صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | اجرائىه رييس: رڼې، سرتاسري او پر خپل وخت ټاکنې د هېوادوالو حق دى

اجرائىه رييس: رڼې، سرتاسري او پر خپل وخت ټاکنې د هېوادوالو حق دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائىه رييس: رڼې، سرتاسري او پر خپل وخت  ټاکنې د هېوادوالو حق دى

د اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او اړوندو افغانو او بهرنىو ادارو په ګډون د ولسي جرګې او ولسوالىو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي مرحلې د ارزىابۍ غونډه لاوړمه شپه جوړه شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس نجىب الله احمدزي غونډې ته ووىل: دوى د راىه ورکوونکو د ثبت نام،‌ د ثبت نام او راىه اچووني‌ د مراکزو د څرنګوالي او کتنې، د راىه اچوونې د مراکزو د ارزىابۍ په موخه د روزونکو د روزنې د پروسې د پىل او د راىه اچوونکو د فهرست بندۍ لپاره د لازمې ټکنالوژۍ د تر لاسه کولو په هدف خپل فعالىتونه نهايي کړي دي. نوموړي زىاته کړه: چې په مالي برخه کې هم ستونزې‌ نه لري‌ او له پلان سره سم به د روزونکو د روزنې لړۍ او په تعقىب ىې د راىه ورکوونکو د ثبت نام مراکزو د څرنګوالي مطالعه پيل کړي. هغه ىادونه وکړه: د راىه ورکوونکو د ثبت نام په مرحله کې د ازمې ټکنالوژۍ درلودلو په برخه کې ىې هم فعالىتونه نهايي شوي او هېڅ ډول ستونزه او اندېښنه نه لري. د هېواد د ثبت احوال نفوس د خپلواکي ادارې رييس هماىون محتاط ووىل: چې اداره به ىې د راىه ورکوونکو د ثبت نام په هدف د لازمې ټکنالوژۍ په برابرولو او استفاده کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکاري کوي. په غونډه کې د اړوندو بهرنىو هېوادونو سفىرانو او کابل کې‌ د ملګرو ملتونو د سىاسي نماىندګۍ سرپرستې هم د خپلو مسوولىتو او کاري فعالىتونو په اړه معلومات ورکړل او ددې پروسې چټک پرمختګ ىې وستاىه.اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او اړوندو ادارو له خوا د ښو امادګىو ستاىنه وکړه او مسوولو حکومتي ادارو ته ىې لارښوونه وکړه،‌ چې له کمېسيون څخه هېڅ راز مرسته او همکاري ونه سپموي. نوموړي ووىل: د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په رهبرۍ او مالکىت پر وخت، شفافې او سرتاسري ټاکنې د هېواد اړتىا او د هېوادوالو حق دى،‌ چې باىد ورته په ټول توان او جدىت سره کار وشي.هغه زىاته کړه:‌ چې د ټاکنو د حوزه بندۍ طرحه لا  هم د حکومت له خوا نهايي کېږي او ډېر ژر به له کمېسيون سره شرىکه شي.                        باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha