صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | كابينې د دولـتي مقاماتو د شتمنيو د ثبت او خپرولو پرېكړه وكړه

كابينې د دولـتي مقاماتو د شتمنيو د ثبت او خپرولو پرېكړه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
كابينې د دولـتي مقاماتو د شتمنيو د ثبت او خپرولو پرېكړه وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د کابينې غونډه د ليندۍ په ۱۷ مه په ارګ کې جوړه شوه.په پيل کې د ماليې وزير او د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معيينې ترکمنستان او هند ته د جمهوررييس د وروستيو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

 کابينې ترکمنستان کې د ترانسپورټ نړيوال کنفرانس او په هند کې د آسيا زړه شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د سفرونو د پايلو د تائيد ترڅنګ په اسيازړه کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د موقف  هراړخيز ملاتړ وکړ او دا ډول موقف يې د افغانستان د ثبات لپاره مؤثر وباله.د ماليې وزير په مالياتو کې د اختلافي مواردو په اړه د ماليې وزارت، د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ او د امريکا متحدوايالتونو د سفارت ګډه طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې د مالياتو اختلافي موارد، لکه د انتفاعي معاملاتو ماليه، پرعايداتو ماليه، د کارکوونکو موضوعي ماليه، عوايد، خدمتونه او هستوګنه، د بيمې حق موضوعي ماليه، د سهم د ګټو موضوعي ماليه او يادو مالياتو پورې د اړوندو جرايمو ماليات چې ماليې وزارت، په کابل کې د امريکا متحدوايالتونو سفارت او د غوڅ ماموريت تخنيکي او کاري ګروپ  له هره اړخه ارزولي دي، مشخصو وړانديزونو سره د تصميم نيولو په خاطر د کابينې غونډې ته وړاندې کړل.کابينې، د قراردادونو (اصلي او فرعي) د مالياتي معافيتونو په اړه د ماليې وزارت، د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ او د امريکامتحدوايالتونو د سفارت ګډه طرحه  چې د ۲۰۱۳م د مي د ۲۸مې د(۲۰۲ ) شمېره هوكړه ليك او د ۲۰۰۲ م د جنورۍ د ۴مې تخنيکي او نظامي هوكړه ليك (MTA)  چې له ۲۰۰۲کال څخه يې د  ۲۰۱۴ م تر پايه فعاليت درلود، تصويب کړه، د ماليې وزارت يې مؤظف کړ چې له سيستکا (CSTCA) څخه د دولت د وارداتو حساب ته د پيسو په انتقال کې د کورنيو چارو وزارت د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲د اعاشوي پورونو د ورکړې په برخه کې د ملي بودجې له لارې اقدام وکړي.د ماليې وزير د (CBR) پروګرام د پلې کېدو د پرمختګ په اړه د ۱۳۹۵مالي کال د درېيمې ربعې  غونډې ته راپور وړاندې کړ، په ځينو وزارتونو او دولتي ادارو کې په دې برخه کې ځينې  پرمختګونه مشخص او د دغه پروګرام لپاره يې د رهبرۍ رامنځته کولو يادونه وکړه وې ويل: تر دې مهاله دغه برخه کې ۳۵ادارو ته (۳۰۲۸) بستونه تخصيص شوي چې ۸۰سلنه دغه سرچينې په ۱۰ادارو متمرکزې دي. همدارنګه ۱۵۰۰بستونه اعلان شوي دي، په ادارو کې د ۱۳۵۰بستونو د استخدام په موخه د ۱۳۹۵کال تر پايه ژمنه شته او د استخدام شمېر تر دې مهاله ۵۹۰ بستونو ته رسېدلى دى.  هغه د اصلاحاتو پر ځاى استخدام ته زياته پاملرنه، د بې اعتمادۍ فضا او په ځينو وزارتونو کې د استخدام د پروسې ناسم تطبيق، د ملکي خدمتونو شکايتونو ته د رسېدنې په بورډ کې شکايتونو ته د رسېدنې پروسې اوږدوالي او د استخدام د دوسيو نامنظم والى  د دغه پروګرام پر وړاندې مهمې ننګونې وبللې. کابينې له هراړخيز بحث وروسته، ماليې وزارت ته دنده وسپارله چې د اصلاحاتو فارمټ په څرګنده توګه طرحه  او همدارنګه هغه پنځه وزارتونه چې په دغه برخه کې يې پرمختګ کړى او هغه وزارتونه چې د CBR پروګرام په پلې کېدو کې وروسته پاتي دي د هغوى د کار پايلې په کره توګه تحليل او وارزوي، له هغوى د وروسته پاتيوالي علتونه مشخص او د دغې پروسې د ښه والي لپاره د اداري اصلاحاتوعالي شورا ته جامع طرحه وړاندې کړي. د ماليې وزير د نړيوال بانک د شاخصونو د پلې کېدو څرنګوالى چې له مخې يې د افغانستان دولت تشويقي وجوه ترلاسه کوي هم غونډې ته مطرح کړل، زياته يې کړه، که چېرته دغه شاخصونه پلي نه شي، دولت هره مياشت ژمنه شوي تشويقي رقم له لاسه ورکوي.هغه همدارنګه د مځکو قانون، د استملاک قانون د نهايي کېدو، د محافظت ادارې او د ګمرکونو د خاصو تنفيذي عملياتو، (HR - Reforms) د بشپړېدو او د تقاعد ريفورم هغه شاخصونه وبلل چې که نهايي نه شي د افغانستان دولت به لا زيات تشويقي رقم يا وجوه له لاسه ورکړي.کابينې، له هراړخيز بحث وروسته  د ماليې وزارت د نړيوال بانک د شاخصونو د پلې کېدو طرحه تائيد کړه او د چارو عمومي اداره يې موظفه کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس په مشرۍ اړوندو ارګانونو سره د استملاک، اراضي، ښارواليو، ښارجوړولو چارو قوانينو باندې د بحث لپاره  غونډه جوړه او د عدليې وزارت پر عايداتو د مالياتو قانون د پړاوونو د بشپړولو په برخه کې اقدام وکړي. د غونډې په بله برخه کې، د ملکي هوايي چلند ادارې رييس  د هېواد د هوايي حمل او نقل شرکتونو د اقتصادي، علمياتي، مالي او تخينکي وضعيت په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ، د هېواد د هوايي شرکتونو عملياتي وضعيت يې مشخص کړ، او د دغو شرکتونو د نامناسب اقتصادي حالت، د نړيوالو الوتنولپاره يې د الوتکو نامناسبوالى او له دولت څخه د دغو شرکتونو د مقروضيت يادونه وکړه او په اړوندو تقنيني اسنادو کې يې تعديل، د ځينو تادياتود معافيت او د دولت له خوا د نويو الوتکو د اخيستو په منظور پېشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه، همدارنګه يې د هوايي شرکتونو د يو ځاى کولو طرحه هم د دغه حالت څخه د وتلو يوه لاره وبلله.   ورپسې له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې رييس ته د شتمنيو د ثبت او رسېدنې پروسې په اړه تحقيقي راپور غونډې ته وړاندې کړ، د شتمنيو د ثبت بهير کې شته ننګونې يې مشخصې او دهغو د حل لپاره يې مناسبې لارې چارې وړانديز کړې. هغه زياته کړه، د ۱۳۸۸کال راهيسې تر ننه د اوه زره دولتي کارکوونکو او مقاماتو شتمنۍ ثبت شوې دي او دغه ټولې فورمې په الکترونکي بڼه د اطلاعاتي بانک په عمومي مديريت کې ثبت شوې دي. هغه د شتمنيو د ثبت په بهير کې د ځينو ستونزو لکه ځينو ولايتونو کې د ناامنيو له امله د شتمنيو د ثبت بهير درېدل او د ځينو دولتي کارکوونکو او مقاماتو له خوا د شتمنيو د ثبت فورمو ته د اهميت نه ورکولو، يادونه وکړه.کابينې اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې په راپور له هر اړخيز بحث وروسته د دغې ادارې موجوديت الزامي وباله او دغه اداره يې مؤظفه کړه چې د جمهوري رياست د چارو عمومي ادارې سره په همکارۍ د خپل تشکيل طرحه ترتيب او د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.همدارنګه غونډې د مخابراتو او ماليې وزارتونه موظف کړل چې د دولتي مقاماتو د شتمنيو د ثبت فورمو په انلاين خپرولو د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې سره لازمه همکاري وکړي.ورپسې د اوبو او انرژۍ وزير، د دغه وزارت د مالياتي او ګمرکي محصول د معافيت پروژې چې د  يوې توافقنامې په اساس د المان په بلاعوضه مرستو تمويلېږي غونډه کې مطرح او کابينې تصويب  کړې. ورپسې د ښارجوړولو وزير خصوصي سکتور سره په ګډه د ودانيزو چارو د چټکتيا او له دولتي جايدادونو څخه د سوداګريزې ګټې اخيستو په موخه د ميوند روغتون د ۱۵۴۷۵متر مربع مځکې د انتقال، د رابعه بلخي روغتون د ۱۰۸۱۱متر مربع مځکې، پوهنې وزارت ته څېرمه د ۱۲۶۲۴متر مربع مځکې، د ماليې وزارت ۵۹۹۰متر مربع مځکې، د شهزاده سراي سره د مخابراتو وزارت د ۱۳۲۶۹متر مربع، د لومړۍ مکرويانو کې د ملي بس تصدۍ  د ۱۰۴۳۵۵متر مربع مساحت، د خوشحال خان مېنه کې سيلو ته مخامخ د ۶۹۰۴۵مترمربع مځکې، په خواجه بغرا کې د ۴۱۶۰۲متر مربع مځکې د انتقال تقاضا غونډې ته مطرح کړه.  د افغانستان اسلامي جمهوريت کابينې له هر اړخيز بحث وروسته د کابينې له تېرو پرېکړو سره سم ټول دولتي جايدادونه د ماليې وزارت د ملکيت برخه وګڼل، له ميوند او رابعې بلخي روغتونونو پرته يې د سوداګريزې ګټې اخېستو په موخه يې د هېواد نافذه قوانينو سره سم  پوهنې وزارت ته د څېرمه ، پخواني د مخابراتو وزارت، په خواجه بغرا او خوشحال خان مېنه کې د ملي بس تصدۍ مځکې ورکړه ماليې وزارت ته،  تصويب کړه.  د اجنډا په بله برخه کې، د فوايد عامې وزير د (۲۶۳۴۱) متر مربع موازي مځکې استملاک او د (۱۴۶۳۱) متر مکعب ودانۍ چې د (۲۱۶) د کورنيو ملکيت دى او دوشي څخه تر باميانو پورې دويم سړک ورباندې تېرېږي او د (۸۷۱۰,۸) متر مربعه مځکې چې (۶۸۴۰)مترمکعبه ودانۍ چې د اشخاصو ملکيت دى او دوشي ـ شيبر سړک پرې جوړېږي غونډې ته مطرح کړه ، چې تصويب شو.ورپسې د جمهوري رياست د چارو ادارې عمومي رييس د شفافې دولتدارۍ لپاره مشارکت سازمان کې د غړيتوب تقاضا او په دغه سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ښېګڼې مطرح کړې او څرګنده يې کړه چې دغه سازمان د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميې او فساد سره مبارزه کې د ملګرو ملتونو سازمان د کنوانسيون د مفادو سره سم  د څو اړخيزو نړيوالو فعاليتونو لپاره د نړيوال بستر د رامنځته کولو او ترويج په خاطر رامنځته شوي او په دولتي بنسټونو کې د خلکو د زيات مشارکت ، اداري فساد سره مبارزه کې له نوې تکنالوژۍ څخه د ګټه اخيستنې او د پرانيستي، اغيزناک او ځواب ويونکو دولتونو د ايجاد په منظور جوړ شوي دي.کابينې له هراړخيز بحث وروسته، د پرانېستې حکومتولۍ لپاره د مشارکت نړيوال سازمان کې د افغانستان  غړيتوب  په پرنسيپ کې تائيد کړ، د چارو عمومي اداره يې د رهبري کوونکې ادارې په توګه مؤظفه کړه چې اړوندو ارګانونو سره په همکارۍ د دغه سازمان د ژمنو د پلي کېدو د مديريت په  برخه کې عاجل اقدام وکړي.   د غونډې په دوام، د کابل ښاروالۍ سرپرست د نړيوال بانک د اداري ودانۍ د جوړولو په موخه د ماسټرپلان د تعديل په اړه د خپلو اجرااتو د څرنګوالي په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل.غونډې کابل ښاروالۍ موظفه کړه چې د نړيوال بانک د اداري ودانۍ د جوړولود اجازې په برخه کې اقدام وکړي او د وزير محمداکبر پروژې ساحه دې د تاريخي سيمې په توګه وساتي او هغه درې سوه کورونه چې په دغه سيمه کې د ماسټر پلان او تفصيلي پلان خلاف جوړ شوى په اړه دې مشخصه طرحه ترتيب او د کابينې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

د غونډې په پاى کې، د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو د معيينې له خوا نړيوالو معاهداتو څلور مورده مطرح او تائيد شول.

۱_ د امريکا متحدوايالتونو سفارت ته د ۵۰ کالو په موده کې د کابل ښار په شش درک کې د ملي اردو د کوپراتيف د ۲۲جريبه مځکې د انتقال په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د امريکا متحدوايالتونو ترمنځ هوكړه ليك.

۲_ د کليوالي لاسرسي ملي پروګرام لپاره د دوو مالي هوكړه ليكونو د تجديد په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د اېټاليا جمهوريت ترمنځ هوكړه ليك.

۳_ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو (ايوپول) ماموريت د وضعيت د هوكړه ليك د تمديد سند.  

۴_ په مدني او تجارتي مسايلو کې د کمېسيونونو، قضايي اسنادو، احضاريې، ابلاغ  او د احکامو د اجرا او د حکميت د تصاميمو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت تر منځ د همکارۍ هوكړه ليك. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha