صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د افغانستان اراضي او مځكې بايد تثبيت شي

د افغانستان اراضي او مځكې بايد تثبيت شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان اراضي او مځكې بايد تثبيت شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د مځكو او اوبو عالي شورا غونډې پرون د دوشنبې په ماسپښين په ارګ کې د آمو سېند د څنډو د تحکيم وړانديز شوې طرحې او د سېلاب او وچکالۍ د وړاندوېينې او خبرداري ورکولو لپاره د معلوماتو ارقامو شريکولو وړانديز شوي مېکانېزم په اړه بحث وکړ.

 په پيل کې دانرژۍ او اوبو وزير د آمو سېند د څنډو د تحکيم وړانديز شوې طرحه په غونډه کې مطرح کړه. هغه د امو سېند د سواحلو د وضعيت د څرنګوالي په هکله مفصل راپور او همدارنګه په دې اړه ستونزې او وړانديزونه وړاندې کړل. ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار په دې هکله د ياد وزارت د پروګرامونود تشرېح  پرمهال وويل، پخوا د امو سېند د څنډو تحکيم ته د ځانګړې پاملرنې د نشتوالي له امله دغه سواحل زيات تخريب شوي دي. هغه زياته کړه، اوس د سياسي ارادې شتون، د مځكو خپلواکې ادارې، د تخنيکي او تخصصي ظرفيتونو زياتوالی، د تمويلونکو لېوالتيا، د سېلابونو او اضافي اوبو د مديريت د پالېسۍ او ستراتيژي موجوديت د دې لامل شوې چې د آمو سېند څنډو ته زياته پاملرنه وشي. د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار وړانديز وکړ، چې د دغه وزارت په چوکاټ کې دې د مالي او تخنيکي امکاناتو په چوکاټ کې په لازم ظرفيت او صلاحيتونو سره نوې اداره ايجاد شي،چې د کار بهير چټک شي. همدارنګه هغه د سواحلو د تثبيت او په نښه کولو، د آمو سېند د څنډو د تحکيم د ماسټر پلان برابرول، د طبيعي   منابعو ساتنه، د سواحلو د مسير زون بندي، د تمويلوونکو هڅول او د آمو سېند د څنډو دواړو غاړو ته د تحکيماتي پروژو تطبيق، د ماليې وزارت په واسطه د ملي برنامو لپاره د اړتيا وړ کافي بودجې او پروخت تخصيص او د لازم تحکيماتي تمويل په موخه د ګاونډيو هېوادونو هڅول، مطرح کړل.په غونډه کې د صنعتګرانو ټولنې استازي جامي زاده وويل، د امو سېند د څنډو د تحکيم کاري لپاره بايد منظم پلان وجود ولري او له دقيقو مطالعاتو وروسته د ملي پروژې په توګه د اوبو او انرژۍ وزارت بودجه کې شامل شي، چې اصولي تحکيم وشي. د جمهور رييس سلاکار عباس بصير وويل، د آمو سېند د سواحلو د تحکيم لپاره ګډ مديريت لازم دی او له نړيوالو مرستو دې هم  په دې برخه کې ګټه واخيستل شي. د افغانستان د مځكو خپلواکې ادارې رييس جواد پيکار وويل، کرنې وزارت او د چاپېريال ساتنې اداره دې د نی زارونو د زرغونېدو لپاره په ځانګړي ډول د آمو سېند په سواحلو کې کار وکړي.د هېواد جمهور رييس د يادو معلوماتو له اورېدو وروسته وويل، د امو سېند د سواحلو تحکيم ځانګړې او ملي موضوع ده او په دې برخه کې بايد تخنيکي ډله تشکيل شي، چې د آمو سېند څنډې په هراړخيزه توګه مطالعه کړي. هغه زياته کړه،په دې برخه کې دې مختلف موډلونه وارزول شي او د نړيوال بانک او اسيايي بانک له لارې د منابعو د جذب په هکله دې مفصل بحث وشي. محمد اشرف غني زياته کړه، د آمو سېند د سواحلو د تحکيم په موخه د منظمې او هر اړخيزې پلان جوړونې د  ايجاد او وضع کولو لپاره بايد اداره ايجاد شي. په غونډه کې د مځكو د خپلواکې ادارې رييس د دې ادارې د فعاليت او اجراتو د طرز مسوده مطرحه کړه. د جمهور رييس دويم مرستيال محمد سرور دانش وويل، هره اداره بايد ځانګړې او جامع مقرره ولري، له دې مه واره به د کار بهير سخت شي. هغه د مځكو خپلواکې ادارې په زياتې پياوړتيا او انسجام ټينګار وکړ.  همدارنګه د هېواد جمهور رييس وويل، په هره اداره کې د مقررې لرلو فرهنګ ضروري دی، د مځكو اداره دې پر پروژو خپل رول ولري او د استملاک لپاره دې ظرفيت رامنځته شي. هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان اراضي بايد تثبيت شي.له هر اړخيز بحث وروسته د مځكو ادارې برابره شوې مسوده په پرنسيپ کې تصويب کړه. همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزير د سېلاب او وچکالۍ د وړاندوينې او خبرداري ورکولولپاره د معلوماتو د ارقامو شريکولو وړانديز شوى مېکانېزم په غونډه کې مطرح کړ او غونډې تائيد کړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha