صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | دولت د جوزجان د پېښې په اړه د قانون د حاکميت اصل ته په پام موقف نيولى

دولت د جوزجان د پېښې په اړه د قانون د حاکميت اصل ته په پام موقف نيولى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دولت د جوزجان د پېښې په اړه د قانون د حاکميت اصل ته په پام موقف نيولى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د مشورتي غونډو په لړ کې د ليندۍ په ۲۵ مه سهار د هېواد يو شمېر سياسي، ملي او جهادي شخصيتونو سره وکتل.په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول سيمه‌ييزو اړيکو، ملي بسيج او په جوزجان ولايت کې د وروستۍ پېښې په اړه بحث او خبرې وشوې.جمهوررييس د غونډې برخه‌وال د جوزجان ولايت د وروستۍ پېښې په اړه د حکومت له اقداماتو خبر کړل وې ويل،

په دې اړه د ملي امنيت شورا څو غونډې جوړې کړې چې دولت د پوره غور او دقت په نتيجه کې د قانون د حاکميت اصل ته په پام موقف نيولى دى.هغه زياته کړه، دغه موضوع ګيري، مسئلې ته د رسېدګۍ په خاطر داسې لاره او نقشه تنظيموي چې د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې به قضيې ته رسېدنه وشي.جمهوررييس زياته کړه: دا چې دغې پېښې په بېلابېلو دلايلو خلک اغېزمن کړي، نو لا زياتو مشورو په ځانګړي ډول د جهادي، سياسي او ملي شخصيتونو مشورو ته اړتيا ليدل کېږي.اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني   جمهوررييس حامدکرزي، جهادي رهبرانو حضرت صبغت‌الله مجددي او استاد عبدرب الرسول سياف، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو عبدالرووف ابراهيمي او فضل هادي مسلميار، محمد يونس قانوني، د سولې عالي شورا ستر مرستيال استاد محمدکريم خليلي، هدايت‌امين ارسلا او محمداسماعيل خان هم د اجنډا په اړه خبرې وکړې.د غونډې ګډونوالو  د جوزجان د پېښې په اړه د اجماع درلودو او د حکومت له موقفه د ملاتړ تر څنګ خواشيني څرګنده کړه ټينګار يې وکړ چې دا پېښه بايد په قاطعيت او بي طرفۍ سره د عدلي او قضايي مراجعو له‌خوا وارزول شي او نتايجو ته يې درناوى وشي.قاضي القضات او د سترې محکمې رييس محمديوسف حليم وويل: تاسو ته ډاډ درکوم چې د تحقيقاتو له بشپړېدو وروسته به په دې برخه کې په بشپړې بې طرفۍ سره قانون تطبيق شي.همدارنګه جمهوررييس د سيمې، ګاونډيو او د نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړې او له سياسي او اقتصادي پلوه يې دغه اړيکې خورا مهمې وبللې. هغه ټينګار وکړ چې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو سره بايد د وړاندوينې وړ مناسبات ولرو.سياسي، جهادي او ملي شخصيتونو هم ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو پراختيا ـ په ځانګړي ډول د امنيت او اقتصاد په ډګر کې مهمه مسئله وبلله. هغوى  د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو د توجه وړ موضوعاتو پر بېلابېلو اړخونو او د امنيتي خطرونو د کموالي په اړه په دقت او مسووليت منلو سره تفصيلي خبرې وکړې او وړانديز يې وکړ چې په راتلونکو غونډو کې دې هم په دې اړه هراړخيز بحثونه وشي. جمهوررييس په پاى کې يو ځل بيا د هېواد له ټولو سياسي، جهادي او ملي شخصيتونو څخه د دوى د غوره مشورو له امله مننه وکړه وې ويل، د ملي سياستونو د لا پياوړتيا په برخه کې ستاسو نظريات او وړانديزونه ګټور او اغېزمن تمامېږي.

 

 يو بل خبر له مخې:

 محمد اشرف غني د چهاشنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالتونو، جرمني، ترکيې، کاناډا، ناروې، فرانسې، جاپان، انګلستان سفيرانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير سره وکتل.د يادو هېوادونو سفيرانو د احمدخان ايشچي د موضوع په اړه د هر اړخيزو څېړنو په اړه د حکومت د موقف هرکلي او د ملاتړ اعلان وکړ. هغوي د هر اړخيزو او بې طرفانه څېړنو او د شفاف حساب ورکولو د پياوړتيا غوښتنه وکړه او د قانون په حاکميت يې ټينګار وکړ.جمهور رييس په دې کتنه کې وويل، لکه د حکومت په رسمي موقف کې چې يادونه شوې، حکومت به د احمدخان ايشچي موضوع د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې په هر اړخيزه توګه وڅېړي.هغه زياته کړه، حکومت  د اسلامي ارزښتونو، اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانينو د حکمونو او د بشري حقوقو ميثاقونو پر وړاندې د افغانستان د ژمنو مطابق د وګړو د ژوند، انساني کرامت او مصئونيت ساتنه له خپلو اساسي مکلفيتونو څخه ګڼي.همدا راز جمهور ييس محمد اشرف غني د ليندۍ په ۲۴ ماښام د ترکتبارانو قوم يو شمېر مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې لومړى ډاکټر عزت الله عامد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، د احمدخان ايشچي موضوع ته د رسېدنې په هکله يې د جمهور رييس له چټکو اجراتو مننه وکړه. هغه د ښاغلي ايشچي د شخصيت په اړه هم خبرې وکړې. په دې کتنه کې د احمدخان ايشچي زوى بکتاش ايشچي وويل،  موږ چې کوم  غم لرو هغه په کليمو کې نه څرګندېږي، تاسو عالي مرجع ياستئ چې نن موږ ستاسو حضور ته راغلي يوو. هغه په دې برخه کې د عدالت غوښتنه وکړه وې ويل، تاريخ به ستاسو د حکومت په اړه قضاوت وکړي. د هېواد جمهور رييس له حاضرينو څخه چې د مشورې په موخه يې حضور درلود مننه وکړه وې ويل، د قانون د تطبيق لپاره سياسي اراده وجود لري، انتظار لرو په حوصله مندۍ فرصت ورکړل شي چې  اړوندې مراجع په دې برخه کې قانون تطبيق کړي. جمهور رييس محمد اشرف غني زياته کړه، زه د قانون په حاکميت پوره باور لرم او زما په ګډون هېڅوک تر قانون لوړ نه دي. هغه زياته کړه، دا مسئله به د عدلي او قضايي مراجعو له لارې په پوره استقلاليت سره تعقيب شي.دغه راز محمد اشرف غني د ليندۍپه ۲۴ مه له غرمې مخکې د ملي شورا له رهبري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې د ملي شورا رهبرۍ غړو د احمدخان ايشچي موضوع ته د رسېدنې په خاطر د حکومت د موقف ملاتړ وکړ او په دې اړه يې د هر اړخيزو څېړنو غوښتنه وکړه. د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس وويل، د خلکو ارامي او د ژوند خونديتوب حکومت ته ځانګړى ارزښت لري او حکومت د عدالت د تامين په برخه کې  د قانون تطبيق او هر اړخيزو څېړنو ته ژمن دى.د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د ليندۍ په ۲۴مه له غرمې وروسته د ملي جنبش ګوند مرکزي شورا يو شمېر غړو سره په ارګ کې وکتل. په پيل کې د جوزجان والي لطف الله عزيزي د دغه ګوند د غړو په استازيتوب خبرې وکړې وې ويل، موږ د احمدخان ايشچي په هکله د حکومت د دغه موقف ملاتړ او مننه کوو چې موضوع به د عدلي او قضايي پروسې په چوکاټ کې وارزول شي .  هغه د مسئالې د حل غوښتونکى شو او زياته يې کړه، هېواد په حساس پړاو کې قرار لري او موږ ستاسو په توانمندۍ باور لرو، هيله ده چې دا ستونزه ژر حل شي. د هېواد جمهور رييس د ملي جنبش ګوند د مرکزي شورا غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل، مننه چې په حساسو شرايطو کې د مشورې او بحث په موخه راغلئ، زه د جمهور رييس په توګه د قضاوت په ځاى کې قرار نه لرم، له هغه ځايه چې موضوع حقوقي جنبه لري بايد له دې جهته هر اړخيزه څېړنې، عادلانه او مستقلانه قضاوت وشي. جمهور رييس محمد اشرف غني وويل، موږ هر يو مسووليت لروچې د قانونيت، د امنيت د حس ايجاد او عمومي ارامۍ په ساتنه کې کوښښ وکړو او دې موضوع ته رسېدنې ډېرې حوصلې او د عدلي او قضايي سکتور مستقلانه کار ته اړتيا لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha