صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | حاجيانو ته په خدماتو کې بايد لا ښه والى راشي

حاجيانو ته په خدماتو کې بايد لا ښه والى راشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حاجيانو ته په خدماتو کې بايد لا ښه والى راشي

د فرضي حج ملي کمېټې پرون دجمهور رييس د دويم مرستيال او د دغې کمېټې د رييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ غونډه کې د ناظمينو ، دبعثه دغړو او دحج د چارو د مرسته کوونکو د ټاکنې په باب خبرې وكړې.

 دجمهور رييس دويم مرستيال په دې غونډه کې  ټينګار وکړ  چې حاجيانو ته د ناظمينو او ښوونکو ټاکنه  بايد د مشخص  معيار له مخې ترسره شي، چې د روښانې سيالۍ له لارې په شرايطو برابر  کسانو ته  زمينه برابره شي . په دې غونډه کې  دبعثه غړو د شمېر په باب چې په عربستان کې  حاجيانو ته  دخدمتونو  دوړاندې کولو او دپروګرامونو مديريت په غاړه لري او دغه راز  دحاجيانو په چارو کې د مساعدينو دشتون اوشمېر په باب هم دحج دملي کمېټې  دغړو له خوا  خبرې اترې وشوې . او دغونډې غړو په دې  باب خپلې نظريې  وړاندې کړې . په پاى کې  دحج او اوقافو دوزارت له خوا وړاندې شوې طرحه  تاييد شوه .   دجمهور رييس دويم مرستيال  دافغانستان حاجيانو ته  دمناسبو او ښو خدمتونو  په وړاندې کولو  ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د حج او اوقافو وزارت دې  بايد له تېرو کلونو څخه په ترلاسه شويو  تجربو سره  هلې ځلې وکړي  چې دخدمتونو دوړاندې کولو او دحاجيانو دچارو دڅېړنې په اړوند  ښه والى ترلاسه شي .                       باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha