صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | اجرائيه رييس: په سپورتي ادارو کې ستونزې پاى ته رسوو

اجرائيه رييس: په سپورتي ادارو کې ستونزې پاى ته رسوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رييس: په سپورتي ادارو کې ستونزې پاى ته رسوو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون له غړو سره، په سپېدار ماڼۍ کې په کتنه کې لومړى د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون، د هېواد د خبريالۍ او سپورتي وضعيت د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې په سپورتي ادارو کې اختلافاتو لوبغاړي او د افغانستان اتلولۍ يې اغېزمنې کړي دي.

هغوى وويل: که روان وضعيت بدلون ونه مومي، نو په سپورتي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي او لوبغاړي به زړه توري شي. هغوى په هېواد کې د ورزشي خبريالۍ په اړه وويل: چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون غواړي چې په منظم او منسجم ډول سپورتي پېښو ته خبري پوښښ ورکړي. د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم اجرائيه رييس ته معلومات ورکړل او هم يې د نړۍ د ورزشي خبريالانو فدراسيون له لوري له ورزش او رسنيو څخه د اجرائيه رييس د ملاتړ په اړه، ډاکټر عبدالله عبدالله ته را استول شوي تنديس هم ډالۍ کړ.ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون چارې او لاسته راوړنې وستايلې او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ. اجرائيه رييس وويل:  حکومت کوښښ کوي چې  ډېر ژر په سپورتي ادارو کې ستونزې حل کړي؛ خو اختلافونه او ناندرۍ د لوبغاړو په روحيه بايد اغېز ونه کړي او د هغوى فعاليتونه ونه ځنډوي. د هېواد اجرائيه رييس وويل: له رسنيو او ورزشي ادارو څخه ملاتړ د حکومت دنده ده او هغوى ته د هر ډول اسانتياوو د برابرولو او د ستونزو لرې کولو لپاره يې هڅې کوي. د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون په 2016 کال کې د اسيا د تر ټولو غوره فدراسيون د سپينو زرو او د دې فدراسيون غړي ابراهيم مومند په 2016 کال کې د اسيا د غوره ورزشي خبريال د سرو زرو مډال اخيستى و.             باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha