صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | اجرائيه رييس د هرات د ښځو له شورا سره د هغوى د ستونزو په اړه وليدل

اجرائيه رييس د هرات د ښځو له شورا سره د هغوى د ستونزو په اړه وليدل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رييس د هرات د ښځو له شورا سره د هغوى د ستونزو په اړه وليدل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هرات ولايت ته د سفر پرمهال د دغه ولايت د ښځو له شورا، ټولنو او ښځينه سوداګرو سره وليدل او د هغوى پر ستونزو يې ورسره خبرې وکړې. د هرات د ښځينه ټولنو استازو او د پوهنتون او ښوونځيو استادانو له اجرائيه رييس څخه وغوښتل، چې د ښځينه ښوونکو او ډاکټرانو تعداد دې د هرات په ادارو کې زيات کړي.

هغوى همداراز غوښتنه وکړه، چې د مور او ماشوم د صحت لپاره نور عملي ګامونه هم پورته شي. د ياد ولايت د مېرمنو استازو د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د ښځو د ګډون د زياتوالي او همداراز د هغوى د پوځي رتبو په برخه کې د زياتې توجه غوښتنه وکړه. د دغه ولايت ښځينه سوداګرو له حکومته وغوښتل، چې د مېرمنو لپاره د سوداګريزو خونو د ايجاد او د کوچنيو او منځنيو  قرضو په برخو کې دې مرسته وکړي. په دغه غونډه کې يادو ښځو د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د شهيدو او زخمي سرتېرو د کورنيو لپاره د ځانګړې توجه غوښتنه وکړه. اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د هرات ولايت په پرمختګ کې د دغه ولايت د ښځو ونډه اساسي وګڼله او له دې خاطره يې هغوى وستايلې. نوموړي وويل،  چې د ملي امنيتي ځواکونو خپلوانو ته رسېدنه له اساسي بحثونو څخه ده، چې د حکومت په منځ کې وجود لري او د ستونزې د حل لپاره لازمې حل لارې لټول کېږي. هغه زياته کړه، چې د پوهنتونو او ښوونځيو په سطحه به د مېرمنو ونډه زياته او اوسنيو ستونزو ته يې بايد د قانون او د حکومت د امکاناتو په چوکاټ کې رسېدنه  وشي. ډاکټر عبدالله عبدالله همداراز وويل، چې د مور او ماشوم د صحت په برخه کې به د لرې پرتو سيمو د اوسېدونکو لپاره محلي او ملي اداره په ګډه اقدامات وکړي. نوموړي د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د ښځينه سرتېرو د ترفيعاتو او ستونزو د حل په برخه کې د مثبت تبعيض وړانديز وکړ او په دې برخه کې يې د حکومت د اساسي توجه يادونه وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha