صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | په غزني او زابل کې د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره عمليات کېږي

په غزني او زابل کې د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره عمليات کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په غزني او زابل کې د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره عمليات کېږي

د افغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د غزني او زابل د ولايتونو دخلکو له استازو سره په کتنه کې دترورېستانو دتحرکاتو له پلوه دغو دوو ولايتونو داوسېدونکو امنيتي ستونزې او اندېښنې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې يې دځانګړو عملياتو څرنګوالى وڅېړه.

دغزني او د زابل دولايتونو استاز وويل : ددغو ولايتونو اوسېدونکي د زابل د نوبهار او خاک افغان او د غزني د مقر په ولسواليو کې دتروريستي ډلې دځاى پرځاى کېدو او د طالبانو دفعاليتونو د پراختيا له امله اندېښنه لري ځکه ترورېستان هلې ځلې کوي چې په دغو سيمو کې پياوړي او سمبال شي اوبيا په غزني او زابل سربيره دغور او د سرپل ولايتونه هم نا امنه او وګواښوي.دوى د داعش څه ناڅه زرکورنۍ په ګوته كړې ،چې دخاک افغان په سيمه کې له خپلو کورنيو له زياتو تجهيزاتو او امکاناتو سره ځاى پرځاى شوي او دغه سيمه د پاکستاني او دنورو بهرنيو ترورېستانو په يو معبر بدله شوې ده دغه راز يوه ډله ترورېستان غواړي چې په قومي او ژبنيو اختلافونو سره خپل هدفونه عملي کړي خو له نېکه مرغه خلک د دښمن ورانکارو پروګرامونو ته ځير دي .هغوى وړانديز وکړ په ژمي کې د دښمن دځپلو او پر هغوى د بريد لپاره لازمه ده چې دهوايي ځواکونو په ملاتړ دامنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو ، د ترورېستانو دمواصلاتي لارو دبندولو ،دګواښ وړ سيمو کې د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ،دوګړنيو پاڅون کوونکو دملاتړ او سمبالولو او دنفوذي عواملو دپيژندلو په لاره کې اقدامات ترسره شي.دهيواد اجراييه رييس دغزني او زابل داستازو دوړانديزونو له څېړنې وروسته وويل،چې حکومت په اوږدمهال امنيتي ستراتيژۍ کارکوي چې په هغه کې د دښمن دځپلو لپاره ژمني عمليات هم په پام کې نيول شوي دي.دهيواد اجراييه رييس په پاى کې څرګنده کړه چې دغزني او د زابل دولايتونو امنيتي ستونزې دملي امنيت دشورا په غونډه کې طرحه کوي چې د ځانګړو عملياتو د څرنګوالي دترورېستانو تر واکمنۍ لاندې سيمو او په تېره بيا دخاک افغان ولسوالۍ تصفيه کوو دترورېستانو اډو د بريدونو او تر ګواښ لاندې ولسواليو دامنيت دتامينولو لپاره عملي اقدامات شي.   

             باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha