صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ملي اردو په ډېرو سختو شرايطو کې د هېواد دفاع ته چمتو ده

ملي اردو په ډېرو سختو شرايطو کې د هېواد دفاع ته چمتو ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي اردو په ډېرو سختو شرايطو کې د هېواد دفاع ته چمتو ده

دملي دفاع وزارت ددغه وزارت دپخوانيو اټکلونوله مخې د ١٣٩٥ کال دمني په پيل کې داکمالاتو ، دجګړې دمديريت ، دتکنالوجۍ او استخباراتو ، ددښمن پرخلاف ديرغليزو او چاڼيزو عملياتو دترسره کولو په برخه کې اساسې تدبيرونه ترلاس لاندې ونيول چې مثبتې نتيجې ترلاسه شوي دي.

دباخترآژانس دخبرله مخې :  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  په  دې اړوند دجنرال رادمنش له خولې ليکلي دي ؛ داکمالاتي قراردادونوله منظورۍ وروسته دملي دفاع وزارت بريالى شوى دى چې ددوو  وروستيو مياشتو په بهيرکې  داعاشې ، البسې ، ممر ، وسلو ،  مهماتو  او ډول ډول وسايلو له پلوه په سلو کې اتيا ملي اردو اکماله کړي او دهوايي ځواکونوپه برخه کې له جنګي الوتکو څخه برخمنه شوې ده. په همدې ترتيب په قطعاتو او جزوتامونو کې دسرتيرو ، بريدملانو او افسرانو  اړتياوې څيړل شوي دي  او اوس  دافغانستان دخلکو سرښندونکې اردو کولاى شي  په ډاډ سره  دخپل  هېواد دفاع وکړي.دغه راز دملي دفاع وزارت  دروان کال  ددوبي له پيل څخه هلې ځلې کړې دي  چې دملي اردود قطعاتواوجزوتامونوپه  کچه دجګړې په مديريت کې اصلاحات  رامنځته کړي. دهغه پلان له مخې چې دبشپړيدوپه حال کى دى دلوا ترکچې پورې  دقوماندانانو اودبلوکونو دمرستيالانو مديريتي ظرفيتونه څيړل شوي دي  اوپه شرايطو برابر افراد دقوماندانانو او مرستيالانوپه توګه په کار  ګومارل شوي دي دوسله والو مخالفينو  له  جنګي تکتيکونو څخه چې زياتره  ملکي وګړي پکې قرباني کيږي په واټ کې ښخ کړاى شوي ماينونه دي . دڅو وروستيو مياشتو په بهيرکې دملي دفاع وزارت له نوې تکنالوجۍ او له دقيقو استخباراتو څخه په استفادې سره بريالى شوى دى  چې ددغو ګواښونو کچه ټيټه کړي په  همدې مقصد دملي دفاع وزارت  دماين پاکولو دانجينرۍ ټيمونه يې زيات کړي  دي  او اوس دغه ټيمونه دملي اردو په زياتو کنډکونو کې فعاليت کوي. يرغليزاو چاڼيز مخکيني عمليات ډير ښه پرمختګ دى چې دافغانستان وياړلې اردو  دافغانستان په اتلسو ولايتونو کې دشفق دعملياتوپه بهيرکې  اجرا کوي  دافغانستان ملي اردو کولاى شي په ډيرو سختو شرايطو کې او دافغانستان په هره سيمه کې په دښمن  بريد کولاى شي  او دهغوى دوسلو او تجهيزاتو  امکانات له منځه وړي. دافغانستان ملي اردو دهرې ورځې په تيريدو سره پياوړى   کيږي او دملي دفاع  وزارت مشرتابه په دې لټه کې ده  چې  دنويو وړتياو  په رامنحته کولو سره د جګړې په مديريت کې  مثبت بدلون رامنځته کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha