صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | افغان حكومت ټاكنو او اصلاحاتو راوستو ته ژمن دى

افغان حكومت ټاكنو او اصلاحاتو راوستو ته ژمن دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان حكومت ټاكنو او اصلاحاتو راوستو ته ژمن دى

په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماماتو پرون د جمهوررييس له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او دانتخاباتو په ترسره کولو او دسولې په بهير او په نورو مواردو پورې داړوندو مواردو په باب په دې کتنه کې خبرې وشوې .د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :

د جمهوررييس مرستيال قانونپوه سرور دانش لومړۍ  دهغو رپوټونو چې په دې وروستيو وختو کې  دملګروملتو دسازمان دنمايندګۍ ددفتر له خوا دځورونې دکمښت  او له اداري فساد سره په مبارزه کې د پرمختګ په   باب   وړاندې شوي دي هرکلى وکړ او زياته يې کړه چې په دغو رپوټونو کې هم مثبت ټکي شته او هم حقايق په څرګند ډول طرحه شوي دي  چې ددغو رپوټونو سپارښتنې به دافغانستان د حکومت له خوا دپاملرنې وړ وګرځي. د جمهوررييس  مرستيال  دګلبدين حکمتيار په مشرۍ  له حزب اسلامي سره دسولې دتفاهم ليک دتطبيق په باب هم وويل چې ددغه تفاهم ليک دتطبيق په برخه کې لومړني ګامونه اخيستل شوي دي  او دافغانستان له دولت سره  په ملاتړ دجګړې او تاوتريخوالي په بندولو  او دطالبانو  او داعش په ګډون  دافراطي ډلو په محکوميت کې دښاغلي حکمتيار  دريځ دستاينې وړ دى.دجمهوررييس مرستيال دانتخاباتو په ترسره کولو پورې داړوندو موضوعګانو په برخه کې هم وويل چې دافغانستان حکومت دشفافيت دتامينولو ، دخلکو دباور دجلبولو او دانتخاباتو  دبهير دګړندي کولو په دليل  دبرقي انتخاباتوپه ترسره کولو باندې ټينګارکوي خو تراوسه پورې په دې برخه کې  وروستى تصميم نه دى  نيول شوى.دقانونپوه سرور دانش دڅرګندونو له مخې ؛ په هغو  خبرو اترو او څېړنو کې چې د حکومت له خوا له مدني ټولنې ، ګوندونو اوله مطرحو سياسي شخصتيونو او دخلکو له نورو قشرونو سره شوي دي هغوى هم په روان کال کې دبرقي انتخاباتو  دترسره کولوپه باب ګډ نظر لري. په دې کتنه کې په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماماتو دګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره دسولې دموافقه ليک دتطبيق دهرکلى په ترڅ کې دانتخاباتو په بهير  دافغانستان ددولت  او خلکو له مالکيت ټينګاروکړ. په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي دانتخاباتو په شفافيت اوسراسري والي دټينګار په ترڅ کې وويل  چې نړيواله ټولنه او دافغانستان نړيوال همکاران دهر هغه سيستم او  چلند ملاتړ کوي چې دافغانستان حکومت يې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره غوره کړي. ده دانتخاباتو دبودجې دتمويل موضوع يو مهم کار وباله او زياته يې کړه چې دانتخاباتو دترسره کولو  له سيستم او چلند څخه په استفاده  کې دافغانستان دټولوکورنيو اړخونو متقاعدکېدل ، دافغانستان  ټولو نړيوالو همکارانو ته اهميت لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha