صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس غني: ټولې ادارې دې د اقتصاد د عالي شورا پرېكړې تطبيق او عملي كړي

جمهور رييس غني: ټولې ادارې دې د اقتصاد د عالي شورا پرېكړې تطبيق او عملي كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني: ټولې ادارې دې د اقتصاد د عالي شورا پرېكړې تطبيق او عملي كړي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه،

اوپه کې د اقتصاد عالي شورا د مصوبو په اړه د وزارتونو او اړوندو ادارو د اجرااتو د فيصدۍ راپور، د وچو بندرونو د جوړېدو په اړه له ګلف تينر کمپنۍ سره د تفاهمليک د لاسليک په اړه د ۲۷  مې ګڼې مصوبې تحقق، له شېر خان بندره تر اسلام قلعه پورې د وسپنۍ پټلۍ ډيزاين او ساختمان، د کابل او کونړ پر سيندونو د برېښنا بندونو د جوړېدو په اړه له چنيايي شرکت سره د تفاهم ليک د لاسليک په اړه د  ۴۰  مې ګڼې مصوبې تحقق، د وارداتي غنمو ازمايښت او د کابل ښاروالۍ  دعايداتي سرچينو په باب  د ۳۶ مې ګڼې مصوبې په اړه بحث او څېړنې وشوې. دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خبر راكړ:په پيل کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله بدخشان ته د خپل وروستي سفر په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او وې ويل: د ۱۰۸ کيلو مترو په اوږدوالي د بهارک ـ اشکاشم سرک دکار پرانيستل د خلکو هغه غوښتنې وې چې د دغه سرک په جوړېدو سره به ښې اقتصادي اسانتياوې  برابرې شي او دغــــــه سړک   افغانستان له چين او تاجکستان سره  ښلوي. اجراييه رييس وويل، د دغه سفر په ترڅ کې د بدخشان زيباک ولسوالۍ ته هم ولاړو او هلته مو له دښمن څخه د زيباک ولسوالۍ په بېرته نيولو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنې  وستايلې  وروسته د اقتصاد عالي شورا د دارالانشاء مسئولينو د يادې شورا د مصوبو په اړه د  وزارتونو او اړوندو ادارو د فيصدۍ راپور غونډې ته وړاندې کړ.

شمس د ۱۳۹۴ کال له لومړۍ غونډې څخه د ۱۳۹۶ کال تر لومړۍ غونډې پورې د اقتصاد عالي شورا د مصوبو په اړه د  وزارتونو او اړوند ادارو د کړنو د فيصدۍ عمومي جدول وړاندې کړ او په دې اړه چې کومو وزارتونو او ادارو خپل اجراات کړي او يا يې نه دي کړي، معلومات ورکړل.

جمهور رييس غني وويل، د چارو اداره او د ماليې وزارت بايد ټولو ادارو ته مکتوب واستوي چې د اقتصاد عالي شورا پرېکړې تطبيق کړي او بايد د پرېکړو په تطبيق کې پرمختګ وشي او تفکيک شي چې کومه پرېکړه مهمه ده چې د هغې په رڼاکې تطبيق شي.ورپسې د وچو بندرونو د جوړېدو په اړه له ګلف تينر کمپنۍ سره د ۲۷ مې ګڼې مصوبې د تحقق د تفاهمنامې د لاسليک په اړه بحث اوڅېړنه وشوه.

د ماليې وزير په دې اړه وويل:د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې مطابق له ګلف تينر کمپنۍ سره د وچو  بندرونو دجوړېدو په اړه بحث وشو.

د ماليې وزارت معيين مصطفي مستور وويل، دا موضوع ډېر کار ته اړتيا لري او بايد واضح شي چې له  ګلف تينر کمپنۍ سره زموږ قرارداد په کوم ډول دى او زموږ ګډون هم بايد معلوم شي.

جمهوررييس غني په دې اړه وويل، موږ د هېواد د ټولو بندرونو اصلاح ته اړتيا لرو او هغه ژمنې چې د بروکسل په کنفرانس کې وشوې، د هېواد ټول څوارلس بندرونه بايد په يو واضح چوکات کې مديريت شي، تر څو موږ د هغو عوايدو مخه ونيسو چې زموږ له لاسه وځي.

جمهوررييس زياته کړه، زموږ بندرونه بايد تر يو مشخص پلان لاندې راشي او د هغو د خپلسرې توسعې مخه دې ونيول شي. ده ټينګار وکړ، موږ بايد پر خپلو بندرونو د تمرکز له مخې د ازادې سوداګرۍ پر مرکز بدل شو، څو سيمهييزه پانګونه جلب کړو.

محمداشرف غني دې ته په اشارې سره چې موږ بايد د خپلو بندرونو امنيت او توسعې ته زياته پاملرنه وکړو وويل: د بندرونو امنيت مهم دي او هغه شکايتونه چې سوداګر يې د مالونو د انتقال په لړ کې له اخاذيو څخه لري، بايد مرفوع او د ټولو بندرونو ستونزې دې په اساسي ډول حل شي. وروسته د ۴۰  مې ګڼې مصوبې د تحقق په اړه له شېرخان بندر څخه تر اسلام قلعه پورې د وسپنې پټلۍ د جوړېدو او ډيزاين او د کابل-کونړ پر سيندونو د برېښنا د بندونو د جوړېدو لپاره  له چينايې شرکت سره د تفاهمليک د لاسليک په اړه بحث او خبرې وشوې.د انرژۍ او اوبو وزارت معيين امان الله غالب په دې اړه معلومات ورکړل وې ويل، هغه چينايي شرکت چې د کابل ــ کونړ پر سيندونو د برېښنا بندونو د جوړولو لپاره پانګونه کوي دخپلو مطالعاتو لپاره يې څلور مياشتې وخت غوښتي.

ده وويل: چينايي کمپنۍ لويه پانګونه کوي او کولاى شي د برېښنا انرژۍ په توليد کې له موږ سره مرسته وکړي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي وويل، هغه ګډه کمېټه چې نړيوال بانک او پاکستان هم  په کې ګډون درلود، په دې برخه کې يې د ګډ کار د څرنګوالي په اړه ګټورې غونډې کړې دي.جمهور رييس غني په دې اړه وويل، موږ پرمختګ ته اړتيا لرو اودا  اعتباري چينايي کمپنۍ  وې چې ستر کارونه يې کړي دي. ده زياته کړه، درېيم بنسټ دې ياد شرکت وارزوي او غوره ده  چې له دې وروسته د کار اجازه ورکړل شي.

وروسته د اقتصاد وزير عبدالستار مراد د غنمو د سټندرډ او ازمايښت د څرنګوالي په اړه چې له بهرنيو هېوادونو اخيستل کېږي، غونډې ته معلومات ورکړل.

جمهوررييس غني وويل، په دې برخه کې د بين الوزارتي کمېټې وړانديز چې  موږ بايد د غنمو د ازمايښت لپاره لابراتوارونه ولرو، عملي شي.

ورپسې د کابل ښاروالۍ معيين، د کابل ښاروالۍ د عايداتي سرچېنو په اړه د ۳۶ مې  ګڼې مصوبې د تحقق په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او وې ويل، کابل ښاروالي ۲۴ کتګوري عايداتي سرچېنې لري چې ۳۵سلنه يې د صفايي محصول له ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنه د منډوي عايدات او ۵ سلنه يې هم صنفي جواز جوړوي. ده وويل، موږ هڅه کوو صنفي جواز اسانه کړو او هغه مو له ۲۲ پروسو څخه ۷ پروسو ته رالنډ کړ.

د کابل ښاروالۍ معيين وويل، د ځمکې د بيې معلومولو پر لايحې بيا کتنه شوې او د ځمکې د بيې لپاره اساس بدلون مومي. ده زياته کړه ، د تېر کال په پرتله مو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد لرل.نوموړي وويل:  له ادارو ۸۵۰ ميليونه افغانۍ غوښتنه لرو چې د ماليې وزارت يې بايد ورکړي او د کابل د دروازو عوايد خصوصي سکتور ته ورکړل شي، تر څو موږ  په برياليتوب هغه را ټول کړو.

د ولسي جرګې غړي عبيدالله رامين وويل، خصوصي سکتور ته د دروازو سپارل د عوايدو په لوړولو کې مرسته کوي.

د جمهور رييس سلاکار سيروس علاف وويل، په ټولو ولايتونو کې دروازې ستونزې لري او يوه مناسبه حل لاره بايد ورته ولټول شي.

په دې اړه د ترانسپورټ وزير محمد الله بتاش وويل، د عوايدو موضوع بايد په بنسټيزه توګه حل شي، ځکه هره اداره په انفرادي توګه عوايد اخلي او بايد د فزيکي پيسو ټولول پاي ته ورسېږي.

ډاکتر نقيب الله فايق وويل، د دروازو ستونزې دې هوارې شي، په ځينو دروازو کې تر ۵زرو افغانيو پورې اخيستل کېږي او بايد دا ستونزه په بنيادي توګه حل شي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي وويل، د ماليې وزارت د بودجې کميټه به د ښاروالۍ غوښتنې د قسطونو په توګه ورکړي.

جمهور رييس غني وويل، په کابل ښاروالۍ کې پرمختګونه د ستاينې وړ دي، خو بايد ښارواليو ته يو قانوني چوکاټ جوړ شي. ده زياته کړه، د ټولو لويو ښارونو عايداتي سرچينې بايد د کابل په شان مشخصې شي.

جمهور رييس څرګنده کړه، که چېرې د ښارواليو قانوني ستونزې حل شي، عوايد به څو چنده شي او د عوايدو راټولولو لپاره به يوچوکاټ ولرو، تر څو دعوايدو ترڅنګ خدمات هم وړاندې شي.

جمهور رييس غني دې ته په اشارې چې زموږ لويي منابع بايد تشخيص شي وويل، د ښارواليو او خلکو ترمنځ بايد متقابله همکاري رامنځته شي او د ټولنيزو قراردادونو په برخه کې په هماغه اندازه چې عوايد راټولېږي، خدمات هم وړاندې شي.

محمد اشرف غني وويل، خصوصي سکتور هم د عوايدو په راټولولو کې ستونزې درلودې، بنسټونه دې په واضح طرحه کار وکړي، ترڅو په دروازو کې د فزيکي پيسو اخيستل بند او سوداګرو ته دروازې خوندي کړو.

جمهور رييس وويل، ډېر ژر به د ويډيو کنفرانس له لارې له ټولو ښارواليو سره د سرچېنو پر تشخيص څرنګوالي او د عوايدو پر راټولولو خبرې وشي.

په دې اړه ډاکتر عبدالله عبدالله وويل، له ښارواليو سره دې د څو بحثونو وخت برابر شي چې وکولاى شو له هغوى سره پر دغو موضوعاتو پايلې ته ورسېږو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha