صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د لويې پکتيا د انکشاف لپاره به د پراختيايي پروژو ارزونه او عملي کول پيل شي

د لويې پکتيا د انکشاف لپاره به د پراختيايي پروژو ارزونه او عملي کول پيل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لويې پکتيا د انکشاف لپاره به د پراختيايي پروژو ارزونه او عملي کول پيل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتيکا له يوشمېر قومي مشرانو، مخورو سره په غونډه كې لومړى د پکتيا قومي مشرانو په هغه ولايت کې د ستونزو يادونه وکړه او له اجرائيه رييس يې وغوښتل، چې د حل لارې ورته ولټوي.

په پکتيکا کې د سمبال روغتون او په ولسواليو کې د کلينيکونو نشتوالى، د مسلکي ډاکټرانو کمښت، د ښوونځيو او په ځانګړي ډول د لېسو، مسلکي ښوونکيو او ديني مدرسو نه شتون، د سړکونو خرابوالى، وزګارتيا او هغه ولايت کې د پراختيايي پروژو نه پلي کول د پکتيکاوالو اصلي ستونزې وې. هغوى غوښتنه وکړه، چې په دولتي ادارو کې دې د پکتيکا له کدرونو استفاده وشي او هم دې په دغه ولايت کې د برېښنا لپاره مساعد بندونه جوړ شي. د پکتيکا اوسېدونکو وويل، چې په ولايت کې د ولسونو په ملاتړ ښه امنيت شته او د هر ډول پروژې پلې کېدو ته زمينه برابره ده.ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، حکومت د ټولنيز عدالت تامين ته ژمن دى او کار کوي، چې په محرومو ولاياتو کې د پراختيايي پروژو په پلي کولو سره انډوليز انکشاف رامنځته کړي.اجرائيه رييس وويل، ډېر ژر به له اړوندو سکتوري وزارتونو سره يوه ګډه غونډه وکړي او د لويې پکتيا په اړه به د ټولو پروژو ارزونه وکړي، چې ډېر ژر په دغه ولايت کې شته پروژې پلې او د نورو پروژو لپاره زمينه برابره شي. اجرائيه رييس ډاډ ورکړ، چې د برېښنا د کوچنيو بندونو لپاره به ډېر ژر اقدامات عملي شي.         

                   باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha