صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | حكومت به د دايكندي د خلكو د ستونزو حل ته پوره پاملرنه وكړي

حكومت به د دايكندي د خلكو د ستونزو حل ته پوره پاملرنه وكړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حكومت به د دايكندي د خلكو د ستونزو حل ته پوره پاملرنه وكړي

دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ددايکنډي له والى معصومې مرادي ، دملي شورا او دولايتي شورا له استازو او ددغه ولايت دمدني ټولنې له فعالانو سره وکتل .

داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې په بيلابيلو  برخو  په تيره بيا دهوايي ډګر ، پوهنې ، روغتيا ،  د امنيتي ځواکونو دسمبالښت ، سړکونو ، بيا جوړولو ،  داداري واحدونو دپياوړتيا ، او دبريښنا دانرژي  په برخو کې ددايکنډي ولايت  ستونزې  وڅيړل شوې . لومړى  ددايکنډى والى  معصومې مرادي  ددايکنډي  دحالت په باره کې په لڼد رپوټ کې وويل  سيمه ئيز حکومت دښو خدمتونو  دوړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي  خو  دستونزو  حل کول او د خلکو دغوښتنو څيړنه  دمرکزي حکومت  همکارى ته اړتيا لري .  چې بايد زياته پاملرنه  او همکاري وشي . په ملي شورا  کې ددايکنډي  دخلکو استازو دهېواد  له اجراييه رييس  څخه وغوښتل چې په  پرمختيايي چارو ، ددغه ولايت  په سرحدي ولسواليو کې  دامنيتي ستونزو ،  دنوميش  ولسوالۍ دپياوړتيا ،  د پاتوولسوالۍ دپرانستلو ، دمواصلاتي لارو  دپخولو او دهوايي ډګر  دپراختيا په برخه کې  جدي پاملرنه وشي . دهېواد اجراييه رييس په پاى کې ټينګار وکړ چې  دامنيتي ستونزو ،  په سرحدي ولسواليو کې  دامنيتي ځواکونو  دسمبالښت  ، دهوايي ډګر دپراختيا او په  دايکنډي ولايت کې  دبريښنا دبندونو  دجوړولو  په باره کې  دوزيرانو شورا  او دکابينې په غونډو کې  خبرې کيږي چې لازم اقدامات ترسره شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha