صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | افغان حکومت د اساسي قانون له مخې په هېواد کې د هر راز سوله ييز حرکت ملاتړ کوي

افغان حکومت د اساسي قانون له مخې په هېواد کې د هر راز سوله ييز حرکت ملاتړ کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان حکومت د اساسي قانون له مخې په هېواد کې د  هر راز سوله ييز حرکت ملاتړ کوي

دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله داسحق زو د قوم دسراسري شورا له غړو سره وکتل او دسولې، له تروريزم سره دمبارزې ، بيا رغونې ،انډوليزې ودې او دټولنيز عدالت دتامينولو په برخو کې ددوى غوښتنې وڅېړلې . داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

داسحق زو دقوم دسراسري  شورا غړو په دې کتنه کې وويل داسحق زو قوم د  هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې ژوند کوي، خو په تير حکومت کې ددوى د استوګنې  په سيمو کې دبيا رغاونې ، پوهنې ، روغتيا او نورو برخو کې هېڅ راز پاملرنه  نه ده شوې، خو اوس دملي وحدت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغه قوم دستونزو حل ته ځانګړي پاملرنه وکړي .  دوى دغه راز د هېواد له اجراييه رييس  سره د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه داسحق زو قوم دسولې او امنيت دتامينولو او ددښمنانو د ځپلو په لاره کې  دملي وحدت حکومت دپروګرامونو ملاتړکوي او په دې برخه کې له حکومت سره هراړخيزو همکاريو ته چمتودى . دغه راز دوى  داسحق زو قوم دسراسري شورا له لارې هلې ځلې کوي چې په ځينو سيموکې دسولې دتحقق لپاره ديو عملي پروګرام په باب کار وکړي او هيله لري چې حکومت ددغه بهير ملاتړوکړي . د هېواد اجراييه رييس داسحق زو قوم دشورادغړو دغوښتنو له اورېدو وروسته وويل سوله دافغانستان د  خلکو يوه هيله ده چې دسولې اوثبات دتامينولو لپاره  يوه اصلي اړتيا شمېرل کېږي په همدې خاطر  حکومت داساسي قانون له مخې سولې ته درسېدو په لاره کې د هر راز سوله ييز حرکت ملاتړ کوي  . د هېواد اجراييه رييس د شورا له غړو سره ژمنه وکړه چې ددغه قوم دستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha