صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | افغان دولت بيت الله شريف ته د تلونکو حاجيانو لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي

افغان دولت بيت الله شريف ته د تلونکو حاجيانو لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان دولت بيت الله شريف ته د تلونکو حاجيانو لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني وړمه شپه د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې بيت الله شريف ته د سږ کال لومړنيو تلونکو حاجيانو سره د مخه ښې کتنه وکړه.په پيل کې د حج او اوقاف وزير فيض محمد عثماني وويل:

 په بيت الله شريف کې د افغان حاجيانو لپاره ټولې آسانتياوې برابرې شوې دي. د افغان حکومت او د جمهوررييس په ځانګړې پاملرنه به دغه پروسه سږکال هم د تېر کال په څېر بريالۍ وي.هغه زياته کړه: د حج په مراسمو کې د تېر کال ستونزې سږ کال اوارې شوې او حکومت هڅه کوي چې افغان حاجيانو ته لا ډېر او ښه امکانات برابر کړي.وروسته معراج الدين چې د حاجيانو په استازيتوب يې خبرې کولې افغان حاجيانو ته د جمهور رييس له ځانګړې پاملرنې څخه په مننې وويل: د افغانستان دولت سږ کال افغان حاجيانو ته د تېرو کلونو په پرتله لا ډېرې آسانتياوې برابرې کړې دي. هغه زياته کړه:  د حکومت او جمهور رييس د پاملرنې له امله په بيت الله شريف کې افغان حاجيان د نورو هېوادونو د حاجيانو په پرتله ډېرې آسانتياوې لري.هغه څرګنده کړه: افغان حاجيان به د حج فريضې د اداکولو پر مهال  په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامين، افغانانو او د نړۍټولو مسلمانانو ته د هوساينې او سوکالۍ دعا وکړي.جمهور رييس غني بيت الله شريف ته تلونکو حاجيانو ته د وينا پرمهال هغوی ته د حج فريضې د ادا کولو مبارکي وويله او زياته يې کړه:  تاسې هغه ځای ته تلونکي ياست چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) هلته قدمونه ايښي او ابراهيم (ع) دعا کړې.جمهوررييس له افغان حاجيانو وغوښتل، چې د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات، آرامۍ، ملي يووالي او پرمختګ لپاره د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړي. د هېواد جمهوررييس څرګنده کړه: زه ستاسې لومړی خادم يم او حکومت ستاسو په خدمت کې دى، په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ستاسو لپاره لازم تدابير نيولي او ټولو افغان حاجيانو ته يې لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي.د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو  پر بنسټ، سږ کال به ۳۰زره افغان حاجيان د حج مراسمو د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha