صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د افغانستان د خلکو دښمنان بايد له هېڅ راز ملاحظې پرته وځپل شي

د افغانستان د خلکو دښمنان بايد له هېڅ راز ملاحظې پرته وځپل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د خلکو دښمنان بايد له هېڅ راز ملاحظې پرته وځپل شي

د جمهور رييس دويم مرستيال پرون د ملي دفاع وزارت سرپرست او د هېواد دوسله وال پوځ لوى درستيز د دغه وزارت منسوبينو ته معرفي کړل.

قانونپوه سرور دانش په ٢٠٩ شاهين قول اردوکې د ملي اردو د سرتېرو د شهادت له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او د امنيتي ځواکونو شهيدانو او په تېره بيا د شاهين قول اردو د شهيدانو پاک روح ته يې دعا وکړه او ويې ويل چې ملي اردو وياړلې ده چې د خپلو ټټرونو په ډال کولوسره د ملي نواميسو او د خلکو د سر او مال دفاع کوي او د ملي اردو مېړني سرتېري د ملي غرور او عزت د مدافعانو په توګه د افغانستان د خلکو ترمنځ ځانګړى ځاى لري. سرور دانش دملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د طارق شاه بهرامي او دهېواد د وسله وال پوځ د لوى درستيز په توګه د محمدشريف يفتلي د معرفي کولو په پروګرام کې وويل: هغه کسان چې له کومې ملاحظې پرته خلک او د هېواد سرښندونکي پوځيان په خاورو او وينو لړي او لت پت کوي؛ بايد له هر راز ملاحظې پرته وځپل شي.  ده ټينګار وکړ چې د ملي دفاع وزارت بايد په دفاعي ستراتېژۍ کې بيا کتنې، د امنيتي ځواکونو د ظرفيت لوړولو او سمبالولو، له فسادسره دمبارزې ، د هېوادپه اردوکې د سياسي ملاحظاتو مخنيوى او د امنيتي ځواکونوملي کولو ته د خپلو لومړيتوبونو په سرکې ځاى ورکړي. قانونپوه دانش زياته کړه چې د افغانستان ملت تل د امنيتي ځواکونو رښيتنى ملاتړى او ساتندوى دى او بايد د هېواد د امنيتي ځواکونو جوړښت هم ملي شي او د قومونو ملي مشارکت د هېواد د امنيتي ځواکونو په ټولوکچوکې عملي شي. په دې غونډه کې 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha