صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | اجرائيه رييس د نورستان له نظامي مسوولينو سره پر امنيتي حالت خبرې وکړې

اجرائيه رييس د نورستان له نظامي مسوولينو سره پر امنيتي حالت خبرې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رييس د نورستان له نظامي مسوولينو سره پر امنيتي حالت خبرې وکړې

د هيواد اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د نورستان ولايت په مرکز پارون کې له امنيتي او نظامي مسوولينو سره د ياد ولايت د امنيتي حالت په اړه غونډه وکړه او د مسوولينو ستونزي يې واورېدې.

د ولايت نظامي او امنيتي مسوولينو وويل:‌چې د ولسواليو بندې لارې، د کافي امنيتي ځواکونو نه شتون او د موجودو امنيتي قواوو نيمګري اکمالات يې اساسي ستونزې دي او بايد ورته لازمه پاملرنه وشي. هغوی د امنيتي ځواکونو د تقويې لپاره د نورو  وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه او د همسايه ولايتونو له امنيتي قواوو سره يې د همږغۍ په برخه کې د لازمو لارښوونو وړانديز وکړ.

مسوولينو يادونه وکړه: ولسونه له امنيتي ځواکونو سره همکار دي او په اکثرو ساحو کې يې خپله د دښمن د تحرکاتو مخنيوى کړى دى او خپلې سيمې يې ساتلي دي.د نورستان ولايت د محبس لپاره د ولايت امنيتي مسوولينو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او يادونه يې وکړه،‌چې د ولسواليو په کچه دې هم توقيف خانې جوړې شي. اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله امنيتي او نظامي مسولينو ته وويل:  د ياد ولايت امنيتي وضعيت يې د کارونو په لومړيتوب کې قرار لري او فعاليتونه به يې تعقيب کړي.

نوموړي زياته کړه:  د ملي دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوی رياست به په نورستان کې‌د خپلو اړوندو منسوبينو د ستونزو د حل په موخه د ولايتي مسوولينو
 له اړتياوو او وړانديزونو
 سره سم اجرآات وکړي
.        باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha