صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | له ۹۲زرو څخه ډېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې پوهنتونونو ته منل شوي

له ۹۲زرو څخه ډېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې پوهنتونونو ته منل شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له ۹۲زرو څخه ډېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې پوهنتونونو ته منل شوي

د لوړو زده کړو وزارت وايي: سږ کال د کانکور په ازموينه کې د دولسمو ټولګيو له ۱۶۹ زره برخوالو فارغانو څخه څه باندې ۹۲ زره فارغان پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو موسسو ته بريالي شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پرون د کانکور د ازموينې نتيجې اعلان کړې او ويې ويل چې د ۱۳۹۶ لمريز کال د کانکور د ازموينې لپاره ۱۸۷ زرو زده کوونکو نومونه ثبت کړي وو، خو په ازموينه کې څه باندې ۱۶۹ زره تنو برخه واخيسته. د لوړوز زده کړو وزارت سرپرست عبداللطيف روښان وويل: څه باندې ۶۰ زره زده کوونکي پوهنتونونو او شاوخوا ۳۱ زره نور د لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي. ښاغلي روښان دا هم وويل :چې شاوخوا ۵ زره نور په خصوصي پوهنتونونو کې منل شوي دي.  د لوړو زده کړو د وزارت د سرپرست په وينا په دولتي اوخصوصي پوهنتونونو کې د ۱۴۷ زره منل شويو زده کوونکو په منځ کې ۴۸ زره نجونې او ۹۹ زره هلکان دي. يعنې د ټولو منلو شويو په سلو کې ۳۳ نجونې او په سلو کې ۶۷ هلکان دي. د لوړو زده کړو سرپرست وزير وويل: د کانکور په ازموينه کې د برخوالو زده کوونکو څخه په بايومتريک سيستم ازموينه اخيستل شوي، چې له کبله يې د درغليو مخه تر ډېره نيول شوې ده. د لوړو زده کړو سرپرست وزير د سږني کانکور په ازموينه کې د کابل رضا د عوض زوی لومړي نومره او د غزني اختر محمد د چمن علي زوی دويم نومره شاګردان وبلل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha