوب خادم حسىن رحىمي خبرې وکړې او د شهىدانو او ټپىانو د کورنىو غوښتنې او وړاندىزونه ىې مطرح کړل. هغه، د زمري د دوىمې نېټې د ترورېستي پېښې د شهىدانو او ټپىانو کورنىو ته د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او وې وىل: د شهىدانو کورنۍ د دغې ترورېستي پېښې جدي څېړنه او عاملىنو ته ىې سخته سزا غواړي.رحىمي د کار، ټولنىزو چارو، شهىدانو او معلولىنو په وزارت کې د شهىدانو کورنىو د ثبت، د شهىدانو کورنىو ته د کانونو او پترولىم وزارت د جدي پاملرنې، د استوګنې کورونو د ورکړې، د دغو شهىدانو د ىاد په خاطر د ىو بنسټ  او په کانونو او پترولىم وزارت کې د ىوه  څلي د جوړولو او د ټپىانو درملنې ته پاملرنه وغوښته.وروسته د هېواد جمهوررييس د پېښې د قربانىانو کورنىو ته ډاډګىرنه ورکړه او وې وىل:  دغو شهىدانو د خپلو همکارانو ترمنځ ىوه تشه رامنځته کړه او د دې تشې کمى د دوى همکاران تر ډېره احساسوي او موږ  ټول نن د غم پر ټغر ناست ىوو.د هېواد جمهوررييس د کانونو وزارت سرپرستې او د جمهوري رىاست د عالي مقام رىاست مسوولىنو ته لارښووونه وکړه، چې  په دې اړه دې ګډکاري ګروپ جوړ او اداري پروسه دې له ىوې مىاشتې ژر بشپړه شي.  هغه اړوندو مسوولىنو ته  لارښونه وکړه، چې د پېښې د ټپىانو روغتىاىي وضعىت وڅېړي او د بيړني روغتىاىي حالت لپاره دې د اړتىا په صورت کې ورته وړاندىز وشي.جمهوررييس دقربانىانو کورنىو ته ډاډ ورکړ وې وىل: د زمري د دوىمې نېټې ترورېستې پېښه وڅېړي. نوموړي د کار، ټولنىزو چارو او معلولىنو په وزارت کې د شهىدانو د رسمي ثبت په اړه ووىل: په دې برخه کې دې ما ته حکم راوړل شي او زه به ىې ژر لاسلىک کړم ، خو دا مرحله باىد پىچلې نه وي.جمهوررييس غني د کانونو او پترولىم وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې د شهىدانو کورنىو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغه غړي ىې چې کاري وړتىا ولري په دولتي ادارو کې دې په دندو وګومارل شي.جمهوررييس څرګنده کړه:که څه هم د کورونو جوړول وخت ته اړتىا لري،  خو زموږ په لومړىتوبونو کې دي، زما ژمنه ده، چې د استوګنې کورونو په هغه لوىه پروژه کې چې د چىن هېواد له خوا تموىلېږي او کار به ىې په څومىاشتو کې پىل شي د هېواد امنىتي، دفاعي او ملکي شهىدانو ته  په کې لومړىتوب ورکول شي.هغه د شهىدانو کورنىو د زېږېدو ځاى کې د مجتمع د جوړىدو په برخه کې اړوندو مسوولىنو ته لارښوونه وکړه او وې وىل:  په کانونو او پترولىم وزارت کې دې شهىدانو ته د ىادګار په خاطر  څلى هم جوړ شي.په دغو مراسمو کې جمهوررييس غني د زمري د دوىمې نېټې د ترورېستي پېښې د شهىدانو کورنىو ته د ىادګار په توګه د غازي مىرمسجدي خان او د مىوند معرکې اتلې ملالۍ مىوندي دولتي مډالونه او د ټپىانو کورنىو ته تقدىر نامې ورکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha